(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو افغان ته په هالنډ کي فوق العاده ډوکتورا ...

[25.Dec.2010 - 00:24] دهالنډ په هیواد کی د یوه پیاوړی او نامتو اکاډمیک افغانی ځوان شخصیت «بختور محمودی» له خوا د طبی علومو په برخه کې د فوق العاده ډوکتورا څخه برمیاله دفاع تر سره شوه
ښاغلی بختور محمودی(۱۹۸۳ ) کال د اپریل په (۱۴) نیټه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په ولسوالی کی زیږیدلی دی هغه (۱۸) کلن و چی د خپلی کورنی سره یوځای راګدوال شو او په خپل ځواکمن او خارق العاده لوړ استعداد سره یی وګولای شول چی په لنډه موده کی هالینډی او انګلیسی ژبی په علمی سطحه زده کړی او په (۲۷) کلنی کی یی پخپلو کارنده او رغنده هڅو سره ماسټری او د طب په ډګر کی دوکتورا ترلاسه کړه . چی موږ ټولو افغانان پری ویاړو او هغه ته د لازیاتو بریو او همیشنی روغتیا هیله کوو. انجنر عبدالقادر مسعود د (۲۰۱۰)میلادی کال د دسمبر په (۲۲) نیټه له غرمی وروسته په یوه نیمه بجو د هالینډ د خروننګین د ولایت په پوهنتون کی د خارق العاده او لوړ استعداد لرونکی علمی شخصیت ښاغلی بختور محمودی د علمی او لوړو تخصصی لاسته راوړنو په اړوند پرتمینه غونډه جوړه شوی وه . نوموړی غونډه د ټاکلی سناریو او پروګرام سره سم پیل شوه . د غونډی لومړی برخه دخروننګین د پوهنتون د (۱۱) تنو پروفیسرانو او (۲) تنو علمی شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه . د غونډی دویمه برخه د ماښامنی ډوډی او په زړه پوری هنری کنسرت ته ځانګړی شوی وه . د غونډی په لومړی پړاو کی د پوهنتون ریس د (۱۳)تنو علمی او تخصصی شخصیتونو سره یو ځای د غونډی تالار ته راننوتل او ورپسی ښاغلی داکتر بختور محمودی چی د دووتنو هالینډی استاذانو له خو یی ملتیا کیده دغونډی تالار ته راغلل . غونډه دیوه هالینډی پروفیسر په مشری پیل شوه او د ښاغلی داکتر بختور محمودی دخارق العاده کارونو او نویو کشفیاتو په اړوند چی د طبی علومو په تخصصی او علمی مجلو کی خپاره شوی دی دغونډی برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړل او له ښاغلی داکتر بختور محمودی څخه یی مننه وکړه او هغه ته یی د دغو سترو بریو له کبله مبارکی وویله .
ورپسی بیلابیلو پروفیسرانو په خپل وار سره له ښاغلی داکتر بختور څخه د طبی نویو کشفیاتو او دهغه علمی کتاب په هکله چی د ده له خوا لیکل شوی پوښتنی وکړی چی ښاغلی داکتر بختور په سړه سینه او پوره اکادمیک حاکمیت ټولو پوښتنو ته قانع کوونکی علمی ځوابونه وړاندی کړل چی دغونډی د برخه والو له خوا د پرله پسی چکچکو او خوښی په څرګندولو سره یی هرکلی وشو. په غونډه کی د لسو دقیقو په ځنډ سره مشخص علمی کمیسون د ښاغلی داکتر بختور نویو طبی کشفیاتو او دهغه په اړوند ځوابونه وارزول او د کمیسون ریس په علمی او مسلکی کلماتو سره د ښاغلی داکتر بختور علمی بریاوی وستایلی او د دکتورا ویاړلی دپلوم یی هغه ته د غونډی د برخه والو د تودو ولولو په څپوکی وسپاره .
