(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومندو کې ځانمرگي بریدونه، ٥٠ کسان شهیدان

[06.Dec.2010 - 18:12] ډیوه، ۶ ډسمبر ۲۰۱۰ : د مومندو قبائیلي سیمه کې ځانمرگي حمله کونکو د حکومتي چارواکې په دفتربرید کړی، په نتیجه کې يي د رپورټونو ترمخه تر ٥٠ ؤ پورې بی ګناه پښتانه شهیدان شوې او تر ١٠٠ؤ پورې نور بی ګناه پښتانه ټپیان شوې دي. د مومندو مرکزي ښار غلنۍ کې پولیټیکل ایجنټ امجد علي خان خبرې ادارو ته د پېیښې په ځائې کې ووئیل چی دؤو ځانمرگي برید کونکو چې د خاصه دارو جامې يي اغوستې وی د هغه دفتر په نخښه کړی چې یو پکې د هغه د نائب دفتر ددننه ځان وچاوه او دویم تن هاغه وخت ځان پورې تړلی بم خلاص کړو کله چې هغه اونیولی شو. په وژل شوؤ کسانو کې دوه د ټیلې وژن پښتانه صحافیان (ژورنالستان) پرویز خان او عبدالوهاب هم شامل دي. امجد علي خان وئیلي ځانمرگي حمله کونکو په جیکټونو کې د ټوپک گولۍ استعمال کړې دي نو هم ددې په وجه په پیښه کې د تلافاتو شمیره دومره زیاته ده. رپورټونو وائې د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک چې پکښې حکومتي چارواکې، حکومت پلوه قبائیلي مشران او د طالبانو خلاف لښکر غړي شامل ؤ په دغه وخت د پولییټیکل ایجنټ دفتر په انگړ کې موجود ؤ. ویره څرگندیږي چې په حمله کې د زخمیانو او مړو شمیره زیاتیدی هم شي. په اسلام آباد کې د امریکې سفارتخاني په مومندو کې د ترهگریز برید غندنه کړې ده او په پیښه کې د وژل شوؤ او زخمي شوؤ کسانو کورنیو سره يي د همدردۍ او د خوا ښوگۍ څرگندونه کړې ده. د سفارتخانې د طرفه جاري کړې شوې بیان کې ویل شوې امریکا به د پاکستان او د پاکستان وولس سره د تشدد نه ډک تندروۍ ختمولو په لړ کې سنگ په سنگ ولاړه وي. مومندو کې ځائې خبریالان وائې عمر خالد، چې ځان د مومندو ایجنسۍ د طالبانو امیرپه توگه معارفي کوي، په غلنۍ کې د پې ای په دفتر د حملې پړه په غاړه اخستې. نن په شمالي وزیرستان کې د بې پائلټه هوائې جهاز یا ډرون په حمله کې پنځه کسان وژل شوې دي. مطبوعاتي رپورټونه د استخباراتي چارواکو د خلې وائې حمله د شمالي وزیرستان په خیسور کلې کې شوې ده. ډرون په یو کور او یو گاډی لږتر لږه څلور مزائیلې داغلې دي. په نتیجه کې د پنځه جنگیالو د وژل کیدو رپورټونه راغلې دي. خیسور کلی د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میرن شاه نه قریباً ٣٥ کلومیټره په شرق کې پروت دی. سیمه کې ددې نه وړاندې هم ډرون بریدونه ترسره شوې دي. په قبائیلي سیمه د جنگیالو خلاف د ډرون حملې زیاتې شوې دې. مطبوعاتي رپورټونه وائې د ستمبر د میاشت نه را په دیخوا د ډرون بریدونو د ٢٥٠ نه زیات کسان وژلې دي. بلخوا تیره ورځ ګردیز کی د پوځي مرکز سره نزدې بازار کې بمي چاؤدنه شوې ده، په نتیجه کې دوه د نیټو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوې دي. چارواکې وائې د اتوار په ورځ په گردیز کې شوې چاؤدنه کې ١٨ نور کسان زخمیان شوې هم دي. په چاودنه کې وژل شوې د نیټو عسکرو د قامیت په حقله څه نه دي ویل شوې خو سیمه کې پرځائې زیاتره خارجې ځواکونه د امریکې سره تعلق لري. طالبانو د حملې پړه په غاړه اخستې ده. نیټو او افغان ځواکونو ویئلې په گردیز ولایت کې يي د طالبانو یو مهم مشر وژلی او بل يي نیولی دی. او په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو بل مشر د خالي په ورځ نیول شوی دی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته