(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګلونو ښار پیښور کی بمي چاؤدنه

[19.Jan.2011 - 21:19]
ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی
کله می پیرزو شی په بمونو پیښوره
 
موږ ته خپل نصيب په وينو سور را رسيدلي دي
كله   مي   پيرزو    شي    پر   بمونو   پیښوره
 
ستا د ښكلو غوښي چي  ګل  پاڼي  پاڼي   الوزي
زه ئي تماشا په  چپه  خوله  كوم  بي   وس ه يم
 
ستا د  ښكلو  ويني   چي   د  ګلو   بارانونه   دي
زه  چي  ئي  په  اوښكو  جنازه  اخلم  بي وسه يم
 
دا  د   تاريخ    جبر  دي  او   جبر   نازولي  دي
كله   مي   پيرزو   شي    پر   بمونو    پیښوره

۱۹ جنوری ۲۰۱۰:د پښتونخوا د ګلونو ښار پيښور په صدر  نوتيا سيمه کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله  د ښونځی یو شاګرد شهید  او د11ؤ شاګردانو (طالب علمانو) په شمول 15 کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو يو مشر محمد اعجاز ميډيا سره په خبرو کې وويل  دشورو(چارشنبی) په سحر دپيښور په نوتيا سيمه کې ديو شخصي سکول مخې ته په خرگاډي کې نصب بم دريموټ کنټرول په ذريعه والوځول شو. هغه وويل په دغه چاؤدنه کې د11ؤ طالب علمانو په شمول 15 کسان ژوبل شوي دي. دچاؤدنې له امله دشخصي سکول دودانۍ شيشې ماتې شوې او خواؤشا ولاړو گاډو ته سخت زيان ورسيدو.
دچاؤدنې څخه وروستو پوليس، ايمبولينسونه ، اور وژونکي گاډي او امدادي ډلې ورسيدو او ژوبل کسان  دپيښور ليډي ريډنگ  هسپتال  ته ورسول شول.
دپوليسو دبمونو ناکاره کونکې ډلې مشر کم خان ميډيا ته وويل په دغه چاؤدنه کې دپنځوؤ څخه تر شپږو کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
دپښتونخوا ايالت مشر وزير بشير بلور ډيوه ريډيو سره دخبروپه مهال دغه پيښه دترهه گرو يو بزدلانه کارروائي گرځولې ده او وئيلي يې دي ترهه گر نۀ غواړي چې دپښتنو بچي په ځانگړي ډول لوڼه دتعليم په کالو سينگار شي. ښاغلي بلور وويل اوس ترهه گر خپلې تگلارې بدلوي او هغوي سکولونه او جوماتونه په نخښه کوي،صوبائي حکومت هم دترهه گرو په وړاندې خپلې فارمولې بدلوي او هغوي به پرې نۀ ږدي چې دپښتونخوا داولس ژوند نور هم په عذاب کړي.
بشيربلوروويل هرکله چې دغه ورانکاري دسکولونو ماشومان په بمونو الوځوي نو ورسره به خبرې څنگه وشي؟
دنوموړي وينا وه اوس په صوبه کې تر زياته حده امن قائم دى او ترهه گر په دغسې بزدلانه کارروائيو حکومت نۀ شي ويرولى.
بايد وويل شي په تيرو څو مياشتو کې دخيبرپښتونخوا دننه او په پيوست قبائيلي سيمو کې طالب جنگيالو خپل ټول پام دسکولونو الوځولو ته گرځولى او په تيرو ورځو کې په پيښور کې په دغسې يو بمي بريد کې دسکول يوگاډى په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې دوه استاذانې وژل شوې وې.
طالب دجينکو دتعليم سخت مخالف دي اوعموماً چې دورانکارۍ په کومه پيښه کې دجينکو سکولونه په بمونو الوځول کيږي نو طالبان يې مسؤليت په غاړه اخلي

بلخوا په بره پښتونخوا ( افغانستان)کې چارواکي وائي دشورو په ورځ په ختيز افغانستان کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنې له امله دښځواو ماشومانو په شمول 13 کسان شهیدان شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت لخوا جاري شوي يو بيان له مخې ددريوؤ پائيو يو گاډى  دسړک دغاړې بم سره ټکر شوى چې له امله يې دښځو، ماشومانو اومشرانو سړو په شمول 13 کسان شهیدان شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې ددغه چاؤدنې ذمه واري دهيواد په دښمنانو اچول شوې ده. دغه چاؤدنه دپکتيا ولايت په خوشمنداولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
په افغانستان کې دتيرو څلورو ورځو په مهال ترسره شوؤ دريوؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې 28 کسان شهیدان  شوي دي.
دغه وروستۍ پيښه درې ورځې وروستو له هغې رامينځته شوې  چې په شمالي افغانستان کې  دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې  دجنجيانو يو گاډى دبم سره دټکر کيدو له امله شپږ ښځې، دوه سړي او يو ماشوم وژل شوي وؤ.
په يوه بله پيښه کې دنهې په ورځ په شمالي افغانستان کې په تندلارو هاغه مهال يوه بمي چاؤدنه ترسره شوې وه چې هغوي دبم جوړولو هڅه کوله.
  همدغه شان دشوروپه ورځ په جنوبي زابل ولايت کې ددوؤ ډلو ترمينځ شوې نښته کې 13 تندلاري وژل شوي دي.
افغاني چارواکي وائي تير کال دطالبانو په بريدونو او دتندلارو په ضد ترسره شوؤ پوځي عملياتو کې 2,043 اولسي وگړي وژل شوي دي.

Source:Deewa

 

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته