(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر کبیر ستوري له دنیا څخه سترګې پټې کړې

[30.Apr.2006 - 20:11] پښتون سیاستوال او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوري له دې نیمګړی دنیا څخه سترګې پټې کړې کــه زمـــا ســــتــوری پــه قــــبــر چــیــرتــــه راغــلــــې په پـــښـــتـــو راتــــه دعـــا کــــړه پــــرې مــــیـــن یــــم په خواشينۍ او خفګان سره مو واوريده چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشراو نوميالي ليكوال اوسياستوال ښاغلي ډاكټر كبيرستورې دورپېښې ناروغۍ له امله د روان کال داپرېل په څلورمه د جرمني د کولن په ښار کې په حق ورسيد. اناالله وانا اليه راجعون د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو ستر تاوان دى . پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاکټر کبير ستوري خدمتونه او کارونه تل ياد ساتلى شي . دسباوون چلوونکي ډله د خداى بخښلي ډاکټر کبير ستوري په مړينه د غمرازی او خفګان څرګندونه کوي او په دی غم کی د ټولو پښتنو او د ارواښاد له كورنۍ اوملګروسره ځان شريك بولي . د لوي خداى له دربار نه د ارواښاد کبير ستوري ته دجنتوهيله او کورنۍ او دوستانو ته يې دصبراوزغم غوښتنه كوي روح يـــې ښـــاده دسباوون چلوونکې ډله -
بېرته شاته