(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسمشر اوباما په افغان جگړه د سره کتنه کوي

[16.Dec.2010 - 12:19] ۱۶/۱۲/۲۰۱۰:د ولسمشر اوباما انتظاميې لخوا دافغانستان په هکله د امريکايي تگلارې په اړه نن دزيارت (پنجشنبی) په ورځ بيا دسره کتنه او جاج اخستل کيږي او دسپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټر وائي دامریکی ولسمشراوباما دجنگي پلان دغه نظرثاني یا نوی تګلاره به کومه د حيرانۍ خبره نۀ وي. رابرټ گبز وائي يو کال دمخه صدر اوباما په افغانستان کې دياغيتوب چقولو لپاره دغه هيواد ته دنورو 30,000ؤ پوځيانو دليږدولو امر کړى ؤ او دکال 2011م دنيمائي څخه افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو بيرته خپل هيواد ته دستنولو عمل چټک کولو پلان لري. ائتلا في ځواکونه غواړي دکال 2014م تر اخره پورې افغاني ځواکونو ته دافغانستان د امنيت چارې وسپاري. هيله کيږي دزيارت په ورځ دافغان جگړې په هکله نظرثاني شوى راپور جاري کړل شي. رابرټ گبز وائي هيله کيږي په دغه نظر ثانۍ کې په افغانستان کې دطالبانو او القاعده مشرانو په ضد دروانې جگړې پرمختيا او دپاکستان حکومت سره داړيکو دښه والي يادونه وشي. دسپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکتر زياتوي په دغه نظرثانۍ کې به دهاغو چيلنجونو يادونه هم کولى شي چې دافغان جگړې په لاره کې اوس هم خنډان دي ، چې پکې دافغانستان لخوا دپوځي توان، په پاکستان کې دتندلارو موجوديت اوهغوئ له لوري د افغانستان امنيت تر گواښ لاندې راوستل شامل دي. هغه وويل اوباما به دافغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دويستلود رفتار او پراختيا اعلان نۀ کوي بلکې ددغه هر څه تعين به په راتلونکو مياشتو کې کولى شي. افغانستان ته دنورو امريکائي پوځيانو ليږدولو باوجود په جگړه کې نوره چټکتيا هم راغلې ده، د470ؤ امريکائي عسکرو په شمول په کال 2010م کې دافغانستان دننه ټول 680 نړيوال عسکر وژل شوي وؤ چې ددې سره سږنى کال دافغانستان دجگړې تر ټولو خونړى کال گرځيدلى دى. په دغه موده کې په سلگونو افغان اولسي وگړي هم وژل شوي وؤ چې دهغوي څخه زياتره دطالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي. رابرټ گبز وويل صدر اوباما دنهې په ورځ دافغانستان د جنگي پلان په اړه دټاکل شوي کونسل د مشرانو سره د نظرثانۍ په مسوده د دوؤ ساعتو اوږدې خبرې کړي دي. گبز وويل صدراوباما دبدلونونو امر کړى خو دغه بدلونونه ستر نۀ دي. دغه نظرثاني په داسې حال کې کيږي چې اوباما انتظاميه دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکائي جمهوررئيس براک اوباما دځانگړي استازي رچرډ هولبروک دمرگ په ماتم کې اخته ده. داوباما انتظاميې چې کله دپاکستان او افغانستان په اړه خپله نوې تگلاره جوړوله نو رچرډ هولبروک په هغې کې يو مهم کردار درلودو. دامريکې دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن دنهې په ورځ په اسلام اباد کې منلې وه چې په پاکستان کې دتندلارو دپټيدو ځائيونه مهمه معامله ده. ډیوی راډیو :د صحافیانو (ژورنالستانو) د ساتنی (تحفظ) نړې والې ادارې کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس یا سې پې جی وئیلې پاکستان په ټوله نړۍ کې د صحافیانو د پاره مرگونی هیواد دی او په کال ٢٠١٠ کې نړۍ کې کې ۴٢ څلویښت صحافیان وژل شوې دي. د امریکې نیویارک ښار کې میشته غیر حکومتي ادارې کمیټې ټو پروټیکټ جرنلسټس وئیلې د پاکستان نه علاوه عراق، میکسیکو او هانډورس هم د صحافیانو د مرگونو په وجه د نړۍ د نورو نه زیات غیر محفوظ هیوادونه دي. د کال په اخره کې د صحافیانو د پاره حالاتو ته خپله کتنه کې سې پې جی وئیلې په گرده نړۍ کې په کال ٢٠١٠ کې ۴٢ صحافیان وژل شوې دي. د کال ٢٠١٠ وژنې د ٢٠٠٩ نه کمې وې. په ٢٠٠٩ کې په ټوله نړۍ کې ٧٢صحافیانو خپله وظیفه سر ته رسولو په لړ کې وژند د لاسه ورکړی ؤ. پاکستان کې په وژل شوؤ اته ؤ صحافیانو کې شپږؤ حصافیانو یا خو په ځانمرگي بریدونو او یا د جنگیالو او امنیتي ځواکونو په منځ د ډزو په تبادله کې ژوندونه د لاسه ورکړې دي. سې پې جې وائې د پاکستان سما ټیلې وژن کمیره مین ملک عارف په کوئټه کې په هسپتال کې په بمي برید کې او خبریال عظمت علې بنگش هنگو سره نزدې د کډوالو کیمپ کې په بمې چاؤدنه کې وژل شوې دي. افغانستان، تهالینډ او سومالیه کې هم سې پې جی وائې په ځانمرگي بریدونو او د ډزو په تبادله کې صحافیان وژل شوې دي. سې پې جې وائي پاکستان کې د اته ؤ صحافیانو وژل کیدل هیواد کې د بې امنۍ موجودیت په گوته کوي. د ادارې چارواکې جیول سائمن وئیلې د تیرو څو کلونو راهسې صحافیان د جنگیالو د لاسه وژل کیږي او یا د حکومتي ادارو د لاسه اغوا کیږي خو اوس هیواد کې د ځانمرگي بریدونو له امله د صحافیانو ژوند ته نوي خطرات رامځنته شوې دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته