(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان حکومت سیاسې کړکیچ سره مخ دی

[02.Jan.2011 - 19:21] ډیوه:په پاکستان کې د حکومت تر ټولو لوې ایتلافي گوند متحده قامي مومنټ حکومت نه د جدا کیدو او په پارلیمان کې د اختلاف په چوکو د کښیناستو اعلان کړی دی. ایم کیو ایم د وړاندې نه د وفاقي کابینې نه خپل دواړه وزیران ویستلې دي او ویل کیږي حکومتي ائیتلاف نه د ایم کیو ایم د وتلو ورستو د وزیراعظم یوسف رضا گیلاني واکمن پاکستان پیپلزپارټۍ په پارلیمان کې اکثریت د لاسه ورکړی دی. خو ښاغلې گیلاني وئیلې حکومت ته يي کوم خطر نشته. ایم کیو ایم وئیلې په قامي اسمبلۍ او سینیټ کې به د گوند غړې د حکومت مخالف گوندونو په چوکو کښیني. وزیراعظم گیلاني په قامي اسمبلۍ کې د ایم کیو ایم په شمول د ١٨١ غړو په ملاتړ خپل حکومت جوړ کړی ؤ. خو رپورټونه وائي د ایم کیو ایم د فیصلې ورستو حکومت ١٧٢ ؤ د اکثریت لږ ترلږه شمیره هم د لاسه ورکړې ده. د ٣۴٢ ؤ چوکو په قامي اسمبلۍ کې ایم کیو ایم ٢٥ چوکۍ لري. خو څیړونکې وائې په سملاسي توگه نه ده معلومه چې د ایم کیو ایم د فیصلې په ترڅ کې به حکومت د غورځیدو سره مخ شي او که نه. ایم کیو ایم د حکومت لخوا د تیلو په بیعو کې د اضافې او د ټیکسونو زیاتولو مخالفت کړی ؤ. بلخواد ډیوه راډیو د امن عالي شورا غړې به د نهې(سه شنبی) په ورځ پاکستان ته رسیږي او رپورټونه وائي افغان استازي به د پاکستاني حکومت مشرانو سره خبرې اترې کوي. پاکستاني مطبوعات وائي د ٧٠ کسیزې افغان امن شورا ١٥ غړې به د پاکستان دوره کوي او هدف يي طالبانو سره د خبرو وړاندې پاکستان سره صلاح کول دي. طالبانو سره د خبرو اترو او افغانستان کې د امن د پاره عالي کمیشن د صدر حامد کرزي په حکم د اکتوبر په میاشت کې جوړ کړی شوی دی. څیړونکې وائي د جوړیدو نه واخلې تردا وخت پورې کمیشن څه خاص گټې نه دې ترلاسه کړې. د طالبانو مشر ملا محمد عمر په شمول یو شمیر طالب مشرانو په حقله ویل کېږي چې پاکستان کې میشته دي خو پاکستان داسې قسم رپورټونه ردوي. بل اړخته نیټو وئیلې د افغانستان په غربي فراح ولایت کې يي یو مهم طالب مشر نیولی دی. د نیټو د یو بیان ترمخه، طالب مشر د لټونې په کاروائې کې نیول شوی دی چې په سیمه کې په افغان او نیټو ځواکونو باندې حملو کې يي لاس لرلو. د نیول شوې طالب مشر نوم نه دی څرگند کړی شوی. دغه راز په بره پښتونخوا (افغانستان) کې دسياسي ثبات او سلامتۍ وضعيت ښۀ کولو بين المللي هڅو کې په کال 2010م کې ډرامائي پرمختگ ونۀ شو. دامريکا په مشرۍ په هيواد کې گمارلو يو لک پنځوسو زرو دنيټوپوځونو دطالب جنگيالو مرکز گڼل کيدونکو جنوبي افغان ولايتونو هلمند او قندهار کې اهم عمليات ترسره کړل او پکې يې دپرمختگ دعوې هم وکړې. دامريکا صدر براکاوباما په 16م دسمبر دافغانستان لپاره دخپلې جنگي تگلارې دجائزې وړاندې کولو په مهال وئيلي ؤ دغه تگلاره موثره ثابتيږي خو هغه اعتراف کړى ؤ چې پوځي کاميابۍ نازکې دي او طالب جنگيال يې اړخ بدلولى شي. امريکائي صدر جولا ئي 2011م دسلامتۍ ذمه وارۍ افغانانو ته منتقل کولو او دځينو امريکائي پوځيانووطنته دواپسۍ دعمل شروع کولو دريځ تکرارولو په ترڅ کې ددې ارادې څرگندونه کړې وه چې کال 2014م پورې به دامنيت ذمه وارۍ افغان حکومت ته وسپارل شي. خو ناقدين ددغه وخت پورې دذمه وارو پخپلو لاسونو کې داخستو په هکله دافغان پوځ په توانونو دتحفظاتو ښکار دي ،ملگري ملتونه او غيرملکي امدادي تنظيمونه په کال 2010م کې دامريکا او نيټو لخوا دپوځي کاميابو دادعاوؤ سره متفق نۀ دي. دمارچ څخه اکتوبر په مهال دوضعيت وړاندې کوونکو ملگرو ملتونو دخفيه نقشو له مخې په هيواد کې دسلامتۍ وضعيت درجه په درجه بد شوى دى. په ميډيا کې دخپرو شوؤ دغو نقشو دتفصيلاتو ترمخه دطالبانو دهلو ځلو له امله دشمالي او لويديزوولايتونو شپاړسو اولسواليو کې دسلامتۍ په هکله خطرو کې ډيره اضافه شوې ده. په کال 2010م کې دجگړې په اړه دترلاسه شميرې څخه هم په افغانستان کې دسلامتۍ په اړه دمقامي او بين المللي امدادي تنظيمونو انديښنو ته وده ترلاسه کيږي. ملگرو ملتونو دکال په اخره کې پخپل رپورټ کې وئيلي ؤ دتير کال په پرتله جگړه کې دوژل شوؤ يا ژوبل شوؤ اولسي وگړو په شميره کې شل فيصده اضافه وشوه چې پکې تقريباً پينځه زره دطالب جنگيالو دبريدونو ښکار شول. ددې ترڅنگ اووۀ نيم سوؤ نه زيات وگړي دياغيانو په ضد دافغان او ائتلا في ځواکونو دکارروائيو په مهال ژوبل شوي يا وژل شوي دي. په افغانستان کې دنيټو دوژنو داعداوشمار جمع کوونکې انټر نيټ يوې ويب پاڼې ترمخه لږ ترلږه 709 غيرملکي پوځيان سږ کال وژل شوي چې نهه کاله وړاندې شروع شوي دغه جنگ کې دغيرملکي پوځيانو تر دې مهاله شوى تر ټولو زيات ځاني زيان دى. په دغو وژل شوؤ عسکرو کې 498 امريکائي،103برطانوي، او 108 پوځيانو تعلق دنيټو په ائتلاف کې شاملونوروهيوادونو سره دى. دجنگ ختمولو لپاره دطالب ياغيانو سره دامن خبرو اترو شروع کولو په هکله دافغان صدر حامد کرزي هڅې دبين المللي پام مرکز ؤ. ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره افغان صدر دپروفيسر برهان الدين رباني په مشرۍ کې يو اعلي کميشن جوړ کړى ؤ اؤ افغان صدر دطالبانو او کميشن داستازو ترمينځ دابتدائي نوعيت د خفيه رابطو هم انکشاف وکړو. دطالبانو لوړپوړومشرانو دمذاکراتو سرکاري دعوې رد کړي دي. ډیوه- صداقت جان
بېرته شاته