(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دَ رنګونوماښام

[27.Oct.2010 - 17:53] دَ اکتوبر پۀ څلېرېشتمه نېټه پۀ نشتر هال پېښور کښې دَ څو کالو بندېز نه پس پۀ اولنی ځل يوه کلتوری غنډۀ ؤشوه چې پکښې دَ ټنګ ټکور تابيا هم شوې وه دَ ۲۰۰۲ دَ ووټونو نه پس چې پۀ صوبه کښې دَ مليانو کوم حکومت جوړ شوے وو، هغوۍ پۀ نشتر هال دَ هر قسمه کلتوری غنډو لپاره بندېز لګولے وو چې نتيجه ئې دا شوه چې نشترهال شاړ شو او فن کارانو دَ سی ډی پروډکشن طرفته مخه کړه خو دَ څو کالو راهسې دَ ترهه ګرۍ لۀ وجهې ډېرو فن کارانو لۀ دغه څۀ نه ډډه اوکړه او خلک هم لۀ داې قسم غنډو لۀ نۀ راتلل، خو ژوند ايله پۀ کور کښې دَ کښېناسو نوم خو نۀ دے، ژوند خو يو آرټ دے، تېرؤل ئې هم طريقه غواړی او موسيقی دَ آرټ يوه لويه برخه ده او بيا پۀ داسې لمبه لمبه حالاتو کښې موسيقی او شاعری ډېر ارزښت لری نو ځکه خو دَ پېښور او سوات ملګرو ډېر دَ جرات کار اوکړو چې پۀ دې حالاتو کښې ئې دَ موسيقۍ دَ ماښام تابيا اوکړه، دَ سوات او پېښور ملګرو عثمان اولس يار، امجد شهزاد، بختيار خټک پۀ بې حده زيار او کړوا او بيا دَ ځنې اين جی اوز پۀ مالی مرسته دا پروګرام اول پۀ ودوديه هال سوات کښې ترتيب شوے وو چرته چې مخکښې پۀ ۴ جولائی هم دَ دغه ملګرو لۀ خوا يو لوئې پروګرام شوے وو خو دَ ځنې ستونزو لۀ کبله دلته دَ نمانځلو تابيا اوکړے شوه،ورسره دَ کرن خان، عمران، روم، بلوچ، دَ امن تحريک او ازاد پی ايس ايف ملګرو زيار او مرسته هم دَ ستائېنې وړ ده ورسره دَ پښتونخوا صوبائی حکومت، افراسياب خټک صيب او لطيف اپريدی صيب هم دَ ستائېنې وړ دی چې دَ شپږو ګنټو نه هم پۀ کم وخت کښې ئې ورله دلته پېښور کښې پۀ خصوصی توګه انتظامات اوکړل دَ دې غنډې کوربه بختيار خټک او کوربنه مينه شمس وه ، دا پروګرام دَ ريډيو پاکستان پۀ مرسته دَ ايف ايم ۹۶ سوات نه نېغ پۀ نېغه اورېدے شو، پۀ سازونو کښې دَ رباب، دوکړۍ، شپېلۍ،باجې ، کی بورډاو ډولکی نه علاوه وائلن هم اوغږولے چې پۀ پښتو موسيقۍ کښې ډېر کم اورېدے شی ، وجه ئې دا ده چې زياد خان پۀ ټوله صوبه کښې دَ وائلن واحد استاذ دے اياز خان،امجد شهزاد،رابعه تبسم، کفايت شاه باچا، خالد خان، کرن خان، مسرت مومند، اقبال مومند او بختيار خټک پۀ خپلو خوږو اوازونو دَ خلکو زړونه اوګټل، بيا خاص کر کفايت شاه باچا چې پۀ دوه قسمه اواز او دَ نوی کهول دَ خوښې سندرو سره ډېر دادونه واخستل، مسرت مومند چې خدائې ورله دَ ښکلی شکل و صورت سره سره ډېر ښکلے اواز اودَ فن پۀ باريکيو پوهه هم ورکړې دَ هغوۍ پۀ سندرو هم خلک ډېر محضوض شول دَ سندرو نه علاوه څو قابل ذکر شاعرانو عثمان اولس يار سوات، اقبال شاکر بټ خېله او علی اکبر سيال هم پکښې خپل کلامونه دَ وخت او حالاتو پۀ مناسبت سره واورؤل دِ دې نه علاوه دَ پښتو ټوکو نوموړو ټوکمارانوسيد رحمان شېنو، زردار بلبل او مراد خان ګل بالی هم پکښې څو خاکې وړاندې کړې چې دَ طنز، مزاح سره سره پکښې پۀ ټولنېزی بديو خواږۀ خواږۀ ټکونه شوی وو. Musical Concert at Nishtar Hall Peshawar Raport: Gohar Nangyal KWN- ګوهر ننګيال
بېرته شاته