(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان کي دبېنواپرنشراتوبندیزاو دټول افغان د بندیدو امر

[25.Sep.2010 - 09:38] راپور:راحیله جواد،کابل benawa.com:بینوا: د۲۳ سپټمبر ۲۰۱۰ نیټی راهسي په ټول افغانستان کي دبېنوا پښتو انټرنیټ پاڼي پر نشراتو بندیز لګیدلی دی او اوس دغه پاڼه په خپل نامه یعني بېنواټکي کام په نوم نه خلاصیزي . خو په نورو نومونو ئې لا نشرات همغسي عادي پاته دي . دغه پاڼه دولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په امر داطلاعاتو کلتور دوزیر لخوا بنده سوې ده . چي د وزیر په خبره د څارنوالۍ پریکړه دځان په لاس کي لري . په داسي حال کي چي څارنوالۍ نه حاضریږي خپله یوطرفه پریکړه بېنوا ته په واک کي ورکړي بلخوا ددې پاڼي مشر خالدهادي دبېنوا خبري سرویس ته وویل چي دافغانستان دولت دا پریکړه به دافغانستان د دولت هغه یوازنۍ لاسته راوړنه چي دبیان ازادي ده سخته زیانمنه کړي . ښاغلي هادي وویل : اول خو دافغانستان د مطبوعاتو نافذ قانون د خپلي څلورمي مادي لمخي دولت ته اجازه نه ورکوي چي یو رسنۍ په ټولیزه توګه وتړي دوهم ، دغه ټولي پریکړې چي وزیر کړي دي یوطرفه دي اوبېنوا ته دسپیناوي هیڅ وخت ندي ورکړه سوې . ښاغلي هادي وویل چي وزیر د خپل سلاحیت څخه ناوړه ګټه پورته کړې او هر وخت چي وي رهین به دمحکمې میز ته په همدې اړه راکشوي . په داسي حال کي چي دافغانستان دولت په تیرو لسو کالو کي خپله ترټولو لویه راسته راوړنه دبېان ازادي بولي ، خو اوس داسي ښکاري چي دغه ازادي خپله د دولت له لوري ترسخت ګواښ لاندي ده او په تیرو دوو میاشتو کي بېنوا تر امروز ورسته دوهمه رسنۍ ده چي ددولت لخوا ورباندي غیري قانوني ګزار کیږي . دیادولو وړ ده چي پرون یوشمیر پښتو ویبپانو داسي خبرونه خپاره کړه چي ددغي پریکړي له مخي به ددوی پاڼي هم بندیږي خو داطلاعاتو کلتور وزارت یو لوړ رتبه ماموردنوم دنه ښولو په شرط دغه ګنګوسې رد کړې او زیاته ئې کړه چي له لویه سره دغه پریکړه یوازي تر بېنوا پوري محدوده وه . چي عملي سوې هم ده اود نورو ویبپانوپه هکله هیڅ تصمیم تر اوسه وجود نلري . نوموړي بېنوا ته ومنله چي درهین د دوهم ځل راتګ سره سم دبېنوا دتړلو خبره دوزیر لویه غوښتنه وه چي دفهیم خبر يې یوازي یوه بهانه وه . اوس اوس دننګرهار ، کڼړ او کابل نه نیولې تر کندهار ، نیمروز او هرات پوري په ټول افغانستان کي یوازي دبېنوا پاڼي ته ننوتل بند سوي دي . خو نوري پاڼي په خپل عادي ډول خلاصیږي . هاخوا په نیویارک کي دبېنوا مطبوعاتي مرکز دبېنوا پاڼي د افغانستان دمینوالو څخه غوښتي دي چي تر هغو پوري چي دغه دبېان پرازادي تېرئ موجود وي دوی کولای سي بېنوا پاڼي ته په نورو بیلابیل لسګونو نومونو ننوزي . او که ئې څوک غوښتنه کوي نو ددې پاڼي سره دي مخامخ تماس کي سي . benawa.com/details.php?id=39149 راپور له ټول افغان نه www.tolafghan دغه راز د ټول افغان د انټرنیټی دیری (ویبپاڼی ) له مخی د مخدوم رهين په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په افغانستان کې د ټول افغان.کام او بېنوا.کام د بندولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د رسنيو د شکاياتو د کميسيون له لارې شوې ده او د افغانستان لوی څارنوال الکو ته په دې اړه ليک لېږل شوی دی چې دا اقدام عملي کړي. د ټول افغان د معلوماتو په اساس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم ليک لېږلی دی چې بېنوا او تول افغان په افغانستان کې بند کړي چې خلک یې ونه لولي. ټول افغان د افغان حکومت دا پرېکړه غندي او په افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانانو په مريو دې منګولې نه لګوي او د حق اوازونه دې نه بندوي. د بيان ازادي د افغانانو حق دی او اوسنی اساسي قانون دا حق ټولو افغانانو ته ورکړی دی او د ټول افغان او بېنوا بندول به د حق اواز هيڅککله هم بند نه شي کړای. ټول افغان د افغان حکومت دا کرغېړن ګام د ټولو هغو ازادو روښانفکرو او د هېواد په غم غمجنو