(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد هنرمل کاکړ په مړینه د خواخوږئ پیغام

[04.Oct.2010 - 21:07]
د ارواښاد هنرمل کاکړ د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام ١٠-٧-١٣٨٩ کابل افغانستان
په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو انخورګر، سندرغاړي او د تياتر لوبغاړي ښاغلي نبي الله هنرمل کاکړ ومړ. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد هنر مل د څو اړخيزه بريالي هنرمند په توګه د انځورګري، ګرافيک، تياتر، موسيقي او د پروګرامونو دايريکتر په توګه د څو لسيزو په ديخوا د افغانستان په ملي راډيو تلويزيون، د پوهني په وزارت او په آريانا تلويزيون کې نه ستړي کيدونکي خدمتونه تر سره کړي چې د ارواښاد هنري آثار د هېواد په کلتوري ډګر کې تل پاتي دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د خداي بخښلي هنرمل مړينه يوه لويه هنري ضايعه بولي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني، هنري او کلتوري ټولنو ته جميل صبر غواړي. په درنښت الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر- الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته