(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان طالبانو سره د سولې لپاره د سعودي عربستان مرسته غواړي

[21.Oct.2010 - 17:40] Oct.21.2010 افغانستان کې د نهه کالو روانې جگړې د ختمولو لپاره د افغان حکومت نوي سولې کونسل په سعودي عربستان باندې طالبانو سره په خبرو اترو کې د مرستې غږ کړې. د سولې کونسل ویاند قیام الدین کشاف د زیارت په ورځ ویلي چې د سعودي عربستان پاچا عبدالله دې طالبان سولې پروسې کې گډون لپاره خپل اثر وکاروي. سعودي عربستان د پاکستان او عرب اماراتو په گډون یواځېنې دریم هېواد وؤ چې افغانستان کې یې په 1990 په لسېزه کې د طالبانو واکمنې منلې وه. په داسې حال کې چې افغان مشران طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره هڅې کوي نړیوال او افغان ځواکونو د طالبانو مضبوط ځاې جنوبي کندهار ولایت کې عملیات کوي. افغان چارواکي ادعا کوي دغه عملیات چې دوه میاشتې د وړاندې پېل شوي دي طالبان یاغیان یې په سیمه پریښولو مجبور کړي دي. احمد والي کرزۍ چې د کندهار د ولایتی شورې مشر دې یوې امریکایي بهرني خبري ادارې ته ویلي چې ډیر پرمختگ شوې دی او ډیر جنگیالي کمانډران وژل شوي او نیول شوي دي. بل لورې ته افغان چارواکي وائي د زيارت په ورځ په افغانستان کې په بيلا بيلو بريدونو کې يو دناټو عسکر او څلور افغاني پوليس وژل شوي دي. ناټو پخپل لنډ بيان کې يواځې هم دومره وئيلي چې دهغوي يو عسکر دتندلارو په بريد کې وژل شوى خو په دغه هکله يې نور تفصيلات نۀ دي جاري کړي. دناټو ددغه عسکر دوژل کيدو وروستو سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 598ؤ ته رسيدلې ده. په کال 2009م کې 521 بهرني عسکر وژل شوي وؤ چې دغه کال دافغانستان دنهه کلنې جگړې په هکله دوهم خونړى کال گڼل کيږي. د افغانستان دکورنيو چارو دوزارت له مخې په لويديز هرات ولايت کې څلور افغاني پوليس هاغه مهال وژل شوي کله چې دهغوي گاډى ديو بم سره ټکر شو. بلخوادناټو او امريکا پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس ددی خبرې پخلى کړى دى چې ائتلا في ځواکونه افغان حکومت سره خبرو اترو لپاره ځېني طالب استازو ته کابل پورې د تگ اجازه ورکړی. د لندن په رائل يونایټيډ سروسز انسټېټيوټ کې خبريالانو سره د خبرو په مهال جنرال ډيوډ پيټرياس وويل گڼ شمير لوړپوړو طالب مشرانو د افغان حکومت سره په لوړې کچې تماسونه نيولي دي او په ځينو حالاتو کې دغه مشران هاغو هيوادونو پورې هم رسيدلي چې په افغانستان پسې مربوط دي. جنرال پيټرياس هم دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې اترې دارزښت له درکه دخپل نوعيت دلمړي پړاؤ خبرې اترې وگرځولې. ښاغلي پيټرياس اشاره ورکړه چې دائتلافي ځواکونو له لوري دطالبانو استازو ته خوندي لاره ورکول کيږي خو دا يې په ډاگه نۀ کړه چې دخوندي لارې نه دهغه مطلب هغوي ته سفري اسانۍ ورکول او کۀ دنيټو لخوا دخبرو اترو دملاتړ کولو په غرض اسانتياوې ورکول وؤ د سرچينو له مخې دافغان حکومت سره په شوؤ تماسونو کې دننگرهار ولايت دطالبانو پخواني والي ملا عبدالکبير هم برخه اخستې ده. خو د طالبانو يو وياند قاري محمد يوسف احمدي وئيلي دي دوي په افغانستان کې د امريکائي پوځيانو تر وتلو پورې جگړې ته دوام ورکوي او هاغه کسان چې دحکومت سره خبرې اترې کوي دوي سره هيڅ تعلق نۀ لري. دي او اوس لا دا په ډاگه نۀ ده چې دغه تماسونه به گټور ثابت شي که نه؟ دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن او ددفاع وزير رابرټ گيټس په 15 October 2010افغان شخړه په برسلز کې ديوې بندې کوټې دننه په غونډه کې د خپلو ناټو ملگرو سره خبرې اترې کړي دي. دنيټو په مرکزي دفتر برسلز کې دغه خبرې اترې دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ د تماسونوپه بابله دخپرو شوؤ راپورونو وروستو شوي دي. مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ميرمن کلنټن وويل دا چې اوس يواځې دامن دټينگښت په بابله خبرې پيل شوي دي او مخې ته به زيات خنډان راولاړيږي ځکه نو دروغې جوړې د زړۀ پورې نتيجو په هکله اوس څه نۀ شي وئيل کيدى. هغې وويل افغانان چې څه کوي مونږ يې ملاتړ کوؤ، مونږ ته دهغوي مقصدونه معلوم دي او هغوي ته هم معلومه ده چې مونږ ولې دخبرو ملاتړ ته اماده شوي وؤ. ميرمن کلنټن وويل ديو کال راهسې مونږ ددغو هڅو ملاتړ کوؤ او په دې لړ کې دوخت ټاکنه او پاک نيت هرڅه دي. امريکائي چارواکو ديوې مودې راهسې دا دريځ خپل کړى دى چې دهاغو طالبانو سره دې خبرې اترې وشي چې داړي گړي څخه لاس اخلي ، دالقاعده ملاتړ پريښودو ته راضي وي او دافغانستان داساسي قانون درناوى کوي. هيلري کلنټن او گيټس دا خبره هم وکړه چې دټيټې کچې طالبان دبيلا بيلوترغيباتو له لارې دجگړو څخه لاس پسر کيدلو ته رضا کړل شوي او په ملي ځاندره کې اودرول شوي دي . ددفاع وزير رابرټ گيټس وويل ددې باوجود هم دروغې جوړې دهڅو ارزښت پخپل ځايې موجود دى. نوموړي زياته کړه کۀ گټې يې لنډمهاله وي او که اوږدمهاله خو بيا هم دموقعې څخه گټه اخستل پکار دي. هغه وويل که وضعيت هر شان وي خو کومه موقع ترلاسه کيږي نو بايد ضائع نۀ کړل شي. دنيټو عمومي سکتر جنرال راسموسن هم ددغه عمل ملاتړ کړى دىخو هغه وائي ددې لپاره ضروري ده چې عسکري فشار پځايې وساتل شي. دراسموسن په وينا دافغانستان په هر ځايې کې په طالبانو فشار دى او دهغه په فکر دزيات څخه زيات پوځي فشار به دجوړجاړي په حق کې ښۀ وي. Source: Deewa- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته