(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مينې مجلې د امامانو خصوصي ګڼه ...

[05.Dec.2010 - 21:56] د مينې مجلې د امامانو خصوصي ګڼه چاپ او په ليکه شوه اوښکـــې کډې بـــاروي طـــوفان د غـــم شو شــــول تــــازه د زړۀ زخــمـــونـــه محـــرم شـــو نــــن بـــه يې نـۀ ګڼې دا غــــم چې پرونے دے ګــــويــــا هـــــــر پروسه کال يـــې ســــږنے دے ابتـــــداء د غـــــم کــــــومـــــه نــــوے کـال دے پـــه اول چې زړۀ خفه وي بيـــا خوشحــال دے څوک چې ډېر د امام غم کا ډېر خوشحال شي د ايمـــان شجــــر پـــه دې اوښکــــو نهــــال شي ( حمزه بابا ) د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې د مينې مجلې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د ليندۍ او مرغومے د مياشتو، د ٢٠١٠ کال نومبر او دسمبر د مياشتو او د ٣٢ - ١٤٣١ هجري قمري کال د لوے اختر او امامانو د مياشتو يعنې د دريم کال نهمه او لسمه ګڼه چې په کربلا کښې د يزيد او يزيديانو په لاسو د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ او د هغوي د اصحابانو د زړۀ دردوونکي شهادت او د کربلا د سپېڅلي اسلامي انقلاب د واقعاتو لپاره ځانګړې شوې ده چاپ او په ليکه شوه. له ګرانو لوستونکو غواړو چې په دې حقله خپل نظرونه، راې، وړانديزونه او نيوکې او همدا رنګ د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول ليکنې مونږ ته راولېږي مونږ به يې په سر سترګو ومنو. ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره د مينې مجلې چلوونکې ډله پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346 پېښور ( پښتونخوا) برېښناليک: [email protected] وېبپاڼه: [url= http://meenapukhto.blogfa.com]meenapukhto ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 - 03028819981- meenapukhto
بېرته شاته