(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نثر لیکلو هنر چاپ شو!

[30.Jan.2011 - 21:14]

د نثر لیکنې په برخه کې د پښتو ادب د استاد اسدالله غضنفر لیکنې چې په بېلابېلو وختونو کې یې لیکلې وې، په یوه ټولګه کې چې د نثر لیکلو هنر نومېږي چاپ شوې. دغه لیکنې چې د استاد په وینا له ډېر پخوا یې د مجلو، غونډو او څېړنې لپاره چمتو کړې وې اوس په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په کتابي بڼه چاپ شوي دي. دغه ټولګه ټول ټال ۴۶ لیکنې لري چې په ښه کاغذ او ښه صحافت باندې چاپ شوي دي. دغه کتاب چې ۳۵۰ مخه لري د سیدانو د کلتوري ټولنې له خوا یې مالي ملاتړ شوی. هغوی په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب کې لیکل شوې ده لیکي، چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د اروښاد سیدمجیب احمد د مړینې د پنځم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی.

د کتاب په لومړی پوښتۍ په ښکلې بڼه د کتاب نوم چې «د نثر لیکلو هنر» دی لیکلی شوی او ورسره ځینې نور اړین انځورونه هم پکې ځای پر ځای شوي دي، د لومړۍ پوښتۍ په پای کې د لیکوال نوم ذکر شوی دی. په دویمه پوښتۍ کې د خپرندویې ټولنې نښان او نوم راغلی او ورسره د ای اس بي این نښه هم لګېدلې ده. دغه کتاب ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا دغه نښه توزیع شوې ده.

په دغه کتاب د استاد غضنفر د سریزې پرته د خپرندویې ټولنې یادښت او د سیدانو د کلتوري ټولنې یادونه هم چاپ شوې ده.

د استاد دغه ټولګه کولای شي د ادبیاتو، ژورنالیزم او ټولنیزو علومو د محصلانو لپاره ښه لاسوند وي. د یادولو دې وي چې د دغه کتاب لوستل او عملي کول د هر لیکوال دنده ده، او په ټینګار سره ویلی شم چې دغه علمي کتاب که ځوانان مطالعه کړي نو ډېر څه به ترې زده کړي.

د دغه کتاب مینه وال کولای شي دغه کتاب په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې او په نورو ولایتونو کې د همدې ټولنې له څانګو او نورو کتابتونونو ترلاسه کړي.

زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله خپرندویې ټولنې، افغان ولس او ګران استاد غضنفر صاحب ته مبارکي وړاندې کوم او هیله مند یم چې د استاد او نورو پښتنو لیکوالو دغه هلې ځلې همداسې جاري پاتې وي.

په درنښت

سیدعبدالله ولي زی



Sayed Abdullah Walizai
TU-Berlin, Computer Science

 
0049(0)15777046264
- ولي زی
بېرته شاته