(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو قامی مشرمحمد افضل خان«خان لالا»

[02.Dec.2010 - 11:08]

لیک : نصیر ستوری

یادونه: دا مضمون په ۲۰۰۹ ع کال کې لیکل شوي اوس پکې یو څه 

نوې زیاتوونې وشوې. نېټه: ۹نوامبر ۲۰۱۵ 

پښتو مین په تـا یـم، که وم وم که نه وم نــه وم

هرکله به دې ستایم، که وم وم که نه وم نه وم 

پښـتو کـه رانـه لاړه، نـوهر څه بـه رانـه تـلـلي

نـو بـیـا تـالا والا یم، که وم وم که نه وم نه وم

(مومند بابا

پښتون قوم ډیر زوړ او پخوانی کړکیښ (تاریخ) لري. د یو قوم په حیث پښتانه تل د ستونزو او کړکېچونو سره مخ شوي دي، چې د سوکالۍ او پرمختیا زمانه ئې لنډه او د ستونزو، ربړو او کړاونو دوره یې ډیره وږده دهدې قوم په ملي (قامي) شعور باندي سمبال ډیر نومیالي مشران زیږولي دي، چې پیر روښان بابا، میرویس خان نیکه ،خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی، صنوبر حسین کاکاجي، وزیر محمد ګل خان مومند بابا، خان عبدالغفارخان بابا (باچاخانفخرافغان)، ترنګزو حاجي صیب ،خان اودل سمد خان بابا،او په ورستیو لسیزو کې خان عبدالولي خان ،کبیر ستوری ، اجمل خټک بابا، محمد افضل خان (خان لالا)، عبدالطیف اپریدی، مشرمحمود خان اڅکزی ، اسفنديار ولي خان،اود یو ډیرشمیر نورو قامي (ملي) مشرانو نومونه د یادونې وړ دي،چې د خپلو سیاسي هلو ځلو او مبارزې په دوران کې ئې د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډیر تکلیفونه ، ستونزې،کړاوونه او مصیبتونه ګاللي دي اوپه خپل خپل وخت کې ئې د قوم په فکر، نظر او ارادو کوټلي اثرات پریښودي دي.

په موجوده وخت کې په پښتو، پښتونولۍ مئین ،د پښتنوروحاني، سیاسي، قامي او ولسي نومیالی مشر ارواښاد محمد افضل خان، چې په سیاسي کړیو او د پښتنو په منځ کې په (خان لالا) شهرت لری، یو ګڼ اړخیز سړیتوب (شخصیت) دی، چې له نوم، قلم ، سپیڅلي کرکټر، ټینګ عزم، میړانې او مبارزو سره ئې په لږه او یا ډیره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دی . 

محمد افضل خان (خان لالا) دباچاخان بابا د پښتنو د ملي ازادۍ بخښونکی غورځنګ پیرو(لاروی)، د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال ، اديب او په خپله خبره ، ژمنه ( وعده)، ملګرتیا ،انډیوالۍ او دوستۍ ولاړ مشر ؤ،چې دپخې حوصلې ،وچت عزم اود استدلال ډیر زیات صلاحیت څښتن ؤ، د راتلونکې وخت په لوړو او ژوروئې رسا نظر لرلو .

د پښتنو د یووالي، ابادۍ ،سوکالۍ اود لرو او برو پښتنو د قامي وحدت د حس او شعور د راژوندي کولو، دقامي پیژند اود پښتني کولتور د ودي او پرمختیا لپاره ئې ډیر ې ستونزې او ربړې ګاللي دي، بی دریغه مالي او ځاني قربانۍ ئې ورکړي،چې لدي امله د دټولوپښتنو په زړونو کې تل پاتی ځای لري.

د سوات د خاورې په سوونو زوړ اولرغونی تاریخ ګواهـ  دی چې دلته کله هم یو استعماري قوت د عام ولس د حقوقو خلاف قدم پورته کړی دی، نو د خان لالا کورنۍ ددغه ظلم اوجبر خلاف عملي او کوټلې مبارزه کړی ده او په دغه لاره کې د هر رنګه کړاوونو ، تکلیفونو اوستونزو په نره مقابله کړې ده.(۴

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د ۲۰۰۶ ع کال وروسته د سوات ښکلې سیمه د پښتنو د دوښمنانو له خوا نا ارامه شوه، ګڼ شمیر بې وزله پښتانه په ډیره بې دردۍ او بې رحمۍ سره بې ګناه ووژل شول او په سیمه کې ویره خوره شوی وه ، ډیر اوسیدونکې ئې د ځینو سیاستوالو په ګډون له سوات څخه کډي کولو ته اړ شوي ؤ، خو خان لالا دپښتون قام او ددي بې وزله ولس د حوصلې او ډاډ په خاطر په سوات کې له خپل ولس سره پاتی شو، سره له دې، چې خان لالا ته د دوستانو، خپلوانو او سیاسي ملګرو له خوا څو څو وارې د سوات د نا ارامه سیمی څخه د راوتلو په کلکه ټینګار شوی ؤ،خو خان لالا له سوات څخه وتلو ته تیار نه شو او د پښتو، پښتونولۍ پګړۍ ئې لکه د خپلو نیکونو هسکه وساتله، هر راز مصیبتونواو کړاوونو ته ئې اوږه ورکړه.

په تیر 2008 کال کې خان لالا په سوات کې د یوې فاتحې څخه د کور په لور روان ؤ ، چې د پښتون قام ددښمنانو له خوا ئې په موټر(ګاړيمرګونی (قاتلانهبرید وشو، دوه ساتونکي (محافظیناو ډریورئې شهیدان شول، خان لالا او د خان لالا وراره عبدالجبار خان سخت ټپیان شولخان لالا د مټې او عبدالجبار خان د سیدو شریف روغتونونو ته ورسول شول دنورې درملنې (علاجلپاره چورلکه (هیلیکوپترراورسیدلهپه دغه وخت کې په سوات کې نه پوځ ؤ او نه ملیشه (ایف سي)، امنیتي قواوې او پولیس خو طالبانو ډیر مخکې ختم کړي ؤ، امنیت بالکل نه ؤ، ډاکترانو ټینګار کاوه ، چې خان لالا باید د درملنې لپاره مونږ سره په چورلکه کې بل روغتون ته لاړ شي، سره له دې چې خان لالا مرګونی ټپې ؤاو دمرګ د ګواښ سره مخ ؤ، خو وتلو ته تیار نه شو او د خپل ولس سره په سوات کې پاتې شو.

له دغه غلچکي برید لږه موده وروسته د پښتون قام دښمنانو د خان لالا په کور اود هغه د وراره عبدالغفار خان په کور د راکټ لنچرونو دروند برید وکړ ، چې د کلي ولس په کلکه دفاع وکړهڅو روځې وروسته پښتون قام دښمنانو یو ځل بیا ټوله دروشخیله محاصره کړه، چې داځل هم ولس دغه برید په شا وتنباوه، دغه راز د خان لالا دوه ځلمي لمسیان او د کورنۍ نور غړي دطالبانو له خوا په شهادت رسیدلی، کورونه، مارکېټونه او یوه ډیره ښکلې حجره «جالی ګودر» ئې په بمونو الوزول شوی دي.

له خان لالا سره ناسته ولاړه او په تیره بیا پيژندګلوی د هر پښتانه لپاره دویاړ خبره ده، زه د پښتون قام دې غیرت مند مشر ته چې د پښتون دقامي وجود تشخص، پیژند، قامي وحدت اود قام خدمت ته ئې تر خپلې اخري سلګۍ پورې د ژوند هره ګړۍ وقف کړی وه،د لوی خدای له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوم او دده عظمت ته د سلام په وړاندي کولو سره دده په ژوند لیک (بیوګرافی) لنډه رڼا اچوم:

ښاغلی محمد افضل خان «خان لالا» د سوات د لوې خان محمد حبیب خان زوی، په 1926 ع کال کې د سوات په درشخیله کې زیږیدلی دي.(۷

لومړنۍ زده کړې ئې دسیدو شریف په ؤدؤديه ښوونځي کې کړي دي .د بي ای ډګري ئې داسلامیه کالج پیښور نه ، ایم ای ډګري ئې پولیټیکل ساینس کې د ګورنمنټ کالج لاهور نه ترلاسه کړی. د قانون ډګری « ایل ایل بي» ئې د پیښور پوهنتون لا‌ء کالج نه اخستی ده. 

ارواښاد خان لالا «اګریکلچریسټ» ؤ . د ښوونځي او طالبعلمۍ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤد سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر، دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې صدر(مشر) پاتې شوی او دعوامي نیشنل ګوند مرکزی مشر اودمرکزی جرګی غړی ؤ.

خان لالا په ۱۹۲۸ ع کال کې  د یو کال ؤ، چې دسوات نه دخپلې کورنۍ دنورو غړو سره یو ځای د سوات د والي له خوا شړونکی (جلا وطن) شو او د دېر په ریاست کې ئې د جلاوطنۍ ورځې او شپې تیرې کړې .

په 1940 ع کال کې ئې د سوات د والي سره روغه جوړه وشوه او بیرته سوات ته راغی. 

په 1949 ع کال کې ئې دوه ورونه د سوونو ملګرو سره ونیولی شول او یوځل بیا د دوو وروڼو او نورو ملګرو سره وشړلی شو،چې د جلاوطنۍ دا شپې ورځې ئې په خیبر او ملاکنډ ایجنسیو کې تیرې کړې او په 1953 ع کال کې ئې د سوات والي سره بیا روغه وشوه اوبیرته سوات ته راغی.

کله چې په کال 1969 کې د سوات ریاست په پاکستان کې شامل کړی شو نو یو کال پس په 1970 ع کال کې دملاکنډ ډویژن نه دنیشنل عوامی پارټۍ (نیپ) په ټکټ د سوبائې اسمبلۍ غړی (ممبر) وټاکل شو.

دنیشنل عوامی پارټۍ (نیپ) او د جمیعت علما ئې اسلام په ګډ حکومت کې دمولانا مفتي محمود صیب په کابینه کې د کرنې (زراعت)،لوکل باډیز او اطلاعاتو وزیر شو. 

کله چې په کال 1973 کې دپاکستان دمرکزي حکومت له اړخه د بلوچستان سوبائي حکومت په زور ختم کړی شو، نو خان لالا ددغه غیرډیموکراټیکې (غیر جمهوری) کړنې په ضد دخپل احتجاج د څرګندولو په غرض د سوبائې کابینې نه استعفی ورکړه،چې ورپسې دده په پل نورې کابینې هم قدم کېښود او ټولې سوبائې کابینې استعفی ورکړه.

لدي څخه لږه موده وروسته د هغه وخت سوبائې ګورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور میرمن کلثوم سیف الله په کور کې خان لالا ته د سوبې د وزیر اعلی د منصب وړاندیز(پیشکش) وشو، چې ده قبول نه کړو او ارواښاد خان لالا د حکومت د غیر جمهوری پالیسۍ د مخالفت په جرم په کال 1973 کې د پاکستانی واکدارانو له خوابیا بندي شو،او دغه راز 1975 کې د ذولفقار علي بوټو ددولت له خوا په نیشنل عوامی پارټۍ بنديز ولګیدو،نو خان لالا اورهبر تحریک خان عبدالولي خان ئې دحیدراباد سازش کیس په پلمه د ګوند د نورو سرمشرانو سره په حیدر اباد کې بندخونې (جیلته واچاوه، په ده او دده په ملګرو په یو خصوصي ټریبونل کې مقدمه وچلولی شوه. مګر دجیل، قید، بند ، زورونې، کړاونې او مصیبتونو د افضل خان لالا عزم او د هغه نظریې سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړی شو او په کال 1977 کې د بوټو د حکومت پر ضد د جنرال ضیا الحق دپوځي کودتا وروسته د بند نه خلاص شو.

د جنرال ضیا الحق د مارشلا په دور کې ده ته د پیښوردجیل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صیب اود بونیر دګلپاڼۍ د زرین خان په ‌‌‌ذریعه په مرکز کې د وزارت وړاندیز( پیشکش) وشو،چې خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټینګ پاتی شواو دا خبره ئې ثابته کړه چې د اصولو په وړاندې منصب هیڅ حیثیت نلري. 

په همدغه مهال ئې د جمهوریت دبحالۍ په تحریک (ایم ار ډی) کې فعاله ونډه واخسته او پدي جرم یوځل بیا د بندي خونې (جیل) تورتم ته وسپارلی شو. 

خان لالا د ژوند په هره مرحله کې د اصولو ساتنه کړې ده،د اصولو سره تړون او د نظرئې سره جوخت پیوستون د هغه دسړیتوب ( شخصیت)دوه اړخونه دي. همدغه وجه ده چې په کال 1989 کې کله د عوامي نیشنل ګوند مشرانو د ائې جی ائې(اسلامي جمهوري اتحادسره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فیصله رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه ئې د پیښور په پریس کلب کې د خپلو ملګرو په مرسته د ای این پی (حقیقیپه نوم خپل ګوند اعلان کړوبیا وروسته په همدي کال د جولای په میاشت کې په پیښور کې د یو قومي کنوینشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو یانې ای این پی (حقیقیاو قومي انقلابي پارټۍ د یو ځای کېدو فیصله وشوه او د نوی پارټۍ نوم «پښتونخوا قومی پارټۍ» کېښودی شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوي ګوند مرکزي صدر (مشر) او افراسیاب خټک جنرل سیکرټری وټاکلی شو.

ښاغلی خان لالا د 1990 ع کال د نوامبر په میاشت کې د پیپل ډیموکریټیک الیانس ( پی ډی ای) له خوا د وزیر اعظم کرسۍ ته کانديد ؤ،چې پدغه موقعه ئې ټاکلی شوي وزیر اعظم ته د مبارکۍ پر مهال په خپل تقریر کې وویل چې زه د «پښتونخوا» د سوبې اوسیدونکې یم ، دغه الفاظو د اسمبلۍ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په یو ه چغه ئې د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالاچې په کومه میړانه او جرائت دغه نوم اسمبلۍ ته ورساوه دا د هغه یوه تاریخي کارنامه وه،چې نن داسمبلۍ په تالار کې څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شي کولی.

خان لالاپه کال 1993 کې د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو او د شمالي علاقه جاتو وزیر شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر دپاکستان په مرکزی کابینه کې د پاپولیشن ویلفیر ، روغتیااو ریلوی وزیر شو.(۴ 

له دي وروسته ئې د پارلماني سیاست څخه لاس واخست او یوازی قامي چوپړ(خدمت) ته ئې ملا وتړله. خان لالا په سیاسي نظریاتو کې سپیڅلی او ډاګیز موقف لرلو ، په خپلو وینا ګانو کې ئې په پښتنو کې دقامي وحدت د احساس او شعور په راژوندي کولوتل زور اچولی او وائې چې: «قامي وحدت یوازې د لاندي پښتنو مسئله نه ده، بلکه د ډيورند کرښې پوره قام ویشلى دي او دا یوه قامي مسئله ده . په تاریخی حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دي نو یقینآ چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې د پښتنو قامي وحدت په مسئله خپل سیاسي رول ولوبوی.» 

خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې: « تر څوپوری پښتون خپل قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام ستونزې (مشکلات) او محرومی نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی،اود سوکالۍ اوعزت ژوند نه شی موندلی». (۶ 

او دا ئې عقیده وه، چې په یوه هیواد کې د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ویشلی ساتل یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني او د بشري حقونو دجملې نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،ائېني او قانوني جواز نه لري. « پښتون قام یو وحدت ؤ او یو وحدت دی، د غاصب له لاسه پر کال 1893 کې څلور ټوټي شوی دي،چې تر اوسه څلور ټوټي پروت دی. په خپلو کې سره بیا یو کېدل ددي قام ائېني، قانوني او فطري حق دی. د پښتون قام داسې په ټوټو کې ویشل صرف د استعماري مقاصدو لپاره شوی دي، او باید دغه استعماري عمل په څټ واړولی شی. 

مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامي وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخی ته کوی زما دښمن دی 

د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامي وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومی وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ».

په 2006 ع کال دفبرورئ په میاشت کې چې کله عوامی نیشنل پارټۍ په خپله بنسټیزه (منشور) کې دا جمله ورزیاته کړه، چې « مونږ په سوله ایزه توګه د پښتنو قامي وحدت غواړو» نو د خان لالا مرام او هدف ته پکې ځای ورکړل شو او د پښتونخوا قومي پارټۍ د عوامي نیشنل پارټۍ سره یو ځای شوه ، چې دا د ټولو پښتنو ارمان ؤ او خان لالا پوره کړ. 

همدارازښاغلی خان لالا په خپل لګښت په2000 ع کال 2001 ع کال 2004ع کال ، 2005 ع کال ۲۰۱۲ ع کال کې درې واری په پيښور کې د پښتون/افغان قامي جرګي او دوه واری دډیورند په کرښه په ډیره زغرده سره په پیښور کې نړیوال سیمینارونه جوړ کړی ،چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ډلګه ګې په ګډون له ټولې نړۍ څخه پکې ګڼ شمیر پښتنو سیاستوالو، اديبانو، لیکوالانو، پوهانو، د نظر خاوندانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستې وه. 

ددغه سمینارونو، غونډو او جرګو دمقالو او وینا ګانو ټولګي ئې په کتابي بڼه چاپ کړي او ددغه چاپ شوو کتابونو د مخکتنې درنې غونډې ئې هم په پیښور کې جوړې کړي دي.

خان لالا د نړئ په ګوټ ګوټ کې د پښتون قامي وحدت د یون سره خپل اواز ملګری کړی او ځان ئې ورته رسولی دي چې د همدي مرام او موخې (هدف) په خاطر ډیر ځله په خپل لګښت په نړئ کې خورو ورو پښتنو ته ځان رسولی او د ۱۹۸۳ ع کال را ایسې  ئې په جرمني، انګلینډ او د اروپا په نورو هیواونو کې ئې د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند په غونډو اوسیمینارونو کې برخه اخستلې او په  ګډه ئې نظري او عملي هلې ځلې روانې کړي وې  (۵ 

لدي سر بیره ئې د «متشر پښتون»، د «د منزل په لور»، د«پښتونخوا غږ »په پښتو او اردو ژبی چاپ کړی او د« پښتون قامي وحدت» تر سرلیک لاندې د پیغام په بڼه یوه رساله ئې په پښتو، انګریزي او اردو لیکلې ،چې د پښتنو د قامي وحدت لاری چاری ئې پکې په ګوته کړي . 

ددي پیغام په وروستۍ برخه کې ارواښاد خان لالا لیکلی دي چې: «زه درب ذولجلال بې حد شکر ګذار یم چې ما د یو پښتون په حیث زپلي پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندي کړو او پوره باور لرم چې ددي منتشر قام هر غړی ،چې هر ځای وي،په هر حال کې وي،او د هرې پيشی مالک وي ، په خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار ، خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوګرځوي، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چې د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسي او اخلاقی مرسته مل کړي، چې په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړی او خپل قامي وحدت تر لاسه کړی.» 

پښتون په بنيادي توګه امن دوسته او جمهوری خوښی قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی، چې باچا ئې جرګې خوښ کړی دي . یانی باچا ئې هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه ټاکل شوی دي . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکې نه و اوریدلی، امید دي چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامي وحدت مرسته او ملاتړ وکړی.

ارواښاد محمدافضل خان (خان لالا) د پښتون قام هغه شریکه هستي وه ، چې نه یوازې د پښتنود سوکالۍ، ابادۍ او خوشالۍ لپاره ئې کوټلي ګامونه اوچت کړي، بلکه د پښتون قامي وحدت او د پښتنو دسیاسي شعور د بیدارۍ لپاه ئې د مرګ تر اخري سلګۍ پورې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او عملي مبارزه کړې ده.

د پښتون قام دا ګډه هستي د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه (۱۳۹۴ لمریز کال د لړم په لسمه نېټه ) ديوه نۍ (اتواریکشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد خان لالا چې زمونږ د لارې رڼا ده، له مونږ نه جسماني بیل شو، په ژوند ئې د پښنتو د یووالی ، سوکالۍ او امن ارمان ، چې د ټولو پښتنو، زمونږ د مشرانواو دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټیزمرام ؤ، پوره نه شو، مونږ به د ارواښاد خان لالا په پل ، پل ږدو د پښتنو دسیاسي شعور او حس د بیدارۍ او د پښتنو یووالی دهلو ځلو له پاره به هلې ځلې جاري ساتو(نصیر ستوری)

اخستونځي: 

۱) « پښتونخوا غږ»

لیکوال: محمد افضل خان لالا چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴

۲) «پښتون قامي حدت»

لیکوال محمد افضل خان لالا ، خورونکی پښتونخوا پبلکېشنرز، پیښور کال ۱۹۹۶ نوامبر

۳) «پښتونخوا مجله»

اتلسمه ګڼه، دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷

۴) «ځلنده ستوری»

دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ،خپرونکی د ماماخیلو د خانانوديره، سوات کال ۱۹۹۸

۵) « پښتون/افغان قامي جرګه» 

څوارلسم او پنځلسم نوامبر ۲۰۰۰م، ترتیب او خپرونکی : پښتونخوا قامي پارټۍ : اهتمام د پښتونخوا د پوهنی ديره

۶) «ډیورنډ کرښه»

په پیښور کې د شوی سیمینار د مقالو او وینا ګانو ټولګه،ترتیب : 

محمد افضل خان لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهنی ديره،کال ۲۰۰۴

(۷) زیږیدو نېټه: 

ارواښاد خان لالا په ۲۰۱۴ ع کال د مارچ په میاشت کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دجرمني او انګلینډ په غونډو کې د ګډون له پاره راغلی ؤ، هغه ما (نصیر ستوري) ته وویل چې په ۱۹۲۷ ع کال کې زیږیدلی دی. ، خو دخان لالا څوی ښاغلی فاروق خان ښاغلي لایق زاده لایق صیب ته ویلی ؤ، چې ارواښاد خان لالا د ۱۹۲۶ ع کال د ډسمبر په میاشت کې زیږیدلی دی.

 

-----------

Bio-Data of Mr. Mohammad Afzal Khan (Khan Lala) Central Leader of Awami National Party (ANP)

Name: Mohammad Afzal Khan (Khan Lala) Date of Birth: 01.01.1931

Place of Birth: Drushkhaila, District Swat, Koza Pakhtunkhwa.

Permanent Adress: Village Drushkhaila, Tehsil Matta, District Swat. Province of Domicile: Pakhtunkhwa (Swat).
Academic Qualification: 1. M.A. 2. LL.B. Names of Principal , Academic/Professional Institutions attended: 1. Islamia College, Peshawar. 2. Government College, Lahore 3. LL.B. Law College, Peshawar.

Profession: Agricultureist. Position held in Public life with date: 1. Founder President of District Bar Council Swat. 2. Elected to Pakhtunkkwa provencial Assembly in 1970. 3. Appointed as Provincial Minister for Agriculture and Local Bodies. 4. Elected as Member National Assembly in 1990 5. Elected as Member National Assembly in 1993 6. Appointed as Federal Minister for Kashmir Affairs and Northern Affairs in October, 1993 7. Appointed as Federal Minister for Health, Popolation Welfare and Railways on 12th October 1996. Scholastic Contributions e.g. Books or Articles written 1. Muntashir Pakhtoon, Published in 1993 2. Pakhtoon National Unity Published in 1996 3. Pakhtoonkhwa Ghag, Published in 1994 4. Pakhtoon/Afghan Qami Jarga, Published in 2000 5. Dewrand Line, Published in 2004

Afzal Khan began his political career affiliated with National Awami Party (NAP) in opposing the rule of the Wali of Swat.[2] Formally joining the party in 1969 after Swat's merger into NWFP, he was elected member of provincial assembly in Pakistan's 1970, first ever national election. A close confidante of Abdul Wali Khan he was one of three National Awami Party provincial ministers appointed in the short-lived coalition government of Mufti Mehmud. In 1975, he was arrested by the government as part of general crackdown against the opposition and was charged as part of the Hyderabad tribunal. Released in 1978, he was elected provincial president of the Awami National Party, however in 1990 he along with senior party leaders formed a breakaway party called the Pakhtunkhwa Qaumi Party (PQP), in protest against the Awami National Party's decision to form an alliance with the conservative Islami Jamhoori Ittehad. Allying his group to the Pakistan Peoples Party, Afzal Khan was elected to the National Assembly in the 1993 elections. Serving as Federal Minister for the Northern areas and Kashmir from 1993 to 1996, he withdrew from electoral politics after 1997. He then allied himself with the Pakistan Oppressed Nations Movement (PONM), advocating full provincial autonomy for the various ethnicities of Pakistan. In 2005 he rejoined the Awami National Party.

- نصیر ستوری
بېرته شاته