(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان درغلیو کې په 34م او افغانستان په دوهم نمبر دي

[28.Oct.2010 - 07:48] د بډو رشتونو د څارنې ادارې ټرانسپيرنسي انټر نيشنل ديو راپور له مخې په پاکستان کې درغلۍ سيوا شوي دي اودغه هيواد ددرغليو په لړ کې اوس د42م څخه 34م هيواد ته راکوز شوى دى. د ادارې له مخې صوماليه ددرغليو په هکله په لمړي اوميانمر او افغانستان په ګډه توګه په دوهم نمبر دي. ټرانسپيرنسي انټر نيشنل دبډو رشوتونو په هکله دنظرپوښتنې راپور 2010ء جاري کړى او دغه راپور په بيلا بيلو هيوادونو کې ددرغليو معلومولو لپاره تر ټولو باوري پيمانه ګڼل کيږي. دبډو روشتونو دنظرپوښتنې دتګلارې په اساس هيوادونو ته دصفر څخه تر لسو پورې پوائنټونه ورکړل کيږي ، کوم هيواد ته چې څومره زيات پوائنټونه ورکړل شي په هاغه هيواد کې بدعنواني هم هاغه هومره کمه وي او دکومو هيوادونو پوائنټونه چې کم وي هلته دبډو رشتوتونو کچه هم هاغه هومره زياته وي. ددرغليو دنظرپوښتنې له لارې دنړۍ د178ؤ هيوادونو درجه بندي شوې ده، دهغوي څخه په څلورو کې دريوؤ هيوادونو دصفر څخه تر 5ؤ پورې پوائنټونه ترلاسه کړي دي. ددې مطلب دا دى چې بډې رشوتونه اوس هم دپرمختيا په لاره کې ستر خنډ دى او دغه شان پاکستان د2.3 پوائنټونو ترڅنګ په 34م نمبر دى. تير کال پاکستان ددرغلۍ په ليکه کې په 42م نمبر ولاړ ؤ. په فهرست کې داتوؤ درجو لاندې راتللو مطلب دا دى چې په دغه هيواد کې په بډو رشوتونو کې زياتوالى شوى دى. دپاکستان په پرتله هند ددرغليو په لړ کې په 90م نمبر دى. صوماليه د نړۍ تر ټولو بدعنوانه هيواد ګرځول شوى، افغانستان او ميانمر په ګډه توګه په دوهم او عراق په درغليو کې په دريم نمبر دى. کۀ دنړۍ دهاغو هيوادونو چې پکې تر ټولو کمې بډې رشوتونه روان دي نو په هغوي کې ډنمارک، نيوزي لينډ او سنګار پور د9.3 پوائنټونو سره په ګډه توګه دنړۍ تر ټولو کم بدعنوانه هيوادونه دي، فن لينډ او سوئيډن په شريک ډول په دوهم او کاناډا په دريم نمبر هيواد دى. Source: Deewa- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته