(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونخوا د سیلاب ځپلو سره د مرستو بهیر

[24.Oct.2010 - 22:09] درنو او قدرمنو هیوادوالو ! لکه څنګه چې تاسي ته مالومه ده چی په پښتونخوا کې د سیلابونو له امله زیاتو کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی، په زرګونو کورونه سیلاب وړی ،په لکونو سپین ږیري، ښځي او ماشومان بی کوره شوی. ښوونځي، دوکانونه، پلونه، مارکیټونه،کاروباری مرکزونه، هوټلي ، سرکونه ،لاري او د کر کیلي ځمکی اوبووړي دی. گڼ شمیر خلک د وبائي او نوروخطرناکو ناروغیو سره مخ دي. نو لدی امله دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندپه ټولو درنو پښتنو/افغانانو ورنواوخویندو، دانساني خواخوږي له مخې غږ وکړ چی له بی کوره شوو، بی وزلواو غمجنوکورنیو سره مرستې وکړئ، تر څو سیلاب ځپلی بی وزله کورنئ بیرته خپل نورمال ژوند ته راوګرځی .
پدی تړاو راټولی شوي مرستی په لومړی پړاو کی د پښتونخوا د سوات ولسوالئ په مدین ، چیل او بشي ګرام کیلیو کی په دری سوه شپاړس (۳۱۶ ) سیلاب ځپلو حقدارو کورنیو ته د کورنیو د تعداد په بنسټ وویشل شوی.
دغه راز په پورتنیو کلیو کی د یو زر او دوه وه سیلاب ځپلو ماشومانو لپاره د ښوونځی (سکول) دبکسو، جامو او درسې موادو مرسته شوی. په همدی تړاو د شبقدر کلی ، د سوات د بریکوټ او ګورتئ کلیو، دچارسدی او د نوښار د سیلاب ځپلو لپاره مرستی لیږلی شوی دی. چی لستونه ئی مونږ ته رارسیدلی دی. په همدی تړاو د نوښار د فنکارانو په کلی کی د ۱۶۰ ماشومانو لپاره د سکول بکسي او درسي موادو مرسته شوی چی د نوښار دافغان مهاجرو کیمپ کی نغدی مرستي ویشل شوی دی.
دسیلاب ځپلو کورنیو سره ستاسي مرستي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له لیاری دوام لری ستاسو د ټولو کور ودان د سیلاب ځپلو کورنیو په استازیتوب له تاسی څخه مننه کوو. په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د نورور انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa/PakhtunkhwaFloodReliefPSDP- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته