(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهارکې د کراټې څانګه پرانستل شوه

[29.Nov.2010 - 11:59]
په د ننګرهار ولایت کې د کراټې یوه نوې څانګه پرانستل شوه
وړمه ورځ د افغانستان کیوکېشن کان کراټې سازمان ځانګه د ننګرهار ولایت خېوې ولسوالۍ د شګې نومې سیمه کې د کیوکوشین کان کراټې روزنیز مرکز څانګه پرانستل شوه .
پرانیستونکي غونډه د شېګي په سیمه کې د ښوونځي په تلار کې په شاندارو مراسمو ترسره شوه ، په نوموړی غونډه کې د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ولسوالیو لوبغاړو د ورزش مېنه والو ګډون درلود په دې غونډه کې د لغمان ولایت د کراټې فدراسیون ریس استاد حبیب الرحمن عادل او همدارنګه نورو استادانو برخه اخېستي وه . په دې پرانیستونکي غونډه کې لومړي د کیوکوشین کان کراټې لوبغاړو په زړه پورې نمایشونه ترسره کړل او په پای کې د ننګرهار ولایت د کراټې فدراسیون ریس استاد اباسین شینواري دیاد ې غوندې په اړه د سیمې اوسیدونکو ته مبارکې ورکړه او ورزش یې د مخدره توکو په وړاندې مهم رول په ګوته کړ او همدا ډول ورزش د سالمې ټولنې د كولتور، اقتصادي، سياسي او فرهنګي اړيكو په پرمختګ كې غوره رول دي. د بدني روزنې د سېستم عمومي موخه د ټولنې د ټولو وګړو د روغتيايي حالت د بشپړېدو او ښه كېدو، د جسمي، دماغي، اروايي وړتياوو وده ده لنډه داچې ورزش د سولې زېرې دي . ځایې خلکو د دې مرکز مسولینو سره د پوره ملاتړ ژمنه وکړه او د خپلو تنکیو ماشومانو د تشویق په موخه هر اړخیزې هوکړې و کړې .
د یادولو وړ : د کیوکوشین کان کراټې لوبه د افغانستان په ۱۳ بېلابېلو ولایتونو کې پر مخ بېول کیږی ، دیادې لوبې مرکزي څانګه د هرات ولایت په لرغونې ښار ټولو ولایاتو استازو سره وخت ناوخت خپلې رسمي اړیکې نيسي په ننګرهار ولایت کې د کراټې لوبې له پخوا نه ډیر مینه وال لري ، له همدې امله دجلال کوټ ښار ګوټې نه پرته د همدې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په لسګونو څانګې موجودې دي .
اباسین شینواری [email protected] - احسان
بېرته شاته