(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان د درويشتم تلين په ياد

[20.Jan.2011 - 22:15]

خان زمان کاکړ

د باچاخان آواز

(د فخرِ افغان د درويشتم تلين په ياد)

زر به کړو لنډ له خپل وطن نه د بلا لاسونه
که مو په کار باندې عادت کړل د دُعا لاسونه

داسې څوک غواړم چي رڼا يې له وجوده څاڅي
زه قلمکار لاسونه غواړم او دانا لاسونو

د تقريرونو سړی نه يم، د عمل سړی يم
زه په خبرو کي ناتوان خو توانا لاسونه

داسې وطن درجوړم چي بې طبقاتو به وي
چي په کوڅو کي به جارو وهي پارسا لاسونه

دلته که پوره وي که سپوره په شريکه به وي
يوې کاسې ته به اوږدېږي د هر چا لاسونه

ځئ چي په هر کلي کي جوړو کړو مکتبونه د قام
ځئ د ډيوو په بلولو کړو لګيا لاسونه

چي په اوبو د ميني ومينځو د منځ دښمنۍ
چي پر زخمونو باندې کښېږدو مسيحا لاسونه

دا وران وطن رانه خواري غواړي، کارونه غواړي
دا رانه پراخې سينې غواړي او صفا لاسونه

پر درست وطن باندي مو کرښې دي دښمن ايستلي
پر درست بدن مو دي چاپېره د دنيا لاسونه

چي تشدد کړي، چي بارود او هېروين خوروي
په اور پسې شه د يزيد او د ضيا لاسونه

ځئ په جرګو کي سره يو کړو د وحدت لاسونه
ځئ په اتڼ کي سره ورکړو په خندا لاسونه

څوک ګرځولی شي د هوډ او ارادې لښکرې
څوک ماتولی شي د مينې او وفا لاسونه

دا يو بچی مي هره ورځ وريادوي و قام ته
دي ملايکو يې جوړ کړي له رڼا لاسونه

[email protected]

- خان زمان کاکړ
بېرته شاته