(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادبي ملګرو پروفیسر نیازته ایوارډ ورکړو

[31.Oct.2010 - 21:32]
د سعودي عرب په پايه تخت رياض کې د پښتو ادبي ملګرو د پښتونخوا نه راغلي پښتون مشر او د باچا خان د کورنۍ ستوري ښاغلي پرفيسر جهانزيب نياز ته د هغوي په خدماتو ايوارډ ورکړو په دغه موقع د ښار د ګوټ ګوټ نه پښتانه شاعران او فنکاران راغونډ شوي وو.د عوامي نيشنل پارټي د سعودي عرب څانګې صدر ګلزمين سيد او ليکوال حيات روغاني ميلمه ته دغه ايوارډ ورکړو وروسته غير طرحي مشاعره او د ټنګ ټکور پروګرام تر سحره پورې جاري وو او د پروفيسر صيب سره ليکوالانو عکسونه ويستل..پروفيسر صيب په خپله وينا کې ددې ځاي د ملګرو شکريه ادا کړه او د پښتو او پښتنو په مسايلو ي مدلل تقرير وکړو
- فضل عندلیب
بېرته شاته