(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علمی ټولنی له خوا تازه چاپ شوی کتابونه

[24.Oct.2010 - 21:30] په پکتيا کې د (علمي) په نامه د يوې خپرندويې ټولنې لخوا په پښتو ژبه تېره اونۍ لس بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره شول. دغه کتابونه اوس د هيواد د ننه په سترو کتاب پلورنځيو کې تر لاسه کېداى شي. د هيواد د ننه د کتاب مينه وال کولاى شي دغه کتابونه له کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي او د هيواد بهر مېشتو اوسيدونکو افغانانو ته به په نژدې راتلونکي کې په انټرنټ پر ليکه شي. د هغو کتابونو نومونه، د ليکوالانو او ژباړونکو له نومونو سره چې د (علمي) خپرندويې ټولنې لخوا خپاره شوي دي په لاندې ډول دي. شمېره د کتاب نوم ليکوال / ليکوالان ژباړن ١- نيلي کرښه ـ حبيب الله رفيع ٢- د حقارت غوټه ـ ډاکټر محمد منصور محب الله زغم ٣- د پکتيا نکلونه ـ مير احمد ګربز ٤- ستره لوبه ـ امير رضايي ـ لعل آقا شيرين ٥- دې د مينې افسانې شيرالله مراد ته څه نوم ورکړم ٦- خاموش فيلسوف : علم ګل سحر ٧- د تصوف د فلسفې تاريخ : پروفيسور آربري او حريف الله حق پرست ډاکټر رانک لسن ٨- اروايي ښامار : عبدالغفور ليوال ٩- لرغونې نړۍ : پوهنوال رسول باوري ١٠- په منګلو کې د بوټو نومونه : علي محمد منګل Mohammad Naseem Pasarlay Kabul University Afghanistan- نسيم پسرلى
بېرته شاته