(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سلام فرهنګي ټولني د خواشينۍ پيغام

[30.Apr.2006 - 20:09] د هيواد يو بل وتلې ليکوال او د پښتو ژبي خوږ ژبئ شاعر داکتر کبير ستورۍ له دې پاتي دنياګۍ نه د تل لپاره مخ واړاوه. انا الله انا اليه راجعون د ارواښاد داکتر کبير ستوري ناڅاپي مړيني ډير غمجن کړي يو زموږ لا د مرحوم قمر زمان طائزي په غم ژړا نه وه پای شوې، چي دا بل نوئ غم را پيښ شو . له توره بخته په يوه اونۍ کي دوې داسي ستري تشي د افغان اولس او پښتون قام مخ ته راغلې ، چي د ډکيدو نه دي . سلام فرهنګي ټولنه د اروښاد داکتر کبير ستوري او مرحوم طائزي د کورنيو سره په دې غم کي ځان شريک ګڼي . د لوی څښتن څخه وفات شويو ته د فردوس جنت غوښتنه کوو او کورنيو ته يې د دزړه صبر غواړو. امين يا رب العالمين د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باوري -
بېرته شاته