(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو ٦٠ ؤ نه زیاتو کسانو ته کوړې ورکړې

[01.Nov.2010 - 14:47] ډیوه:10.11.2010 ددې نه وړاندې به طالبانو په سوات کې عامو خلکو ته د خپلې خوښې سزاگانې ورکولې. سوات کې سزا شوؤ خلکو کې زنانه هم شاملې وې چې د پوښتنو د روایاتو برخلاف په ورته په ډاگه د کوړو سزا گانې ورکیدې. د پاکستان په اوکرزو قبائیلې سیمه کې د ٦٠ؤ نه زیاتو کسانو ته طالبانو سرعام د کوړو سزاگانې ورکړې دي. د سیمې نه مطبوعاتي رپورټونه وائې طالبانو په دغه کسانو د نشۍ توکو د استعمال او خرڅولو تورونه لگولې ؤ. رپورټونه وائې طالبانو ادعا کړې چې دغه کسانو ته د طالبانو عدالت سزاگانې اورولې دي. رپورټونو کې ویل شوې هر په کوړو لس لس ځله وهل شوی دی. دا نه ده معلومه چې تورن شوؤ کسانو په هغوې د لگول شوې الزاماتو په جواب کې څه دریز ؤ. د طالبانولخوا دعام وولس ته اجتماعې سزاگانو رپورټونه په داسې وخت کې راغلې دي چې حکومتي چارواکو وئیلې ؤ د اورکزو زیاتره برخې د څو میاشتو د عملیاتو ورستو د طالبانو نه پاکې کړی شوې دي. خارجي مطبوعاتي رپورټونه وائې د حکومتي اعاؤ باوجود طالبان او د القاعده سره تړاؤ لرونکې تندلاري اوس هم سیمه کې د خپلې خوښې اسلامي قوانین د عملي کولو توان لري. ددې نه وړاندې به طالبانو په سوات کې عامو خلکو ته د خپلې خوښې سزاگانې ورکولې. سوات کې سزا شوؤ خلکو کې زنانه هم شاملې وې چې د پوښتنو د روایاتو برخلاف په ورته په ډاگه د کوړو سزا گانې ورکیدې بلخواپه صوابۍ کې د گل (دوشنبي) په ورځ شوې حمله کې څلور نور کسان زخمیان شوې دي. پاکستاني مطبوعاتي رپورټونه وائې حمله د صوابۍ په شاه منصور کلې کې د پولیسو په مرکز باندې شوې چې پکښې دوه پولیس وژل شوې دي. په صوابۍ ضلع کې په پولیسو د برید په حقله رپورټونه وائې پولیس چارواکو د ځانمرگه حمله کونکې مخه ونیوله کله چې هغه کوشیشو کولو چې د پولیسو مرکز ته وردننه وځي. رپورټونه دا هم وائې چې حمله کې څلورو جنگیالو برخه اخسته چې یو پکښې پولیسو سره په ډزو کې وژل شوې او دوه نور په تښیدو کې کامیاب شوې دي. د تشدد په بله پیښه کې پیښور سره نزدې پبو کلې کې جنگیالو په افغانستان کې میشته د نیټو او نورو نړې والو ځواکونو ته سامان وړونکو ټرکونو باندې ډزې کړې دې او په نتیجه کې يي څلور کسان زخمیان شوې. او د گل (دوشنبی) په ورځ د شمالي وزیرستان په حیدرخیلو سیمه کې بې پائلټه هوائې جهاز یا ډرون یو کور په نخښه کړې دی چې پکښې لږ ترلږه پنځه مشکوک جنگیالي وژل شوې دي. د وژل شوؤ کسانو شناخت په حقله څه معلومات نه دې رامنځته شوې. په دې ورستۍ موده کې په قبائیلي سیمو کې د طالبانو او القاعده خلاف د ډرون حملې سیوا شوې دي. پاکستان ددغه حملو غندنه کوي او دا د خپلې خپلواکۍ سرغړونه بولي. امریکائې چارواکې په رسمي توگه ددې تصدیق نه کوي چې دغه بریدونه امریکائې ځواکونه ترسره کوي. دغه راز په افغانستان کې ميشت دناټو ځواکونه ویلي په ختيز افغانستان کې ديوې نښتې په مهال یې لږ ترلږه 30 جنگيالي وژلي دي. په درنو وسلو سمبالو جنگيالو د خالي په سحر وختي دپکتيا ولايت په برنال اولسوالۍ کې په يوه لرې پرته امنيتي پوسته دڅلورو اړخونو څخه بريد وکړو چې پکې پينځه دنيټو عسکر ژوبل شول. دناټو بيان کې راغلي دي ددغه بريد څخه وروستو فضائي مرسته راوغوښتل شوه، دجنگي الوتکو څخه دتندلارو پشا کولو لپاره درې بمونه وغورځول. دافغان پوځ مشر جنرال زمري په دغه هکله وئيلي دي دجگړې په ميدان د15ؤ تندلارو مړي پراتۀ ليدل شوي دي او افغاني ځواکونه اوس هم په سيمه کې مړي راټولوي. دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په پوسته دبريد کولو مسؤليت په غاړه اخستى او وئيلي دي افغاني او ائتلا في ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله اړوله ده. هغه وويل په دغه بريد کې يواځې 8 طالب جنگيالي مړۀ شوي دي. په کومه سيمه چې دغه بريد ترسره شوى هغه د کابل څخه جنوب لوري ته د125 په فاصله پرته ده چې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان سره گډه پوله لري. په سيمه کې په گڼ شمير کې دتندروه کمانډر حقاني دډلې جنگيالي موجوديت لري او دډرون لخوا دپولې پورې غاړې تر دې مهاله دغلته دموجودو ملکي او غيرملکي جنگيالو په ضد په لسگونو دډرون بريدونه ترسره شوي دي. دنيټو لخوا جاري شوي يو بل بيان کې وئيل شوي دي دجمعې په ورځ په جنوبي افغانستان کې دتندلارو په يو بريد کې دنيټو يو عسکر وژل شوى دى چې ددغه عسکر دوژل کيدو سره سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ عسکرو شميره 608ؤ ته رسيدلې ده. بل لوری ته د امریکې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې خپل یو رپورټ کې ویئلې چې طالب مشران د حامد کرزي سره لیده کاته د پاره په هیلې کاپټر کې کابل ته راوستلی شوې ؤ او هغوې د کابل په یو پراسائش هوټل کې دوه شپې ووکړې د افغانستان صدر حامد کرزي د طالبانو دریو مهمو مشرانو سره په کابل کې لیده کاته کړې دي چې پکښې د ننگرهار ولایت د طالبانو پخوانی والي مولوي عبدالکبیرهم شامل دی. او په افغانستان کې د جگړې په حقله رپورټونه وائې افغان ځواکونو د هلمند ولایت د خوگیانو په ولسوالۍ باندې بیا قبضه کړې ده. څو ساعته وړاندې طالبانو د سختې جگړې ورستو دغه ولسوالي په خپله ولکه کې اخستې وه. هم په هلمند ولایت کې نیټو وئیلې د طالبانو د رسد په مرکز باندې حمله کې يي ١٥ جنگیالي وژلې دي. که یوخوا افغانستان کې د نړې والو، افغان عسکرو او طالبانو په منځ کې د نخښتو خبرو منځته راځې نو بل اړخته د یاغیانو او حکومت ترمنځ د امن د پاره هلې ځلې هم روانې ښکارې. په دې حقله د امریکې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې خپل یو رپورټ کې ویئلې چې طالب مشران د حامد کرزي سره لیده کاته د پاره په هیلې کاپټر کې کابل ته راوستلی شوې ؤ او هغوې د کابل په یو پراسائش هوټل کې دوه شپې ووکړې. د مولوي عبدالکبیر سره سره دوه نورو طالب مشرانو صدر اعظم او انوارالحق مجاهد د حامد کرزي سره په خبرو کې د شرکت ورستو بیا پیښور ته بوتللی شول. د ای پې د رپورټ ترمخه، انوارالحق په کال ٢٠٠١ کې د اوسامه بن لادن د توره بوره نه په تښتیدو کې مرسته کړې وه. ویل کیږي هغه تیر کال په پیښور کې د نیول کیدو ورسته تر اوسه پورې د پاکستان په ولکه کې دی. ای پي خپل رپورټ د یو پخواني طالب مشر په حواله ورکړی دی. رپورټ وائې یو غربي چارواکې هم طالب مشرانو سره د حامد ‏کرري د لیده کاته تصدیق کړی دی خو دا يي نه دې وئیلې چې په لیده کاته کې څوک څوک شامل ؤ یا پکښې څه پرمختگ شوی دی. رپورټ کې نه دې پخواني طالب مشر او نه د غربي چارواکې نوم څرگند کړی شوی دی. حامد کرزي طالبانو او د حکومت نورو مخالفینو سره د خبرو اترو د پاره ٧٠ کسیزه شورا جوړه کړې ده او ددې خبرې تصدیق يي کړی دی چې طالبانو سره په غیررسمي کچه رابطې شوې دي. امریکائې چارواکو ویئلې چې امریکا د افغان حکومت او د طالبانو په منځ کې د خبرو اترو ملاتړ کوي. او پاکستان وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د امن د پاره د خبرو اترو په عمل کې کردار ادا کولو ته تیار دی. په هلمند کې د جگړې په حقله رپورټونه وائې د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد منلې ده چې طالبان د هلمند د خوگیانو ولسوالۍ نه وتلې دي. هغه ویئلې طالبانو یو شمیر افغان پولیس سره دسلې نیولې دې. افغان چارواکو وئیلې د خوگیانو نه د وتلو په وخت طالبانو ځنې حکومتي ودانیو ته اور اچولی دی.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته