(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جانان وزير بادشاه په درناوي مشاعره

[10.Oct.2010 - 22:15] په سپينه وړئ پېښور کښې د جانان وزير بادشاه په درناوي کښې مشاعره وشوه بسم الله الرحمن الرحيم په څليرشتم تاريخ د جمعې په09.30د شپې د فيروز افريدي (راقم الحروف) په حجره کښې د پېښور پښتو ادبي جرګې د سيوري لاندې قطر ته تلونکې د دريو شعري مجموعو او د افسانو د کتاب خالق د پاک پښتو ادبي ټولنې موجوده چئيرمين ښاغلې وزير بادشاه جانان په درناوي کښې يوه درنه او پر وقاره مشاعره وشوه. وزير بادشاه جانان په وطن کښې د رخصتئ تيرولو وروستو نن شپه د قطر ائير ويز په الوتکه کښې قطر ته د تللو نه څو ساعته مخکښې په دې مشاعره کښې برخه وخيسته او پ جه خپل کلام او تاثراتو ئې اوريدونکي ولمانځل. د دې مشاعرې مشر ميلمه د تپه خليل غريب اباد يو معتبر او ادب دوسته شخصيت ښاغلې حاجي شير اکبر صيب وو .وزير بادشاه جانان د دې مشاعرې صدارت وکړو. د نظامت چارې د پېښور ادبي جرګې او مجلې پېښور مشر مدير فيروز افريدي تر سره کړې. د مشاعرې باقاعده اغاز د تلاوت کلام پاک د اياتونو څخۀ وشو. ورپسې د دې مشاعرې ناظم او کوربه فيروز افريدي ټولو ميلمانو ته ستړي مه شي اوئيل او د رواياتو مطابق ئې خپل کلام وړاندې کړو. د راقم حروف دوه غزلو دوه درې شعرونه په دې ډول دي څوک مسافر مه کړې خپل کلے کور په وران مه کړے عظيمه خدايه ته بل څوک زما په شان مه کړے ما د ژوندون لمحې په څومره لوئي قيمت اخيستي څوک د سفر سودا کښې ما غوندې ارزان مه کړے په څـــــــــــومره مــــــــړو شهيدانو ئې وطن ګټلې نور د افغــــــــــان کور د غليم د لاسه وران مه کړے ------------------------------------------------------- او د بل غزل شعر چې: مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو فيروزه مونږه د هغو خلکو په ډله کښې يو د بل په سر کښې تل په خپله قرباني ورکوو ------------------------------------------------------- د مشاعرې د ناظم نه پس د پېښور مجلې مدير ښاغلې دلاور خان وقار صيب ته دعوت وکړې شو دلاور خان وقار څوک چې س سپينې اړئ باشنده ډير وخت ئې په لواړګي کښې د ناظر شينواري د تربيت لاندې تير کړې دے. يو ښۀ نقاد او په روجه علومو پوهه انسان دے. د عوامي ملي ګوند نظرياتي ملګرې دے او د پېښور مجلے شريک مدير هم دے. هغه ميلمانو ته ستړي مه شي اوئيل او خپل دوه نظمونه ئې وړاندې کړل. د هغه د کالم نمونې د نظم يو شعر دنيا مـــــــا کړله اباده د انيا زه ضرورت شوم او د بل نظم شعر چې اظهار ئې د خپل علم عقل وکړو په مخلـــــوق د کائيناتو مقـــــدم شو په دلاور خان وقار پسې د غوريا خيل پښتو ادبي جرګې ښاغلي اختر حسين ننګيال ته د کلام اورولو دعوت ورکړې شو. ننګيال صيب خپل دوه غزلې واورولې او د ساميعنو نه داد وصول کړو. د ننګيال د خوږ کلام نه وروستو د مشاعرې ناظم د پېښور مجلې مدير تحرير او تکړه شاعر ليکوال ،مدرس ،د سپينې وړي مستقل باشنده ،د پېښور ادبي جرګې روح روان ښاغلې نسم خان نسيم ته د کلام اورولو دعوت