(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا د سیلاب ځپلو سره د مرستو بهیر

[16.Jan.2011 - 21:38]

درنو او قدرمنو هیوادوالو!

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندله خوا د لری او بری  پښتونخوا د سیلاب ځپلو لو لپاره راټولی شوی مرستی پړاو په پړاو په مدین ، چیل ،بشي ګرام ،شبقدر ، بریکوټ ،ګورتئ ، چارسدی ،نوښار، فنکارانو کلی  او نوښارکی  دافغانانوکیمپ کی سیلاب ځپلو مستحقو کورنیو سره مرستي شوی دی. پدی تړاو د خزانی کیمپ  د افغانانو  د  ښونځې هلکانو او نجونو سره دبکسو او درسی موادو مرسته شوی چی ویډیو او انځورونه ئی مونږ ته رارسیدلې دی.

 د ویډیو  د لیدلو لپاره  دلته ټک ورکړي

د انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړی 

http://picasaweb.google.com/pashtoonkhwa/KhazanaSchool

ستاسو د ټولو کور ودان د سیلاب ځپلو کورنیو په استازیتوب له

تاسی څخه مننه کوو

په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته