(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بی ګناه پښتنو د وینو سیلاب، نن په کوهاټ کی ځانمرګی برید

[08.Dec.2010 - 11:14] 2010-12-08 نن غرمه مهال د پښتونخوا په کوهاټ کې د تیراه بازار په نامه د موټرو په اډه کی يوه ځانمرګي بريد کونکی تیراه ته تلونکی د مسافرو په ګاړی کی خپل ځان پوری چاودیدونکی توکی والوزل چې له امله ئی ۱۸ بی ګناه پښتانه شهیدان او ۲۶ ټپیان شول ، دوه ورځي دمخه د مومندو په غلنئ کی دوه ځانمرګی برید کونکو ځانونه الوځولي ؤ چی له پنځوسو زیات بی ګناه پښتانه پکی شهیدان او ګڼ شمیر ټپیان شوی ؤ. د پښتنو په سیمو د ځانمرګي بریدونو لړئ روانه ده، د لر اوبر د خبر له مخی د ۲۱۵ قول اردو ویاند وایی : د هلمند ولایت په ګرشک په ولسوالی کی افغان ملی اردو ځواکونو پرون د سه شنبی په مازدیګر دوه تنه ځانمرګی برید کونکی مخکی د برید څخه پیژندلی او تر تعقیب لاندی وه ، یو، ځانمرګي چی په سراچه موتر کی وه ، د شورآب حوض خوشک په سیمه کی خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر وچاوداوه او دویم بریدکونکي د ګرشک ولسوالی په بازار کی د ملی اردو ځواکونو له خوا په داسی حالی ونیول شوو چی د چاودیدونکو توکوډک واسکت یی اغوستی وه . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته