(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هندپه جیلونوکي دافغان بندیانوکرږي به څوک واوري؟

[06.Dec.2010 - 11:07] benawa.com ګزارش : خالدهادي حیدري دتیرو دوه نیمو لسیزو راهسي د هندوستان په انسان خوړونکو زندانونو کي په لسګونه افغانان د ژوند تر ټولو ترخې شپې تیروي او ځينوئې په همدې زندانونو کي ژوندله لاسه ورکړی خو افغان دولت ئې په لوی لاس پر پوښتنه سترګي پټوي . موږته تازه رارسیدلي راپورونه ښئې چي د کرزي په دولت کي ددغو بندیانو کورنیواو خپلوانو نژدې یوه لسیزه د افغان دولت هره دروازه ټکولې خو هیڅ څوک پیدا نسو چي ددغه زندانیانو غم وخوري. دغه افغانان چي اکثره ئې د ۱۹۸۶ او۲۰۰۳ کلنو ترمنځ په جنائې جرمونو اوبیلابیلو تورونواو شکونو د راجستان ایالت د مرکز جئ پور ،جودپور ، بیکانیر زندانونوهمدا رنګه د اتراپردیش د نوي او زاړه ډيلي په سنټرل جیلونو ددې ترڅنګ دبمبئې ،سیرینګر او دشملې په مرکزي زندانونو کي اچول سوي دي چي دهندي دولت لخوا هر یوه ته د یو کال څخه تر اووه کلونو پوري سزاوي اورولي چي دوی تولو دغه ټاکلي مودې پوره کړي ان ددغو بې سرپرستو افغانانوڅخه ئې ځینو د خپلو سزاودپوره کیدو ۱۵ کاله اضافه په زندانونو کي تیر کړي دي او اوس په بیلابیلو ناروغیو مبتلا دي . دغه زندانیان د بغلان ، لوګر ، میدان وردګ ، پکتیا ، بامیان ، کندهار او هرات ولایتونو اوسیدونکي دي چي زموږدمعلوماتو له مخي په ډير بد او ځورونکي حالت کي یوازي ددې لپاره هره ورځ د زندان دروازې ته سترګي په لاره پاته وي چي د دوی پوښتني او ګروږني ته به دافغانستان دولت راځي . خو دالس کاله وسوه چي د ولسمشر کرزي دفتر ، دافغانستان پارلمان ، د بهرنیوچارو وزارت او په هندکي دافغانستان سفارت ټوله په دې خبر دی چي دغه افغانان په دې زندانو کي تر یولوی بشري جنایت لاندي شپی سبا کوي . خو هیڅ چا هم ددوی د خلاصون غوښتنه دهغه هندي دولت څخه وه نه کړه چي د دوستۍ نارې ئې د هر افغان چارواکي له خولې راوزي . دنړیوالو بشري قوانینو په ړنا کي ددولتونو ترمنځ د بندیانو راکړه ورکړه دبهرنیو چارودوزارتونو او سفارتونو په ساده غوښتنو ترسره کیدای سي په داسي حال کي چي دهند او پاکستان تر منځ اوږدې جګړیزي دښمنۍ په مخکي پرتې دی بیا هم یو دبله زندانیان تبادله کوي خو افغان دولت دهنددوستۍ دونه اغیزمن کړی دی چي دخپلو اتباعو غوښتنه هم ورته شرم ښکاري .په تیره بیا په هند کي د افغانستان د سفارت په نامه د هندي اجیرانو په مرکز کي خو داسي غوښتنه د کفر په معنا بلل کیږي . زموږ دمعلوماتو لمخي په دغو زندانیانو کي یوازي یولس کسه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسیدونکي هر یو میرویس دنسیم ګل زوی ،عبدالغفور د عبدالغني زوی ، ګلزمان ،عبدالحمید دمحمدرحیم زوی ، تازه خان ،خیرالدین دحاجي سلام زوی ، محمد ایوب د عبدالقادر زوی ، حمزه محمد دصالح محمد زوی ،سعید د محمدظاهر زوی او بازمحمد دمحمداعظم زوی دي چي دکشمیر د لیاري هندوستان ته په ۱۹۹۵ میلادي کال کي دمزدورئ لپاره اوښتل چي هندي چارواکو نیولي دي . په هند کي زموږ همکارانو د شملې په مرکزي زندان کي دهغه دروافغان بندېانو یونس ،کریم الله او محمد الله سره لیدلي چي ددوی په وینا دوه دکندهار بل د هرات ولایت اوسیدونکي دي او دولس کاله د خپله کوره رابیل سوي او په شمله کي دبند شپې تېروي . یونس زموږهمکار ته ویلي چي دکورنۍ هیڅ احوال نه لري او نه ئې هم کورنۍ دده په اړه معلومات لري نوموړی وائې چي ګومان کوي چي کورنۍ ئې مړشمیرلی یم ، دیونس په وینا چي دیوې لور پلار دي او نژدې دولس کاله وړاندي د قتل په یوه دسیسه کي زنداني سوی نوموړي زموږ همکارانو ته د محاکمې هغه لاسوند ښولی چي دبند سزا ئې اووه کاله مخکي پوره کړې ده خو لا هم دافغان چارواکو دبیغورۍ لکبله په زندان کي بند پاته دی . په ۲۰۰۳ میلادي کال کي په لومړي ځل یو افغان چي دامریکا د ټکساس په ایالت کي اوسيږي په هند کي دافغان بندیانو سره په هغو تورو زندانونو کي وکتل . او وروسته ئې ددوې دخلاصون لپاره په هند کي دافغانستان دسفارت سره اړیکي ټنګي کړې او دهغه وخت سفیر مسعود خلیلي دخپل ستمي تعصب لمخي دغه موضوع په لوی لاس همداسي نیمګړې پریښوده . کله چي نوموړي افغان یوځل بیا په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کي ددغه زندانیانو ځورونکی حالت ولید نو په کابل کي ئې دافغانستان د دولت ، ولسي جرګې او نورو اړوند اورګانونو ته عریضې وکړه . چي بیلاخیره د ۱۳۸۷ هـ کال دحمل دمیاشتي په ۱۹ مه نیټه ئې دولسمشر کرزي له دفتر څخه دبهرنیو چارو پر وزارت د ۱۶۷ نمبر مکتبوب په صادرولو دغه موضوع راپورته کړه . کله چي وزارت نوموړې موضوع په هند کي افغان سفارت ته د همدې کال (۱۳۸۷ ) دچنګاښ په ۲۲ مه د ۲۱۰۱ نمبر مکتوب له لاري ولیږل هغه وخت په هند کي مخدوم رهین سفیر و نوموړي نه یوازي چي د بهرنیو چارو وزارت او کرزي ددفتر مکتوبونو ته ارزښت ور نه کړه حتی د نوموړي افغان دلیدلو څخه ئې ډډه وکړه . او دخپل قونسل له لاري ئې دا موضوع په سفارت کي دننه څو ورځي هاخوا دیخوا کړه خو هیڅ اقدام ئې ونه کړ . ځکه نوموړی ته همیش تر افغانانو ډیري دهندګټي مهمي دي
نوموړي افغان موږ ته په تیلفوني خبرو کي وویل چي تر هغه وروسته دافغانستان ولسي جرګې ته د موضوع په اړه عاریض سوم . او د همدې کال (۱۳۸۷) دلیندۍ دمیاشتي پر ۲۱ مې د ولسي جرګې دبین المللي امورو دکمیسیون څخه ۴۵۶-۳۳ نمبر مکتوب په صادرولو سره دغه موضوع یوار بیا دبهرنیو چارو وزارت ته ولیږل او دبهرنیو چارو وزارت یوځل بیا دغه موضوع په هند کي افغان سفارت ته ولیږل خو داچي رهین مخدوم دپښتنو سره ځانګړی تعصب درلود نو دغه موضوع ئې همداسي بې ارزښته وګڼل .
کله چي مو دا موضوع په نیویارک کي د بشردحقوقونو نړیوالي ادارې (امنستي انټرنشنل ) سره شریکه کړه نو په هکله ئې په دغه اداره کي دجدي پلټونو بحث راپورته سو. دبشر دحقوقو نړیوال سازمان وائې که چیري په رشتیا په هندي زندانونو کي دنوموړو افغانانو سره همدا برخود روان وي نو دهند دحکومت تر څنک دافغان دولت له لوري رهین مخدوم او مسعود خلیلي به هم دبشري حقوقونو څخه په سرغړونو کي ښکیل راووځي . په هند کي دبشر دحقوقو یو فعالي اغلې میناکیشي په بمبئ کي موږ ته وویل چي دغه موضوع اوس له نژدې تعقیبوي . ها خوا موږ ته د نوموړي زندانیانو څخه یوه ویلي چي په څو واري دوئ خپله هم مخامخ په هند کي د افغان سفارت سره اړیکي نیولي او دنظامي اتشې دعباسي په نامه یو کس سره ئې په سفارت کي په وارو وارو خبري کړي او دخپل برخلیک په اړه ئې دمرستي غوښتنه ځیني کړې خو دوی وائې چي نوموړي ددوی په خبرو غوږ ندی نیولی . دجئ پور دزندان یو افغان زنداني چي دبامیان ولایت اوسیدونکی دی بیاموږ ته ویلي چي درې کاله وړاندي هغه دوه پنجشیران چي ددوې سره یوځای بندیان و د یو شمیر کسانو لخوا چي ځانونه ئې دافغان سفارت کارکونکي بلل دپیسو په بدل کي خوشي سول داچي دوئ هیڅ نوعه مالي ملاټر نه لري او نه ئې هم دکورنۍ څخه دلته څوک راتلای سي نو تر اوسه همداسي بې برخلیکه پاته دي . کله چي مو په افغانستان کي د ولسمشر کرزي دویاند وحید عمر څخه په دې هکله پوښتنه وکړه هغه ددې موضوع څخه ناخبري وښوده او وویل چي تاسي په دې هکله د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکي ونیسې . ددې تر څنګ مو دوه ځله په هند کي پخواني سفیرداطلاعاتو کلتور اوسني وزیر رهین مخدوم سره اړیکي ټنګي کړې خو هغه پرموږد ټیلفون اړیکه بنده کړه باید دې ښاغلي ته ووایو چي دتیلفون په بندیدو دا موضوع هیڅکله نه پټیږي . کله چي مود افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسیون مشر ډاکتر زلمی وپوښتی نو هغه وویل :دوه کاله مخکي چي د مشرانو جرګې په تیره دوره کي د شکایتونو اورېدلو کمېسیون مشر وم، یوشمیر کورنیوله ملي شورا څخه په هندکي دخپلو خپلوانو دراانتقالیدو غوښتني درلودې ، موږ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي راوغوښتل، هغوی موږ ته وویل چي موږ به په هند کي خپل سفیر ته لارښوونه وکړو او په هغه وخت کي هم دوی ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا حکم راغلی وو او دوی ته یې ویلي وه، چي دا موضوع وڅېړي او هغه کسان چي لس دولس کاله کیږی زندانیان دي او د بند په اړه یې اسناد هم نسته، د هند له حکومت سره دي په تفاهم دغه زندانیان را انتقال کړي. ښاغلي زلمي موږ ته وویل چي هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو موږ ته په همدې خبره ډاډ راکړ، له بده مرغه چي نه بیا وزارت او نه د وخت سفیر په دې اړه څه وکړل هغه وخت د هند سفیر د اطلاعاتو او کلتور اوسنی وزیر سید مخدوم رهین وو. داکټر زلمي زیاته کړه چي له نیکه مرغه اوس رهین مخدوم په افغانستان کي دی او راغواړو یې پوښتنه به ځني وکړو، موږ داسي فکر کوو چي د ولسمشر حکم به ده مطالعه کړی هم نه وي. د ولسمشر حکم د اساسي قانون حیثیت لري، دا چي ولي نه دی اجراسوی دا پوښتنه به هم کوو. خو د بندیانو ځینو کورنیوبیا د ډاکټر زلمي دخبرو په تړاو موږ ته ویلي چي دمشرانو جرګې ته تر اوسه په دې اړه کوم چارواکی ندی راغوښتل سوی اویوازي پارلمان د مکتبونو له لاري دا موضوع دبهرنیو چارو وزات ته لیږلې وه . د بندیانو خپلوال دافغانستان پارلمان په دې ګرم بولي چي دې موضوع ته دځینو سیاسي او ژبني ناندریو په چوکاټ کي ګوري . حال دا چي په هند،ایران او پاکستان کي پر افغان بندیانو لوی بشري جنایت روان دی . نژدې یوه نیمه میاشت کیږي چي موږ پر دې موضوع څیړنه کوو او په هندي زندانونوکي د افغان بندیانو څخه مو د هغوې دکورنیو د څرک معلومولو په موخه په هیواد کي بیلابیلو سیمو ته خپل همکاران ولیږل . په پایله کي موداسي کورنۍ وروسته تر زیاتو ګرویږونو وموندلې چي خپل خپلوان ئې څه باندي شل کله مخکي حق ته سپارلي بللي ول .کله چي مو ددغو بندیانو کورنیو ته دهغوی د مړو بللو دوستانو د بیا راژوندي کیدو زیري ورکړ ترڅنګ ئې په نوموړو کورنیو کي د یو نوي ویر لړۍ پیل سوې ده . اوس دغه کورنۍ هره ورځ د خپل دوستانو د راتلو شېبې شمیري . خوترڅنګ ئې دافغانستان ددولت څخه غواړي چي په دې هکله دي ژر تر ژره کوټلي اقدامات وکړي ترڅو دغه افغانان خپل هیواد ته له ډپلوماتیکو لیارو را انتقال سي اوهم د مسعودخلیلي او رهین مخدوم د محاکمې غوښتنه کوي . له زیاتو هڅو سره سره په دې وه نه توانیدو چي په هند کي د اوسني افغان سفیر ډاکټر ننګیالي طرزي سره اړیکه ټنګه کړو بل خوا د تورو تمبو ښاته افغان بندیانو پر افغان مطبوعاتو ږغ کړی چي دانساني اوافغاني احساس لمخي دغه موضوع تر نړیوالو غوږونو ورسوي ځکه دشمالي ټلوالي دهندی اجیرانو اوجنګي جنایت کارانو په شتون کي افغان دولت دا لس کاله د دوئ ږغ وانه ورید . په داسي حال کي چي افغان دولت په بهرنیو هیوادو کی له لویه سره د خپلو اتباعو په ساتنه او مرسته کي په پرلپسې ډول پاته راغلی ، په پاکستان او ایران کي دافغان مهاجرو زوروني او په ایران کي د افغان بندیان مخامخ په عامه اعدامول ئې هغه عیان پیښي دي چي بیانولو ته ئې اړتیا نه لیدل کیږي چي په ټولو کي ئې افغان دولت لاس تر زني تماشا ته ناست و او دی . داچي ددغه بندیانو ږغ ته څوک مثبت جواب ویلای سي ؟ او ترڅنګ ئې دافغان دولت په دې پڅ عکس العمل مو دافغانستان د چارو شنونکی نامتو لیکوال او ژورنالیست عبدالباري جهاني وپوښتی هغه په دې هکله را ته وویل چي ((په اوسني وخت کي ددې په ځای چي ددولت څخه غوښتنه وسي باید افغانان خپل ږغ دمطبوعاتو له لاري تر نړیوالو ورسوي ترڅو ملګري ملتونه او نوري اړوند ادارې ئې په هکله اجرات وکړي . اوس خو نه دولت ،نه پالمان او نه هم سفارتونه د افغانستان نمایندګي کولای سي ځکه ټول د بهرنیو دولتونو استخدام سوي اشخاص ورباندي واکمن دی تر افغانانو مخکي ورته دنورو ګټي مهمي دي ښاغلی جهاني زیاتوي چي ښکاره مثال ئې د ایران سره دولسمشر کرزي هغه ژوري اړیکي دي چي هره میاشت په بوجیو ډالر په شخصي ډول ورته رالیږي بیا هم دئ دافغان بندیانو داعدامونو مخه نسي پرې نیولای ځکه هغه دده غوښتني ته اصلاً اهمیت نه ورکوي داخو معلومه ده چي هیڅکله د نوکر په خوله بادار اجرات نه کوي ددې ترڅنګ لوی څارنوالي ، دولت او پارلمان په وارو وارو په ګونتنامو کي دافغان بندیانو په هکله غوښتني راپوته کړه چي هیڅ چائې خبري ته ارزښت ورنه کړ )). کله چي مو په حقوقي چارو کي پوه د افغانستان د نومیالي لیکوال ډاکټر روستار ترکي څخه په دې اړه وپوښتل چي که دولت دښاغلي جهاني په خبره ناتوانه وي ددې موضوع حقوقي اړخ او حل لاري به څه وي ؟ ډاکټر رستارترکي را ته په تیلفوني خبرو کي وویل چي ((دغه موضوع دوه اړخه لري چي یو ئې سیاسی اړخ اوبل ئې حقوقي اړخ دي په حقوقي اړخ کي خو لومړي هند هیڅ حق نلري چي دغسي یو تیری دی وکړي او دلته افغانان باید سره ټول سي، ودریږي او په هند کي داسي یو وکیل چي د هند دجزا په قانون، مدني قوانینو او اساسي قانون پوه وي ونیسي ترڅو دافغان بندیانو دغه مسله د محاکمو له لیاري حل کړي او په سیاسي برخه کي دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت مسولیت لري چي په دیپلوماتیکو لارو خپل فشارونه پر هند وارید کړي تر څو دواړه اړخونه یوځای یو پرکنده حل لاره ایجا دکړي )). ښاغلي داکټر رستارترکي په وینا دا معضله یوازي په هند کي نه بلکې په پاکستان ، ایران او نورو هیوادو کي هم روانه ده او دا کار دمطبوعاتو او عادي افغانانو ملاتړ ته اړتیا لري تر څو په بهر کي دافغانان ژوند ددغسي ناخوالو وژوغورل سي . ها خوا په هند کي پرون یو افغان بندي موږ ته دنوم او ځای دنه ښودلو په شرط په تیلفون کي ویلي چي دلته په زندان کي دغه افغانان دژونده دونه نا امیده دي چي ان اوس ئې دخپلو کورنیو دغړو نومونه له یاده وتلي ، له یوې خوا نژدې ۲۵ کاله دخپلو دوستانو څخه ورک دي له بلي خوا دهند په زندان کي د خپلو سزاو دپوره کیدو باوجود کلونه کلونه د تورو تمبو شاته پراته دي ، نوموړي په ځانګړې ډول له افغان ولسمشر څخه غوښتنه کوي چي که په ریشتیا دخپلي کورنۍ دغړو سره مینه لري نو زموږ او زموږ دکورنیوغم دي هم وخوري . *********************************

په هندي جيلو نو کې دکړېدلو افغاني زندانيانو په حال ورحميږئ!

ډوکتور لطيف ياد دافغانستان دباندنيو چارو وزېر ښاغلي زلمي رسول ! د څه دپا سه درې لسيزې وشوې چې زموږ ولس دجګړې په اورو نو کې سوځي ٠دجګړې په دغه ناورين کې مو هر څه وبا يلل٠ خلک مو دربدره شول او دېته اړ ايستل شول چې په پرديو هېوادو نو کې دمهاجرت تر خې شپې او ورځې تيرې کړي ٠دهمدې بد مر غې او راباندې تپل جګړې په نتيجه کې مو زيات شمېر هېوادوال پاکستان، اېران ، هند، تا جيکستان ، عربي هېوادونو، اروپا، امريکې، استراليا او دنړۍ نورو ګوټو نو ته لاړل او اوس به داسې يو هېواد نه وي چې هلته افغان کډوال نه وي٠ زه د دې مقالې ليکوال هم دهغو کډوالوله ډلې نه وم چې پوره دولس کلو نه مې په هندوستان کې دخپلې کورنۍ سره دمهاجرت او کډوالۍ ترخې شپې او ورځې تيرې کړي دي او د هغو کسا نو په حال ښه پو هيږم چې دغو ترخو شپو او ورځو ته اوس هم دوام ورکوي٠ په دغه دېرش کلن ناورين کې زموږ هېواد وال په بهر نيو هيوادو نو کې ددولتونو او په تېره بيا دپو ليسو دډېر ناوړه چلند سره مخا مخ شوي دي ٠ کله يې دوېزو په تمديد کې دوی ته ستو نزې پېښې کړي دي او کله په يوه بانه او کله په بله بانه يې دوی ډېر ځورولي او کړولي دي او کله يې جيلو نو کې اچولي دي، چې له بده مر غه دوخت هيڅ يوه دولت او ياهم ددولت په استازيتوب يې افغاني سفارتو نو او قو نسلګر يو هم غم نه دی خوړلی او ددوی په وړاندې بې تفا وته پا تې شوي دي٠ دبهر نيو چاروښاغلی وزير صاحب ! تاسو ته پته شته چې هندوستان يو له هغو هيوادونو دی چې زموږ ډېر شمېر هيوادوال يې په جيلو نو کې پر اته دي، خو موږ يوه ورځ هم ونه ليدل چې په دهلي کې افغاني سفارت چې دخپلو ټولو اتبا عو دحقوقو ذمه واري ورپه غاړه ده ددغو بيوزله بندي افغا نانو په حال ځان خبر کړي او زه پوره ډاډمن يم چې تر اوسه به لا افغا ني سفارت په دې هم نه وي خبر چې موږ دهندو ستان په جيلو نو کې څو مره بنديان لرو او دغه بند يان دهندو ستان په کو مو جيلو نو کې پر اته دي؟ تاسو ته به معلو مه وي چې دبد مرغې جګړې په نتيجه کې زموږ ډېر شمېر هيوادوال هندو ستان ته کډوال شول چې په دغه موده کې به ځيني افغا نان دبېلا بيلو سر غړونو په نتيجه کې بنديان شوي وي، خو دا ددې مانا نلري چې افغا ني سفارت دې دخپلو اتبا عو له حاله ځان خبر نکړي او بې تفاوته پا تې شي٠ تا سو ته پته شته چې هندو ستان يو لوی هېواد دی او ډېر ايالتو نه لري، خو زموږ ډېر شمېر هغه هېوادوال چې په دغه هېواد کې بند يان دي اوحتی دخپل اصلي بند دمودو نه يې هم لس پنځلس کلو نه زيات پرې تېر شوي دي،خو څوک يې نه را خو شي کوي داځکه چې دولت مو کمزوری دی اوافغا ني سفا رتونه او کو نسلګرۍ هم بې پروادي، دخپلو ځانونو غم ورسره دی اودخپلو اتباعو غم ورسره نشته٠ دغه بند يان دډهلي په تيهار جيل،دراجستهان دايالت په بيکانير،جودهپور، جیپور،داتهراپراديش دايالت په نوي او زاړه سينټرل جيلونو، بمبئي، کو لکته،دکشمېر دايالت دمرکز په سرينګر او دهيماچل پراديش دايالت په مر کزسيمله او دپنجاب دامر تسر دښار په جيلو نو کې شپې او ورځې تېروي٠ دوی دافغا نستان دبېلا بېلو ولا يتو نو بغلان، لو ګر، ميدان وردګ، پکتيا،ننګر هار،باميان، کند هار او هرات ولا يتو نو پورې اړه لري ٠ ددغو زندانيانو په اړوند دولسمشر ددفتر له خوا هم د ١٣٨٧ کال دوري دميا شتي د١٩ نيټې ١٦٧ نمبر ليک هم دبا ندنيو چارو وزارت ته استول شوی و او همداراز دافغا نستان دملي شورا دنړيوالو چارو کميسيون هم يو ليک دبا ند نيو چارو وزارت ته استولی، خو تر او سه پورې په دې اړوند هيڅ هم نه دي شوي ٠ د افغا نستان دبا ند نيو چارو دښا غلي وزير صاحب نه هيله من يو چې په دې بر خه کې په جدي اقد اماتو لاس پورې کړي او په دې بر خه کې ددوی پام لا ند نيو ټکو ته اړوم : ١-دافغا نستان دبهر نيو چارو وزارت دې په ډهلي کې دخپل افغاني سفارت له سفير ښاغلي ډاکټرننګيالي طرزي سره په دې برخه کې اړيکي ونيسي او په ټولو هندي جيلو نو کې دې دافغا ني بند يانو يو لست او ددوی د بند په اړوند معلومات را غو نډ کړي٠ ٢- دافغا نستان دباندنيو چارو وزارت دې په کابل کې دهند دسفارت سره په دې بر خه کې خپل خپګان او اند يښنه څر ګنده کړي او د ديپلو ماتيکو چينلو نو له لارې دې مو ضو ع ځان ته رو ښا نه کړي٠ ٣-هغه افغا نان چې د بند موده يې لا دمخه پوره شوې ده بايد دهغو په خوشي کو لو کې جدي هڅې وکړي او دخو شي شوو بند يا نو لپاره دې افغا نستان ته دتګ ټو لې اسا نتياوې بر ابرې کړي٠ ٤- دافغا نستان دبهر نيو چاروزارت نه يوازې د هندو ستان په جيلو نو کې دخپلو بند يا نو له حاله ځان خبر کړي، بلکې په ګاونډي هېوادونو پاکستان،اېران او تاجيکستان کې هم دافغا ني زندانيانو تردې بد تره او ناوړه حالت دی٠ هيله ده چې دبا ند نيو چار وزارت دخپلو دغو بند يانو دخو شي کولو او ددوی د ناوړه حالت نه دځان دخبر ولو په برخه کې کوټلي او جدي ګامو نه پو رته کړي، ځکه په بهر نيو هېوادونو کې دافغاني اتبا عو سا تنه ددوی دنده او مکلفيت دی ٠- خالدهادي حیدري
بېرته شاته