(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې مخکښ پاچا خان په اړه علمي نړیوال سيمينار

[06.Nov.2010 - 13:19] نن په 06.11.2010 نیټه په کابل کی د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت نن د شنبې په ورځ د نومبر په ۶مه په کابل کې د خدای خدمتګارو د دعدم تشدد دغورځنک بنسټ ایښودونګی باچا خان د سیاسې او قامې مبارزی په اړه دری ورځنئ نړيواله علمي او څیړنیزه غونډه او سمینار جوړوی چی د خان عبد الغفار خان فخر افغان باچاخان سړیتوب (شخصيت) و څېرې او د هغه د پيغام په اړه به ويناوې او څېړنې وړاندې شی. افغان چارواکي وايي دغه دوه ورځني علمي سيمنار ته د لری او بری پښتونخوا پر څېړونکيو سربېره د سيمې او نړۍ پوهان هم ورغوښتل شوي، چې د خان عبد الغفار خان د شخصيت وڅېرې او هم د هغه د پيغام په اړه خپلې ويناوې او څېړنې وړاندې کړي. په وروستيو کلونو کې د پښتنو د مشر عبد الغفار خان په اړه په افغانستان کې دننه او بهر غونډې شوې، خو د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزير مرستيال (غلام نبي فراهي) وايي دا لومړی ځل دی چې په تېرو دېرشو کلونو کې په دې کچه دغه ډول علمي سيمينار جوړېږي، او د پاچاخان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په کې څېړنې کېږي. پدی اړه د ازادئ راډیو په خپل یو رپورټ کی لیکی چی د فخر افغان خان عبدالفغار خان د عدم تشدد په نظر یې ولاړ د مبارزو د درناوي او یادونې لپاره دغه نړېوال سیمینار په داسې حال کې جوړیږي چې نن، سبا د نا امنیو او بې ثباتیو لمن له سیمې را تاو ده. ولسمشر کرزي د پاچا خان او عدم تشدد په نوم دغه نړېوال سیمنار ته په خپلې وینا کې وویل د اروښاد خان عبدالغفار خان لاره د افغانستان او سیمې د لانجو د پریکون یواځنۍ لاره ده او که چېرې د پاچا خان لاره تعقیب شوی وای، نن ورځ به سیمه په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان به له موجوده ستونزو سره لاس او ګریوان نه وای: (نن په هغه اور کې پاکستان او افغانستان سوځي هغه اور چې ده د هغه په خلاف هلې ځلې کړي دي او د هغه لپاره يي بندیخانه تیره کړې په هغه اور کې پاکستان او افغانستان سوځي که دده د وینا چا احترام کړای وای نو نن به دا ولسونه د افغانستان او پاکستان په دې اور کې نه سوځیدلای.) ارواښاد خان عبدالغفار خان هغه څوک دی چې د سیمې په کچه د سولې د سمبول په توګه پیژندل شوی دی او د ده د مبارزو او کړنو څخه د اوږدو کلونو په ترڅ کې د سیمنارونو او کنفرانسونو په جوړولو سره لمانځنه کیږي. د پاچا خان او عدم تشدد د سیمینار یو ګډونوال د سیاسي چارو کارپوه سناتور افراسیاب خټک په اوسنیو شرایطو کې د دغه سیمنار د اهمیټ په اړه وویل، نړۍ ته دا پوهول پکار دي چې زموږ سیمه د ترهګرو نه د سولې د خوښوونکو سیمه ده: (ددې سیمینار اهمیت په دې کې دی ترڅو چې نړۍ و پوهیږي چې زموږ سیمه د تروریزم سیمه نه ده دا د باچاخان سیمه ده،دا د رحمان بابا سیمه ده، دا دمولانا بلخي سیمه ده، دا د جمال الدین افغاني سیمه ده، داد مسلحینو سیمه ده دا د سوله خوښوونکو سیمه ده.) راپورونه / افغانستان په کابل کې د باچاخان او عدم تشدد په نوم درې ورځنې سیمینار ولسمشر کرزي د پاچا خان او عدم تشدد په نوم دغه نړېوال سیمنار ته په وینا کې ولسمشر کرزي د پاچا خان او عدم تشدد په نوم دغه نړېوال سیمنار ته په وینا کې 15.08.1389 د فخر افغان خان عبدالفغار خان د عدم تشدد په نظر یې ولاړ د مبارزو د درناوي او یادونې لپاره دغه نړېوال سیمینار په داسې حال کې جوړیږي چې نن، سبا د نا امنیو او بې ثباتیو لمن له سیمې را تاو ده. ولسمشر کرزي د پاچا خان او عدم تشدد په نوم دغه نړېوال سیمنار ته په خپلې وینا کې وویل د اروښاد خان عبدالغفار خان لاره د افغانستان او سیمې د لانجو د پریکون یواځنۍ لاره ده او که چېرې د پاچا خان لاره تعقیب شوی وای، نن ورځ به سیمه په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان به له موجوده ستونزو سره لاس او ګریوان نه وای: (نن په هغه اور کې پاکستان او افغانستان سوځي هغه اور چې ده د هغه په خلاف هلې ځلې کړي دي او د هغه لپاره يي بندیخانه تیره کړې په هغه اور کې پاکستان او افغانستان سوځي که دده د وینا چا احترام کړای وای نو نن به دا ولسونه د افغانستان او پاکستان په دې اور کې نه سوځیدلای.) ارواښاد خان عبدالغفار خان هغه څوک دی چې د سیمې په کچه د سولې د سمبول په توګه پیژندل شوی دی او د ده د مبارزو او کړنو څخه د اوږدو کلونو په ترڅ کې د سیمنارونو او کنفرانسونو په جوړولو سره لمانځنه کیږي. د پاچا خان او عدم تشدد د سیمینار یو ګډونوال د سیاسي چارو کارپوه سناتور افراسیاب خټک په اوسنیو شرایطو کې د دغه سیمنار د اهمیټ په اړه وویل، نړۍ ته دا پوهول پکار دي چې زموږ سیمه د ترهګرو نه د سولې د خوښوونکو سیمه ده: (ددې سیمینار اهمیت په دې کې دی ترڅو چې نړۍ و پوهیږي چې زموږ سیمه د تروریزم سیمه نه ده دا د باچاخان سیمه ده،دا د رحمان بابا سیمه ده، دا دمولانا بلخي سیمه ده، دا د جمال الدین افغاني سیمه ده، داد مسلحینو سیمه ده دا د سوله خوښوونکو سیمه ده.) د پاچا خان او عدم تشدد په نوم جوړ شوې سیمینار چې د شنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو درې ورځې به دوام وکړي افراسیاب خټک چې د مقالو تر څنګ د اروښاد عبدالغفار خان دتصویرونو د یو ننداتون پرانیستل او د نوموړي په مزار د یوې لویې مشاعرې پروګرامونه هم په کې شامل دي . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې، په سیمینار کې د افغانستان او سیمې په کچه نیږدې پنځه سوه پوهان رابلل شوي چې په ګډونکوونکو به د نوموړي د مبارزو په اړه نوي چاپ شوي پنځه توکه کتابونه هم وویشل شي. - عندلیب
بېرته شاته