(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاني پت دریمه لویه او پرېکنده جګړه - څېړنغونډه

[08.Jan.2011 - 22:55] دپاني پت دریمه لویه او پرېکنده جګړه د (۱۷۶۱) میلادي کال دجنوري څوارلسمه پوره دونیم سوه کاله وړاندي دافغانستان بنسټ ایښودونکي لوی احمدشاه بابا دهند دمظلومو وګړودمرستي لپاره دهغوی په غوښتنه دپاني پت په ډګرکې مرهټه ځواک ته ماتې ورکړه ددې ورځي دیادونې اولمانځنې لپاره دانګلستان په لندن ښارکې د۲۰۱۱میلادي کال دجنوري پر(۱۵) پنځلسمه چې دشنبې ورځ کېږي دیوې علمي غونډي تابیا شوې ده . داچې دافغانستان پر يوې ارزښتناکي تاریخي موضوع علمي او څېړنيز بحث کېږي او دیوې درنې ورځي لمانځنه ده نو ستاسو څخه په درنښت هیله کېږي چې له موږ سره په دې غونډه کېګډون وکړئ .البته هغه لیکوال و دټولنو استازي چې دځینو ستونزواو له کبله له موږ سره ګډون نه شي کولای هغوی کولای شي چې خپل پیغامونه دغونډي له برخه والو سره شریک کړي او په خپلو پیغامونو غونډه لانوره درنه کړي . ستاسو پیغامونه له موږ سره دګډون کولو په معنا دي . دغونډي لپاره لاندینۍ موضوع ګاني په پام کې نیول شوې دي! •۱ـ پرهندوستان باندي دافغان برید لامل . زرمل وال صاحب •۲- دافغان پوځ نظم او ډسپلین دوه نیم سوه کاله پخوا.صفیه حلیم •۳- په اتلسمه میلادي پیړۍ کې دهند د لويې وچې سیاسي حالت .سنګروال •۴- دپاني پت ډګرپه اوسني وخت کې او په ډیلي کې دهغه وخت نښي نښانې .یما باریز ۵- دلوی احمدشاه بابا سوله يزي هڅي اود جګړې دمخنیوي کوښښ . حبیب الله غمخور ۶- دهند دشتمنیوسره داحمدشاه بابا چلند ؟ ډاکترنثارصمد ۷- احمدشاه ابدالي او دپاني پت جګړه دیوه سیک او یوه مرهټي تاریخ پوه په ویډیو يي او غږیزومقالو کې . هندي تاریخ پوهان. ۸ – ایا رښتیا پر هند داحمدشاه بابا برید انګریزانو ته لار هواره کړه ؟ استاد سیستاني ۹- پر هند داحمدشاه بابا برید له حقوقي اړخه جايز وو؟ استاد روستار ترکی ۱۰ – پرهند دبرید پر مهال دافغانستان کورنی سیاست .ډاکتر طارق رشاد ۱۱- داستاد او تاریخ پوه حسن کاکړیوه مقاله . ۱۲- دپاني پت دپرېکنده جګړې اثر پرمعاصر افغانستان . غفورلیوال په پام کي ده چي دغه پیغامونه په راتلونکي کې دهغو مقالو دټولګي برخه شي چې په کتابي بڼه چاپېږي له دې امله هېله کوو چي لنډ پيغامونه راوليږﺉ . دغونډي په پای کې دیوې مشاعرې تابیا هم شوې ده چې دشعرونو لویه برخه به له موضوع سره تړاو لري . ستاسو راتګ ته سترګي په لاردغونډې تنظیموونکې ډله (خبریال ویبپاڼه) www.khabaryal.com ورځ : شنبه ۲۰۱۱میلادي کال دجنوري ۱۵ ځای :۳۲- ۳۴ کابل سیټي رسټورانټ سټېشن روډ اجوېر لندن HA8 7AB:Postcod وخت : ۳ بجې ماذدیګر دلانورو معلوماتو لپاره په لندن کې دمیرویس افغان سره اړیکي ونیسئ . 0044-783-7673719 [email protected] (زرمل وال)- ميرويس افغان
بېرته شاته