(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مصر او اردن کې حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي

[28.Jan.2011 - 19:21]

Deewa, 28.01.2011

مصر کې دصدر حسني مبارک د ديرش کلنې  واکمنۍ ختمولو لپاره احتجاج کې شدت راغلى دى او د جمعې په ورځ په زرگونو کسانو دحکومت په ضد مظاهرو کې برخه واخسته.
په هيواد کې دروان احتجاج په مهال لويې مظاهرې په مينځنۍ قاهره کې وشوې ، دغلته امنيتي ځواکونو دمظاهرينو خورولو لپاره اوښکې بهيونکى گيس او دربړ د گولو استعمال وکړو.
 دمظاهرو قابو کولو په غرض  دپوليسو مرستې لپاره دمصر په کوڅو کې پوځ تعينات کړل شوى دى.
 کر هر څو دچارواکو له لوري کرفيو نافذ کړل شوې خو مصر کې بيا هم  احتجاج روان دى او مظاهرين په پوليس عسکرو کاڼي وروي.
  دجمعې په ماښام دپوځ په دريوؤ گاډو کې ناست لسگونه پوځيان قصر النيل پل ته رسيدلي دي.
داحتجاج مخنيوى لپاره دښار په مرکزي لارو په لويې شمير کې پوليس هم تعينات کړى شوي دي.
 دزيارت او جمعې په مينځنۍ شپه دانټر نيټ نظام ځنډول شوى ؤ ځکه چې انټر نيټ دحکومت په ضد روانو مظاهرو کې په لويه پيمانه کارول کيدو.
ددې ترڅنگ دموبائيل فونونو له لارې په ليږل کيدونکو تحريري پيغامونو هم قدغن لگول شوى دى.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون مصري مشرانو او اولس ته دتاؤتريخوالي په شدت کې داضافې نۀ کولو خواست کړى دى.
هغه وويل داحتجاج کوونکو وگړو دحقيقي شکايتونو جاج اخستو ته ضرورت دى.
دتشدد څخه دډک احتجاج په مهال لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي  او دحکومت له مخې  دنهې دورځې څخه دشروع شوي احتجاج څخه تر دې مهاله خواؤشا اتۀ سوه کسان نيول شوي دي  خو دبشري حقونو تنظيمونه ادعا کوي چې دنيول شوؤ کسانو شميره ددوؤ زرو څخه زياته ده.
دامريکې صدر براک اوباما وئيلي دي  دمصر داوږدمهاله ښۀ والي لپاره سياسي اصلاحات ضروري دي او هغه خپل مصري سيال ته په هيواد کې دبدلونونو وينا کړې ده.
بلخوا په اردن کې په زرگونو وگړو دحکومت په کچه بدلون او دوزيراعظم سميرالرفاعي څخه دمستعفي کيدو دغوښتنې کولو سره  دپايتخت عمان په شمول دهيواد په گڼو ښارونو کې دجمعې په ورځ احتجاجي جلوسونه ويستي دي.
دحزب اختلاف ملاتړ کوونکو دتيرې اوونۍ څخه دمظاهرو لړۍ دوامداره ساتلې ده  چې په تيونس کې دترسره شوي اوسني احتجاج پشان کيږي.
داردن اولس دخوراک څښاک څيزونو په قيمتونو کې په زياتې اضافې دنيوکې کولو ترڅنگ په حکومت تور لگولى چې په بدعنوانۍ قابو موندلو کې ناکامه شوى دى.
وزيراعظم رفاعي په روانه مياشت کې دسرکاري ملازمينو دتنخاگانو ترڅنگ دريټائرډ ملازمينو په وظيفو کې هم داضافې اعلان کړى ؤ خو ددغه گام باوجود داحتجاجي مظاهرو لړۍ دوامداره ده.

د اسلامي ټولنو لپاره د امریکې د خارجه چارو وزارت خصوصي استازې فرح پنډت وایی په اسلامي نړۍ کې د سوشل مېډیا یا فېس بک او ټویټر  انقلاب راغلی دی.
د منځنی ختیځ څېړونکی وایی په تیونس ، مصر ، یمن او اردن کې ځوانان د میډیا د دغو نوؤ لارو د لارې د شخصي حکومتونو او سېاسي زورزیاتو پرضد په سړکونو را اوتي دي.

 تېونس کې د سیاسي بدلون او په مصر کې د قارژنو مظاهرو وروسته، د پاکستان په ځېنی شخصي ټېلي ویژنونو باندې د سیاسي بحثونو کوربانه او د تحریک انصاف مشر عمران خان وایي چې پاکستانیان دې هم په سړک را اوځي.
د دوي دغه غږونه دپاکستان کمزورې سیاسي حکومت پرضد ورکول کېږي خو څېړونکي وایی که پاکستان انقلاب ته ضرورت لري نو پکار ده دغه انقلاب د پوځ، ملا او ښي اړخه مېډیا پرضد اوشي نه چې د کمزورو حکومتونو پرضد.
پاکستانی څېړونکي د ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله ته وایي چې پاکستانیان تل پوځ ، ملا او ښي اړخې مېډیا په غلط لار اچولی.

 بلخوا د افغانستان پايه تخت کابل کې ديو مارکيټ دننه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ددريوؤ بهرنيو ښځو په شمول اووه کسان وژل شوي دي. طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى دى.
دکورنيو چارو په وزارت کې دترهه گرۍ دمخنيوي مشر عبدالغفار سيدزاده وائي  په کابل کې دجمعې په ورځ ترسره شوې  چاؤدنه کې بهرنيان او افغاني وگړي شامل دي.
هغه وويل پوليس ددې خبرې پلټنه کوي چې دغه چاؤدنه دڅه له امله شوې ده؟ خو يو پوليس چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي يو ځانمرگى سُپر مارکيټ ته ورننوتلو او دغلته يې ځان الوځولى.
دکابل دپوليسو يو وياند حشمت الله ستانکزئ ددغه  چاؤدنې پخلى کړى او وائي په کومه سيمه کې دغه چاؤدنه شوې هلته گڼ شمير سفارت خانې هم موقعيت لري.
هغه وويل پيښه کې درې بهرنۍ ښځې وژل شوي او دسُپر مارکيټ درې کارکوونکي هم ژوبل شوي دي.
دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر  پخلى کړى دى چې دغه يو ځانمرگى بريد ؤ.
 دعيني شاهدانو وينا ده په کوم ځايې کې چې چاؤدنه شوې ددغه ځايې څخه په ژوبل  حالت کې څلور بهرنيان هم راوستل شوي دي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وائي دپيښې په شاه دهغوي دجنگيالو لاس دى او ادعا يې کړې ده چې هغوي   ديوه شخصي امنيتي  عمله په نخښه کړې ده.
هغه وويل  دکابل په سُپر مارکيټ دبليک واټر مشر  او يو شمير نورو کارکوونکو سودا کوله چې په دغه مهال زمونږ دجنگيالو څخه يو هغه په نخښه کړو.
هغه دا هم وويل چې په سُپر مارکيټ دبريد څخه وړاندې بريد کوونکي لمړى ډزې کړي او بيا يې ځان الوځولى چې پکې  دشخصي امنيتي عملې دکارکونکو په شمول گڼ شمير کسان وژل شوي دي.

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته