(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ایران خارجه وزیر لرې کړی شوی

[13.Dec.2010 - 22:12] ۱۳/۱۲/۲۰۱۰ ډیوه: د ایران صدر محمود احمدي نژاد د هیواد خاجه وزیر منوچهر متقي د خپلې چوکۍ نه لرې کړی دی. د گل په ورځ یو لنډ بیان کې صدر محمود احمدي نژادمنو چهر متقي ته د هغه په خدماتو شکریه ادا کړې خو د هغه د لرې کولو په حقله يي کوم وضاحت نه دی وړاندې کړی. منوچهر متقي د تیرو پنځوؤ کلونو راهسې د ایران خارجه وزیر ؤ. د ایران د ایټمي پروگرام مشر علې اکبر صالحې د خارجه وزارت موقتي مشر ټاکلی شوی دی. د ایران سرکاري خبرې ادارې مهر وئیلې محمود احمدی نژاد منوچهر متقي ته خط کې د هغه شکریه ادا کړې ده. د منوچهر په ځائې ټاکل شوی موقتې خارجه وزیر علې اکبر صالحې د صدر محمود احمدي نژاد نزدې ملگری گڼلی کیږي. خبرې رپورټونه وائې د تیرې څه مودې راهسې د ایران د پارلیمان غړو غوښتنه وه چې که چرې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاؤنسل د ایران خلاف د ایټمي پروگرام په سر نورې پابندۍ اولگولې نو منوچهر متقي دې د خپلې چوکۍ نه لری کړی شي. د پارلیمان د غړو نظر ؤ چې منوچهر متقي نه خو دومره مظبوط او نه دومره خوله ور دی چې د ایټمي پروگرام په حقله د ایران دریز په بهتر ډول په نړې واله کچه وړاندی کړی شي. د ایران خلاف د نړې والو پابندو څلورمه کړۍ د جون په میاشت کې عملي کړی شوې ده. علي اکبر صالحي په داسې وخت کې موقتي خارجه وزیر ټاکلی شوی دی چې د ایران نړې والو قوتونو سره د خپل لانجمن ایټمي پروگرام په سر خبرې اترې بیا شورو کړې دي. نړې واله ټولنه غواړې چې ایران دې د یورینیم تیارولو عمل بند کړې ځکه چې هیواد ایټمي وسلې جوړول غواړي خو ایران وائي د ایټمي پروگرام هدف يي توانائي پیدا کول دي. د ډیوه د خبر له مخی د پاکستان صدر اصف علي زرداري ، دهغه افغان سيال حامد کرزي ،دترکمانستان صدر محمدوف او دهند دتيلو وزير دخالي په ورځ په اشک اباد کې داربونو ډالرو دگاز پائپ دغزولو په تړون لاسليکونه کړي دي. دپاکستان سرکاري خبري شبکه وائي صدر اصف علي زرداري او دترکمانستان صدر دجمعې په ورځ ديوې ليدنې څخه وروستو وئيلي ؤ چې دغه منصوبه چې دټيپي نوم هم ورته اخستل کيږي په سرته رسيدو به يې دټولې سيمې اولس ته گټې ورسيږي، ځکه چې ددغه امله به دانرژۍ اړتياوې ترسره کيږي او په سيمه کې به دټولنيزې او اقتصادي پرمختيا دور پيل شي. دترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمينځ دټيپي دغه وړانديز کړل شوې پروژه يا منصوبه دبيلا بيلو تکنيکي او سياسي وجوهاتو له امله دتيرو خواؤشا شلو کالو راهسې دځنډ ښکار شوې ده. سږ کال دستمبر په مياشت کې دڅلوروواړو هيوادونووزيرانو په اشک اباد کې ددغه منصوبې دچوکاټ دننه دفعاليتونو کولو په تړون لاسليکونه کړي وؤ. په پاکستان کې داسې شکونه هم ښودل کيږي چې په کابل کې دامنيت دخرابې وضعې اودبې ثباتۍ له امله په دغه منصوبه نزدې راتلونکي کې عمل کول گران کار دى. دپاکستان دبهرنيو چارو دفتر اوس اوس په يو بيان کې هيله ښکاره کړې وه چې په گاونډي هيواد افغانستان کې به په راتلونکي کې وضعيت ښه او په دغه منصوبه عمل کولو ته لاره هواره شي. بايد وويل شي په نړۍ کې دقدرتي گيس دوسيلو څلورمه ستره ذخيره په ترکمانستان کې ده. په پاکستان کې څيړونکي په دې نظر دي چې چې دټيپي گيس پائپ لا ئن که يو خوا دانرژۍ دبحران ښکار دپاکستان داړتياوؤ پوره کولو دپاره مهم دى نو بل لوري ته به دا منصوبه دانرژۍ په څانگه کې دسيمه ييزې مرستې دپاره يوه راهداري هم جوړه شي او ددغه منصوبې له امله چې به افغانستان ته کومه پيسه په لاس ورځي ، هغه به ددغه هيواد په ترقۍ او ثبات کې پکار راشي. خو دغه څيړونکي دا هم وائي چې ددغه منصوبې څخه دگټې اخستو دپاره ضروري ده چې دامريکا په گډون لويديز هيوادونه منصوبې ته دعملي جامې اغوستو دپاره هاغه پنگې ولگوي کومې چې پکار دي. دټيپي په اساس به 1640 کلو ميټره اوږد دگيس نل يا پائپ غزول کيږي چې هغه به دافغانستان په لاره دپاکستان څخه تيريږي او هند ته به رسول کيږي. ددغه منصوبې له لارې به هر کال درې ديرش ارب کيوبک ميټر گيس ترلاسه کولى شي- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته