(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بونیر کی دچت پريوتوله امله 14 میرمني مړۀ شوي دي

[23.Nov.2010 - 20:33] د پښتونخوا په بونير سيمه کې د نهې(سه شنبې) په ورځ ديو گټر دچت پريوتو له امله دښځو او ماشومانو په شمول لږ ترلږه 14 کسان مړۀ شوي او 34 ژوبل شوي دي. دپوليسوله مخې دبونير په جوړ کلي کې دجنازې غمرازۍ لپاره په لويې شمير کې ښځې ديو کور په دالان کې راټولې شوې وې چې په دغه مهال دگټر چت کښيناستو. پوليس وائي دکلي خلک ديو تن ارشد حيات چې تيره ورځ دسړک په حادثه کې ژوبل شوى ؤ او وروستو يې ساه ورکړه ددعا لپاره دهغه په کور کې په گڼ شمير ماشومان او ښځې راټولې شوې وې. په دغه پيښه کې دارشد کورودانې هم ساه ورکړې ده. ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. په ژوبل کسانو کې هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړوپه شمير کې دزياتوالي انديښنه ده. وروستو په دغه پيښه کې دمړو شوؤ ميرمنواجتماعي جنازه وکړل شوه چې پکې گڼ شميرخلکو برخه لرله. دغه راز شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د گل (دوشنبې)په ورځ د بې پائلټه هوائي جهاز یا د ډرون په حمله کې پنځه کسان وژل شوې دي. چارواکې وائي حمله د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه نه ٢٥ کلو میټره د ختیز لورې ته شوې ده. یوه ورځ وړاندې د اتوار په ورځ هم په سیمه کې ډرون برید ترسره شوی ؤ چې کښې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوې ؤ. شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعده جنگیالو مرکز گڼلی کیږي. په دې ورستۍ موده کې سیمه کې د ډرون حملې زیاتې شوې دي. د ډرون حملو په حقله ویل کیږي چې دا د امریکې د اسختباراتو اداره سي آئې ای ترسره کوي خو امریکائې چارواکې ددې خبرې په رسمي توگه تصدیق نه کوي. د امریکې واشنگټن پوسټ نومې ورځپاڼې خپل یو ورستي رپورټ کې ویئلې امریکا غواړي پاکستان کې د تندلارو خلاف د ډرون پراخه کړې او ددې لمن د بلوچستان صوبې پورې هم اوغځوي. بلخوا د کمبوډيا پايتخت پنام پن کې ديوې روايتي ميلې په مهال دالغاؤ تلغاؤ جوړيدو له امله دمړو شوؤ کسانو شميره 378ؤ ته رسيدلې او په سلگونو کسان ژوبل دي. دچارواکو له مخې زياتره خلک هاغه مهال دچقيدو او ساه خپه کيدو له امله مړۀ شول کله چې په Tonle Sap نومې سيند موقعيت لرونکې جزيرې کې موجودو خلکو دمنډو ترړو جوړيدو نه پس په پل داوړيدو هڅه کوله. دعيني شاهدانو له مخې ځينې خلک دديکو په مهال دپل څخه لاندې سيند ته پريوتل او هغوي په اوبوکې دډوبيدو له امله مړۀ شوي دي. دنهې په ورځ دکمبوډيا وزيراعظم هن سين دغه اوسنۍ واقعه د70ء په لسيزه کې دکهيمر روج دظلمونو څخه وروستو دهيواد لپاره تر ټولو ستره پيښه گرځولې ده. هغه دپيښې دپلټنو امر کړى او دزيارت په ورځ په ملي کچه دماتم اعلان کړى دى. دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن په ځاني زيان دامريکا له لوري دخفگان څرگندونه کړې او وئيلې يې دي چې هغه باور لري دکمبوډيا اولس به ددغه سختې شيبې څخه په وتلو کې بريالى شي. يو عيني شاهد وائس اف امريکا ته وويل دمنډو ترړو په مهال ديو بل دپښو لاندې دچقيدو وضعيت گڼ خلک دځان بچ کولو لپاره سيند ته په دانگلو مجبور کړل. تر دې مهاله دکشتو دروايتي منډې يا ريس کتلو لاره په راغلو خلکو کې دمنډو ترړو جوړيدو وجه نۀ ده په ډاگه شوې. مقامي روغتون ته دوړل شوؤ مړو او ژوبل کسانو شمير دحد څخه سيوا شوى او گڼ شمير ژوبل کسانو ته دهسپتال په برانډه کې علاج ورکولى شي. ـ ډیوه ـ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته