(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارباب محمد همایون خان خلیل په مړینه د PSDP غمرازئ پیغام

[04.Oct.2010 - 21:14]
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) Press and Information Secretariat
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د خدائی خدمتګارو دقامی ازادی بخښونکی غورځنګ تکړه غړی، د باچا خان بابا د لاری مل اود ارباب سکندرخان کشر ورور ارباب محمد همایون خان خلیل د ۲۰۱۰ ع کال د اکتوبر د میاشتی په ۳ مه نیټه د اتوار ( یکشنبی) په ورځ لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی انا لله و انا اليه راجعون دارواښادجنازه په پښتونخوا کی په خپله پلرنئ هدیره کی په ۴/۱۰/۲۰۱۰ نیټه خاورو ته وسپارل شوه. ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل په قامي سیاست کی ډیر فعال ؤ او د عوامی نیشنل ګوندANP پخوانی جنرل سیکرټری هم پاتی شوی دی. ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP سره نزدی اړیکي لرلي او پښتنو د یووالی،عدم تشدد، سوکالئ او ابادئ په لاره کی دمرګ تر وخته پوری نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړی دی چی پښتون قام به دده خدمتونه تل یاد ساتی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د خدای بخښلی ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل مړینه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، ارواښاد ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ ،خپلوانو او سیاسي ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي روح دی ښاد وی په درناوی
نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټری
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته