(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ کی ۴۸ کسان شهیدان

[25.Dec.2010 - 21:30] 26December 2010, Bajawar په باجوړ کې شوې ځانمرگي بریدکې د شهیدانو شمیره ته ۴۸رسیدلې ده، پاکستاني طالبانو د حملې پړه په غاړه اخستې او امریکې او افغانستان ولسمشرانود پیښې غندنه کړې ده. د امریکې صدر باراک اوبامه وئیلې باجوړ کې د خوراک د ویش په ځائې حمله د ټول انستانیت سپکاوی دی. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلاني، د افغانستان صدر حامد کرزۍ او د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون هم د باجوړ د پیښې غندنه کړې ده. بل خوا، د پاکستاني طالبانو یو ترجمان په باجوړ کې د ځانمرگې حملې پړه په غاړه اخستې. چارواکې وائې باجوړ په حمله کې ۴۸ کسان شهیدان او د ١٠٠ ؤ نه زیات نور کسان زخمیان شوې دي. رپورټونه وائې حمله وژل شوؤ د زیاترو خلکو تعلق د سالارزو قبیلې سره چا چې په تیر وخت کې د طالبانو خلاف نه یواځې د حکومت د کاروائې ملاتړ کړی بلکه د طالبانو خلاف يي لښکر هم جوړ کړی ؤ. د باجوړ په مرکزي ښار خار کې د خالي په ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريدپه حقله رپورټونه وائې دا په برقعه کې پټې یوې زنانه ترسره کړی دی.د عینی شاهد په زخمی حالت کی خیبر نیوز ته وویل چی دری کسان چی بوقری ئی اچولی وی او د زنانه ؤ جامی ئی اغوستي وی لومړی په دغه بی ګناه پښتنو د ګرنټ بمونو برید وکړ او بیا ئی ځان پسی چاودیدونکی مواد والوځول خو دا مالومه نه ده چی دا ښځی وی او که سړی د ښخو په جامو کی راغلی ؤ 25December 2010, Bajawar د باجوړ ايجنسۍ کې چارواکي وائي انتظامي مرکز خار کې د خالي په ورځ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 41 کسان شهیدان شوي او د70ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي. پوليټيکل تحصيلدار وصال احمد ددغه ځانمرگي بريد په هکله وويل ځانمرگي دهاغو سلگونو خلکوپه مينځ کې پخپل ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې دترهگرۍ په ضد جگړې له امله بې کوره شوي او دراشن کارډونو ترلاسه کولو لپاره دخوراک يومرکز څخه بهر راټول شوي وؤ. هغه وويل په پيښه د41ؤ کسانو دوژل کيدواو 70ؤ دژوبل کيدو پخلى وکړو. امنيتي ځواکونو دبريد څخه وروستو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته اودشکمنو کسانو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي دي. ژوبل کسان دعلاج لپاره دخار روغتون ته رسول شوي او دغلته هم دزياترو زخميانو حالت مرگونى ښودل شوى دى. دخوراک دنړيوالې ادارې ډبليو ايف پي په مرستې دغه راشن کارډونه په هاغو کورنيو ويشل کيدل چې اوس اوس خپلو کورونو ته ستنې شوې وې. دډبليوايف پي وياند امجد جمال وائس اف امريکا ته وويل دراشن کارډ ترلاسه کولو وروستو په دغو خلکو خوراک ويشل کيږي. هغه وويل کله چې دغه چاؤدنه وشوه نو هلته د200ؤ څخه تر 300ؤ پورې خلک موجود وؤ. امجد جمال وويل دغه چاؤدنه دخوراک دويشلو دمرکزڅخه بهر ترسره شوې ځکه دډبليو ايف پي چارواکي او مقامي مرستندويان محفوظ پاتې شوي دي. په خار کې دخوراک دنړيوالې ادارې دغه مرکز تړل شوى خو ترجمان وويل دهيواد په نورو برخو کې به جوړو مرکزونو څخه دخوراک ويش روان وي. دسيمې څخه سرچينوډيوه ريډيو ته په دغه هکله وئيلي دي دغه ځانمرگي بريد يوې ښځې ترسره کړى چې برقعه يې پسر وه. سرچينې وائي بريدکوونکې لمړى په خلکو لاسي بمونه وغورځول اووروستو يې په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد وچول بل لوري ته سرچينې وائي دپاکستاني طالبانو دغورځنگ سره تعلق لرونکو څلورو تندروه کمانډرانو او نورو 9ؤ تندلارو وسلې غورځولې او د ترهه گريزو هلو ځلو څخه يې لاس اخستى دى. دغه 13 ؤ تندلارو تيره ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دباجوړ په چارمنگ سيمه کې ځانونه امنيتي ځواکونو ته په يوه قبائيلي جرگه کې سپارلي دي .دکال 2008م داگست په مياشت کې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو ضد عمليات پيل شوي وؤ چې پکې امنيتي ځواکونو دکاميابۍ ادعاوې کړې وې او انتظامي چارواکي وائي تر دې مهاله په باجوړ کې خواؤشا 1,500ؤ شکمنو تندلارو ځانونه قانون ته سپارلي دي. دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې يوه ورځ وړاندې په مومند ايجنسۍ کې خواؤشا 150ؤ وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په 5ؤ پوستو په بايزۍ تحصيل کې بريدونه کړي وؤ چې پکې 11 عسکر وژل شوي اؤ امنيتي په ځوابي عملياتو د24ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې وه. دغه راز د بلوچستان سرښار کوئټې په جنوبي سيمه قمبراني روډ دجمعې په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې يو پوليس عسکر وژل شوى او 5 ژوبل شوي دي. دسرچينوله مخې دپوليسو دوؤ گاډو گزمه کوله چې په دغه مهال دسړک په غاړه ولاړ يو سائيکل پسې تړلى ريموټ کنټرول بم والوتو چې له امله يې يو گاډي ته سخت زيان ورسيدو. ژوبل کسان دعلاج لپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي. په سملاسي توگه ددغه بمي چاؤدنې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې تیره ورځ په مومندايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري شوی ده چې پکې ددريوؤ تندلارو کمانډرانو په شمول لږ ترلږه 40 جنگيالي وژل شوي دي. پاکستاني پوځيانو دتندلارو په ضد يوه ورځ وروستو له هغې دغه عمليات ترسره کړي چې دجمعې په ورځ خواؤشا 150ؤ وسله والوجنگيالو په مهمند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو په 5ؤ پوستو بريدونه کړي وؤ او 11عسکر يې وژلي وؤ. دمومند ايجنسۍ لوړپوړي انتظامي مشر امجدعلي خان دخالي دورځې دعملياتو په هکله وئيلي دي دتيرې ورځې څخه پاکستاني پوځيان دگن شپ هيلي کاپټرو په ملاتړ دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد بريدونه ترسره کوي چې پکې تر دې مهاله 40 تندلاري وژل شوي دي. هغه وويل چې دتندلارو په ضد دغه عمليات په بايزۍ او لکړو سيموکې ترسره شوي دي. پوليټيکل ايجنټ وويل امنيتي ځواکونو دتحصيل صافي بايزۍ په مختلفو سيموکې دتندلارو دموجوديت په اطلاع دغه عمليات ترسره کړي دي. په سيمه کې دامنيتي ځواکونو دستې گزمې کوي او امنيتي ځواکونو په بيلا بيلو سيمو کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته