(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا ادبی ملګری ـ سعودی عرب هلي ځلي

[13.Nov.2010 - 10:54]
پښتونخوا ادبي ملګري (پام) سعودي عرب له ډیری مودی راهیسی له خپل هیواده لیری د خپل کولتور، ژبې او ادب د پرمختیا لپاره هلي ځلي کوی چی په بیلا بیلو وختونو کی ادبي بنډارونه، مشاعری او غونډی جوړی کړی دی، دخپلو مشرانو په ویاړ ئی پروګرامونه جوړ کړی دی چی پدی لړ کی لکه څنګه چی درانه لوستونکي خبر دی داځل د یوی درني غونډی په ترڅ کی دزيارت (پنجشنبي)په ورځ دَ ۲۰۱۰ ع کال داکتوبر په اتويشتمه نېټه دَ سعودي عرب رياض ښار کښې د پښتو ژبی او ادب خادم ښاغلی پروفیسر نیاز په ویاړ غونډه جوړه کړه، دغه غونډه یا دستوره ښاغلي پروفېسر جهانزېب نياز ته دَ هغوي ادبي، علمي اؤ سياسی هلوځلو اؤ زیار اؤ ښاغلي پير علي محمد ته دَ هغوي سعودي عرب کښې دَ پښتون اولس دَ ټولنيز خدمت اؤ پېرزو اؤ ښاغلي طارق خان ته سعودي عرب کښې
دَ مېشته پاتې کېدو وخت کښې دَ ژبې اؤ ټولنې مْلاتړ اؤ مرسته باندې اېوارډونه ورکړی شول. دَ دستورې دَ دريز چارې دَ پام ستر سېکتر سدهېر ساده مخ په وړاندې بوتلې، چې وخت په وخت ورسره خپل مرستيال مجاهدسېلاب سر اړؤلو. په پرېزيډیم مشران ښاغلی پروفېسر جهانزېب نیاز، پيرعلی محمد، طارق خان، حیات روغانی (صدر پام)، عبدالقادر صياد (سرپرست اعلی پام)، ګل زمين سيد (صدر ای اېن پي سعودي عرب)، جان محمدزاهد (صدر پښتو ادبي رڼا سعودي عرب)، عمرزاده افغان (صدر پښتو ادبي مشال سعودي عرب)، مولانا نور احمد دين سالارزئ اؤ ښاغلی عبدالصمدخان ناست وو.
وړومبۍ برخه کښې ښاغلي مجاهدسېلاب دَ طارق خان په ژوند، ښاغلی عنايت الله خپلواک دَ پير علي محمد په ژوند اؤ ښاغلي شېربهادر افتاب دَ پروفېسر جهانزېب نياز په ژوند مقالې واؤرولې. بيا دَ ښاغلي حيات روغاني اؤ مولانا نوراحمددين سالارزۍ په لاس طارق خان، دَ ښاغلي حيات روغاني اؤ ښاغلي پروفېسرجهانزېب نياز په لاس ښاغلي پيرعلي محمد اؤ دَ ښاغلي حيات روغاني اؤ ښاغلي ګل زمين سيد په لاس پروفېسرجهانزېب نياز ته اېوارډونه ورکړی شول. دوېمه برخه کښې غېرطرحی مشاعره ؤشوه چې پکښې دَ پام لخوا روزي خان ناز، اياز ملنګ، اقبال سرهندي، اختر ولی ثنان، ذاکرحسېن خاموش، لياقت مظلوم، شوکت سياروال، نصيب تنها، انورملنګ، ډاکټرګل محمد ګل، ميا جمال شاه یوسفزی، حضرت الله قائد اؤ شوګيراتمان خېل خپل خوندور کلامونه واؤرول اؤ بيا دَ پام کوچيني غړي حسام جهان بهادر دَ درې واړو مشرانو دَ ستائنې لنډی ليک واؤرولو. دَ پښتو ادبي رڼا لخوا جان محمدزاهد، محمد ارشاد اميد، رحمت علي رحمت، محمداياز اياز، جاوېد سواتي اؤ ابراهيم شاه صابر خپلو غزلو اؤ نظمونو باندې داد واخستلو. دَ رياض په خاؤره دَ پاې شاعرانو کښې شمېرېدلي ښاغلي عمرزاده افغان، فضل حکيم عندليب، شېرمحمدزرمل اؤ سيد نبي عاجز پخپلو زيرکو خبرو اؤ تللو بېعتونو داد تر لاسه کړو. ښاغلی بابرشاه دَ لوی اجمل خټک بابا نظم ؛فرياد؛ باندې دستوره راپار کړله. عبدالقادر صياد خپله وېنا کښې ؤوې چې دې نه اګاهو پام نوموړي پښتون لارښود حسېن شاه یوسفزي، ستر شاعر فضل سبحان عابد، ګل شېرين خان، ظهورخان، زمرد بونيري اؤ ميراوس ته اېوارډونه ورکړي دي. دَ پام به دا هڅه وي، چې نهٔ به یوازې په ادبي، علمي، سماجي، کلتوري، سياسي اؤ اقتصادي لارو دَ قام لارښودنه کوي، بلکې دَ داسې ماښامونو تابيا به هم کوي، چې پښتانهٔ يؤ ځای ته راغونډ کړي. پيرعلي محمد خپله وېنا کښې ؤوې، چې نن ماله خدای زما دَ وروڼو په لاس کوم عزت راکړو، دَ دې نه پرته ما دَ پاره څهٔ درناوی کېدی شي. هغهٔ زياته کړه، چې ښاغلی پروفېسر جهانزېب نياز نن دلته ليدلو سره هغه دا ګڼي، چې لکه لوی باچاخان بابا دلته وي. هغوي دَ پښتونخوا ادبي ملګرو دَ دغه پېرزو اؤ درناوي مننه ؤکړه اؤ ډاډ ئې ورکړو، چې دَ پښتو ژبې ادب اؤ ټولنې دَ پاره هغوي هر وخت چمتو دي اؤ دا چې دا هغه پخپل ځان دَ خپلې خاؤرې، خپلې ژبې اؤ خپل قام حق ګڼي. ګل زمين سيد دَ پام مننه ؤکړه اؤ ؤئې وئيل چې دَ پام ملګري دَ هغوي مْلاتړ دی اؤ دَ سعودي عرب په خاؤره هر پښتون هغه خپل ورور ګڼي اؤ دَ دروند مشر په بابله ئې ډېر زاړهٔ يادونه تازه کړل. هغوي زياته کړه، چې دَ دې مشرانو ژوند زمونږ دَ قامي مرام لاره ده اؤ مونږ باندې دَ دوي دَ ښېګړې زباد تر مرګه مرګه دی. پروفېسرجهانزېب نياز خپله وېنا کښې دَ پام دَ دې مېلمستيا نهٔ يوازې داد ورکړو، بلکې دَ ګډون کوونکو ډاډګيرنه ئې هم ؤکړه، کوم چې ډېر په منظمه ډول تر دغه وخته ناست وو. هغوي زياته کړه، چې دَ پام دَ ملګرو دا پېرزو دَ هغوي دَ ژوند يوه ارزښتمنه پنګه ده اؤ دا چې نن دومره مينه ليدو سره را ته خپل هغه لېوني وختونه راياد شول، کله چې به پخپله دَ ژبې اؤ قام دَ پاره نهٔ ستړي کېدلو. دَ دستورې په پايه کښې حيات روغاني دَ ټولو راغلو ملګرو اؤ درنو مېړنو مشرانو مننه ؤکړه، چې پخپل راتګ ئې دغه دستوره ؤنمانځله. هغهٔ زياته کړه، چې ښاغلی مشر مېلمه دَ پښتون تاريخ، ادب اؤ سياست يؤ ژوندی کردار اؤ ريښتونی ګواه دی. دَ هغوي دَ ذات چې څومره حوالې دي، هغه ټولې ريښتونې اؤ نازولې دي اؤ دا چې مونږ نهٔ يوازې دَ هغوي دَ پوهې، زيار اؤ هلوځلو منښته په ځان تسليموو، بلکې دَ هغوي دَ نظرئيې اؤ کړنلارې ښکالو پسې تګ دَ خپل ژوند مرام ګرځوو. دَ دستورې اخيرۍ برخه دَ پښتونخوا ادبي ملګري دَ کلتور سېکتر اکبرعلي اکبر په ټنګ ټکور تر سحره ژوندۍ ؤساتله. روزی خان ناز (دَ پام دَ خپرؤنې سېکتر) ددستوري د نورو انځورونو لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa.com/PakhtunkhwaAdabiMalgariPAMSaudia- روزی خان ناز
بېرته شاته