دمحترم بختور نوي کشفیات دامریکایي اوانګلیسي په معتبرواو علمي مجلو کې )خپور شوي دي.Circulation, J Thromb Haemost, JAMAلکه ( د غونډی لومړی برخه د کمیسون د ریس د وینا په اورولو سره پای ته ورسیده . ورپسی دغونډی برخه وال د پوهنتون موظفو کارمندانو استاذانو له خوا دویم تالار ته د مازدیګرنی لپاره وبلل شول چی دهغه په ترڅ کی د غونډی برخه والواو د داکتر بختور مینه والو د ګلانو د ګیډیو او سوغاتونو په ډالی کولو سره هغه ته د مبارکی مراتب وړاندی کړل له هغه وروسته د غوڼدی زیاتره برخه وال د ترس لینګ هاوز په هوټل کی د ماښامنی ډوډی دخوړلو او په زره پوری کنسرت ته وبلل شول . د کنسرت په پیل کی دښاغلی بختور محمودی پلار ښاغلی ظفر محمودی د غونډی برخه والو ته ښه راغلاست او کور ودانی وویله او دخپل زوی د لوړ استعداد په هکله یی په زړه پوری معلومات وړاندی کړل له هغه وروسته دپیاوړی او نوښتګر شاعر ښاغلی الهام الدین قیام هغه شعر چی د ښاغلی بختور محمودی د علمی بریاوو د ستاینی په هکله یی رالیږلی و د تکړه او پیاوړی ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبري له خوا دکلمه او واورول شو چی د غونډی د برخه والو د تودو چکچکو او شاندارو ولولو په څرګندولو سره بدرګه شو. همدغه شعر دخوږ اوازه او پیاوړی هنرمند ښاغلی یارمحمد په ښکلی هنری کمپوز سره د موسیقی په څپوکی واوروه
همدا راز په غونډه کی په هالینډ کی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازی ښاغلی عنایت الله نبیل پیغام د نوموړی سفارت د سیاسی دفتر د آمر ښاغلی شفیع الله خاوری له خوا واورول شو.. په پیغام کی دښاغلی بختور محمودی سترو بریو له امله د مبارکی او خوښی مراتب وړاندی شول او خپل ګران هیواد افغانستان ته یی د هغه د لازیاتو خدمتونو د ترسره کولو هیله څرګنده کړه ورپسی ښاغلی یعقوب بهروز د هیواد د یوه تکړه او غښتلی ژورنالیست په توګه خپل د مبارکی او خوښی مراتب څرګند کړل او د افغانانو د ذاتی او فوق ا لعاده استعدادونو په اړوند یی لنډی خبری وکړی . زموږ د هیواد پیژندل شوی هنرمند ښاغلی استاد یارمحمد علیزی د خوښی مراتب وړاندی کړل او په خپلو خوږو سندرو او مستو اتڼیزو نغمویی د غونډی خوښی او پرتم لا زیات کړ. همدا راز پدغه غونډه کی یو شمیر هالینډیانو د په زړه پوری کوراس او خوږی ترانی په وړاندی کولو سره د ښاغلی بختور محمودی د علمی او تخصصی کارونو څخه ستاینه او خوښی څرګنده کړه چی د غونډی له خوا یی تود هرکلی وشو همدا راز یو تن هالینډی استاذ د ښاغلی بختور د ځانګړی استعداد او غوره اخلاقو په هکله ډیری په زره پوری او خوږی خبری وکړی چی دهغه په وړاندی ښاغلی بسم الله اکبري د هالینډی استاذانو دخواخوږی او مینی څخه مننه وکړه او د افغانستان د لرغونی تاریخ د ځینو سترو فرهنګی فلسفی او نابغه شخصیتونو په یادونی سره یی په ګران هیواد افغانستان کی د بشپړ سولی د تامین او د نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړیدو هیله وکړه . د غونډو لړی د هیواد پیاوړی عکاس او کمره مین ښاغلی انجنر سید محمدبشیر حسینی له خوا عکاسی شوی او دهغه په زره پوری فلم به په ډیر نیږدی وخت کی ټولو پوهنتونونو او نورو اکادمیکو موسساتو ته وړاندی شی . په درنښت او ادب : انجنر عبدالقادر مسعود- مسعود
بېرته شاته