ورکړو. نسيّ خان نسيم د مشاعري په انعقاد خپله خوښي څرګنده کړه او د خپل کلام دوه غزلې ئې په ډيره مينه واورولې چې خلکو ورله د زړه له اخلاصه داد ورکړو. د کلام نمونه ئې دا ده له ډيره ذوقـــه چې د مينې در ته وختمـه ما وئيل ګلشن دے ولې زه مجمر ته وختمه د نسيم خان نسيم صيب د کالام اورولو وروستو د مشاعرې ناظم په خائيسته الفاظو کښې يو بل نوموړي شاعري اختر حسين خليل صيب ته دعوت کلام ورکړو. اختر حسين خليل صيب د خپلو خيالاتو اظهار وکړو او په دې موقع ئې د جرګې د مشاعرو او محفلونو د جريان ساتلو تاکيد وکړو او دخپلې هر قسم مرستې اطۀار ئې هم وکړو د هغه کلام نومونه: قطار قطار شي اسمان کښې زاڼي وږمې وږمي شــــــــي د ګلاب پاڼې د اختر حسين خليل د نظم او غزل اورولو وروستو د دې محفل مشر ميلمه ،د ادب او ژبې قدردان او امين، د سټيټ بينک پخوانې لائيبريرين،د تبپ خلي غريب اباد مشهور عوامي شخصيت ښاغلې حاجي شير اکبر صيب ته د خپلو خيالاتو د اظهار خواست وکړې شو. حاجي صيب شير اکبر د ښاغلي وزير بادشاه جانان صيب په فن او شخصيت رڼا واچوله او د هغوئي د ميلمه دوستئ او پښتو خدمت ئې بې کچه تعريف وکړو. هغوئي اوئيل چې نن زمانه چې د نفسا نفسئ زمانه ده او خلک د خپلو کارونو روزګارونو نه وخت نه شې ويستلې نو په داسې حال کښې د ادب او ژبې د پاره وخت ويستل او صحيح معنو کښې بې له څه طمعې او لالچ خدمت کول د او داسې محفلونه جوړول ډېر لوئي کار دے. هغه راقم حروف کار او زيار هم وستائيلو او د راقم ملګرو ته ئې امبارکي ورکړه چې تاسو داسې د مينې او محبت ملګرو رفاقت سره نصيب شوې دے. او ستاسو د دې اتفاق او اتحاد په نتيجه پښتو ادب ته ګټه او فائيده رسي. په مشر ميلمه پسې د دې محفل صدر او ميلمه شاعر ښاغلي وزير بادشاه جانان صيب په توصيف او تعريف کښې په خپلو تمهيدي کلماتو کښې د مشاعرې ناظم د هغۀ د ادبي خدماتو او پښتني اوصافو په حقله په بشپړ توګه رڼا واچوله. او د جانان صيب غوندې ادب دوسته ليکوال ئې د ژبې او فرهنګ سنګ ميل وګرځول. په دې خبرو پسې د مشاعرې ناظم جانان صيب ته د کلام اورولو دعوت ورکړو جانان صيب په خپلو خبرو کښې د پېښور ادبي جرګې ټولو غړو شکريه ادا کړه او د دوئي کار او زيار ئې وستائيلو. ورپسې ئې څو نظمونه او غزلې واورولې چې د نومونې د پاره دلته ئې څو شعرونه وړاندې کولې شي هم په دې ځمکه اباد دے د تا هم د کاڼو جوړ دے زما هم د کاڼو جوړ دے خو دې تا ډک دے له نوره او زما تور په لوګي دے دومره فرق دے چې رښتيا وي ته مختاج نه ئې بې شه زه مختاج يمه بې شکه او دا لاندې د غزل دا دوه شعرونه چې لکه د ستوري رانه لرې لاړے نه يّ خبر په څه خبرې لاړے چې ما او ستا به ترې جولئ ډکې کړې هغه مماڼي او ګورګورې لاړې دغه رنګ دا مشاعره د سپې په 10،30 بجې سر ته ورسيده په مشاعرې کښې ګن سمير د کلي محلت ځوانانو او سپين روبو هم ګډون کړې وو په خاصه توګه نجيب الله کاکا،ملک ميړ عالم خان افريدي،عمران افريدي،خليل افريدي،ابراهيم افريدي، عرفان خليل،سيد اکبر علي شاه باچا قابل ذکر کسان دي.- فیزوز آپریدی
بېرته شاته