(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلي يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته

[29.Jan.2011 - 21:38]

له شماله د خپرېدونكي پسرلي يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته

يادښت: كه څه هم د پسرلى خپرونې پرله پسې يوويشتمه ګڼه نږدې دوه مياشتې مخكې له چاپه راوتې وه؛ خو له پېښوره د راوړلو پر لاره په كابل ګمرك كې د دولت له خوا نږدې ۴۰ورځې بنده كړاى شوه. له نېكه مرغه دوه ورځې وړاندې د تكړو پښتنو ملګرو په مرسته مو پسرلى خپرونه له ګمركه راخلاصه او ولايتونو ته ولېږله.

د پسرلى مجلې د پنځم كال درېيمه او پرله پسې يوويشتمې ګڼې هم د تېرو هغو په څېر د هېواد پر روانو سياسي حالاتو ليكنې خپرې كړي دي.

د پسرلي په لومړۍ پښتۍ د فخر افغان باچاخان تصوير او په درېيمه پښتۍ يې د لوى افغانستان نقشه سره راغلې ده.

د مجلې سرليكنه د ((توره كرښه او لوى افغانستان)) تر سرليك لاندې د ډيورڼد تپل شوې كرښې ته ځانګړې شوه ده، چې په كې لروبر افغانانو ته د دې فكر وركولو هڅه شوې، چې د كرښې داوړو خواوو ته پروت ولس سره يو دى او لږه ترلږه دغه فكر بايد پاتې نسل ته ولېږدول شي.

همداراز په خپرونه كې د ((زموږ باچا)) تر سرليك لاندې په پښتونخوا كې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صدر مختار خان يوسفزي ليكنه راغلې، چې د فخر افغان باچاخان په هلوځلو او د لوى افغانستان په ځينو مسايلو راڅرڅي.

نړيوال ځواكونه او د افغان كليوال (كور په كور) جګړه تر سرليك لاندې د مصطفى مستعان ليكنه ده، چې په هېواد كې يې د اربكيو يا سيمه ايزو پوليسو جوړېدو روانې پروسې ته د شك په سترګه كتلي دي. په ليكنه كې راغلي، چې دغه پروسه د بهرنيانو په ملاتړ رامنځ ته شوې او په هېواد كې به خپلمنځي جګړو ته لمن ووهي.

ځوان ليكوال حفيظ اندړ په تېرو پارلماني ټاكنو ليكل كړي، د ((د ولسي جرګې ټاكنې، د افغان تاريخ اوښتونكې پاڼه)) تر سرليك لاندې ليكنه كې په ډاګه كوي، چې په تېرو ټاكنو كې د شويو درغليو له امله هغو كسانو پارلمان ته هم لاره پيدا كړې، چې د افغانستان له نوم سره مخالفت لري او د دې هېواد د ټوټه كېدو شوم نه پلى كېدونكي پلانونه ورسره دي.

له شماله خپرېدونكي پسرلي د تېرو ګڼو په څېر په دې ګڼه كې هم هڅه كړې، چې په هېواد كې د ايران د لاسوهنو په اړه مالومات له لوستونكو سره شريك كړي. په دې ګڼه كې د ايران د لاسوهنو په اړه د ځينو نورو ليكنو تر څنګ د ((په افغانستان كې د ايران بيارغونه كه بيا ورانونه)) تر سرليك لاندې ځوان ليكوال حماد خان ژباړه ده، چې په افغانستان كې د ايران لاسوهنو ته اشاره كوي او په ډاګه كړې يې ده، چې ايران د افغانستان د بيارغونې لپاره كار كوي، كه د ځان په ګټه يې زموږ د هېواد بيا ورانونه پيل كړې ده.

پسرلى مجله د هېواد له، كابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، كندوز، ننګرهار، كندهار، كويټه، پېښور، پكتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كولى شئ.

په هر ولايت كې د پسرلى مجلې د ترلاسه كولو په موخه په لاندې پتو اړيكې نيولى شئ

0799833338

[email protected]

- د خپرونې اداره
بېرته شاته