ليکوالانو پر مخ څپېړه ګڼي چې په ټول افغان او بېنوا کې ليکني کوي. ټول افغان د مارشال قسيم فهيم او مخدوم رهين له خوا دا ډول ګامونه د افغان ولس او په ځانګړې ډول پښتنو خلاف د دوی د عقدې او دښمنې زېږنده بولي. ټول افغان ټول هېوادو ته غږ کوي چې په ځان دې دا ظلم نه قبلوي چې دوی ته د ازاد غږ او حقيقت رسېدل د افغان ټولنې د جنګسالارانو، غاصبينو او د ايران د تالي څټو له خوا ودرول شي. ټول افغان ټولو افغانانو ته په زغرده وايي چې د فساد او بې عدالتۍ خلاف به یې جګړه روانه وي او په دې لاره کې په لوی الله ج توکل کړی دی او په دې لاره کې له چا نه ويرېږي. ټول افغان باور لري چې دا ډول سپک او ارزانه ګامونه په افغانستان کې د جنګسالارانو او فاسدو عناصرو کمزوري په ګوته کوي او باور لري چې نصر من الله و فتح قريب. هره شپا سبا لري او د ولس د مخلصو بچو په هڅو به دا روڼ سبا هرومرو وينو او فاسد چارواکي او جنګسالارن د افغانستان برخليک نه شي ټاکلی. د ټول افغان په باور د دولت د دې پرېکړو ترشا په دولت کې جګپوړي فاسد عناصر لکه مارشال قسيم فهيم او ورور یې حسين فهيم، د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د کابل بانک نور فاسد چارواکي لکه خليل الله فېروزي او قمارباز شېرخان فرنود، او د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت ولاړ دي. د ټول افغان او بېنوا د بندولو اصلي لامل د کابل بانک د فساد خلاف غږ پورته کول دي چې ټول افغان پرې ليکنې وکړې او ولس یې د اقتصادي او سياسي مافيا له ايتلاف څخه خبر کړ. ټول افغان لومړۍ ويبپاڼه وه چې ويې ويل چې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی امکان لري په امريکا کې د پيسو وينځلو Money Laundering تور محاکمه شي ځکه په دوبۍ کې یې د کابل بانک د هغه وخت مشر شېرخان فرنود څخه په ۷ مليونه درهمه کور اخيستی و چې اته مياشتې وروسته یې بېرته په فرنود په ۱۰ مليونه درهمه خرڅ کړ او درې مليونه درهمه یې جيب ته کړل چې دا کار تر ډېره محمود کرزي ته په قانوني لاره د دې درې مليونه درهمه پيسو وررسول ښکاري چې د پيسو وينځل ښکاري او جرم دی. ټول افغان د کابل بانک په رسوايئ کې د افغانستان بانک د يو مامور ليکنه هم خپره کړه چې د بانک په مشر عبدالقدير فطرت یې نيوکې کړې وې او د هغه د فساد په اړه یې ليکل کړي و. په افغانستان کې د لوستونکو پر مخ د ټول افغان او بېنوا تړل د افغان حکومت او په کې د فاسدو عناصرو ناکامي او بې وسي ښيي. دوی پوهېږي چې دا ډول رسنۍ افغان ولس ته د دوی تور مخونه رسوا کوي. نړيوالې رسنيو - چې ټول افغان نه غواړي دا وخت یې نومونه وليکي - په راتلونکو ورځو کې په دې اړه ليکنې خپروي چې ټول افغان به یې درته وړاندې کړي. tolafghan.com/posts/19784
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په افغانستان کې د بينوا پر انترنت پاڼه باندي د اطلاعاتو او کلتور د وزير لخوا بنديز په کلکه غندي
٥/٧/١٣٨٩ – ٢٧/٩/١٩٨٤ کابل – افغانستان په افغانستان کې د دري لسيز جنګ، جګړه او ناخوالو وروسته د منځمهالي، لنډمهالي او انتخابي حکومت لوي لاس ته راوړنه د ديموکراسي او د بيان آزادي وه چې د هغه په رڼا کې په سلګونو ورځپاڼو، اوونيزو، راډيوګانو او لسګونو تلويزيوني چينلونو او انترنيتي ويبپاڼو خپرول پيل کړل چې په افغانستان کې د انترنتي ويبپاڼو په نړي کې تر ټولو څخه مخ کې او د خلکو او نړيوالو د منلي وړ ويب پاڼه د بينوا پاڼه ده او ويل کيږي د ورځي څه د پاسه دري سوه زره کسان (د افغانستان دننه او بهر) ېي ګوري. بينوا پاڼه بي د شکه پدي توانيدلي ده چې د نړي په ګوټ ګوټ کې د افغانستان په اړه لمړي خبر خپور او په ټولنه کې هغه رښتني پيښي چې جريان لري د هغه څخه لوړ پوري چارواکي او نړيوال خبر کړي. خو له بده مرغه په دي ورستيو کې د اطلاعاتو او کلتور د تعصبه ډک وزير مخدوم رهين لخوا د يو خبر د خپورولو په پلمه چې د ولسمشر د لمړي مرستيال مړيني په هکله خپور سوي او ژر تر ژره بيرته د هغه د ردولو خبر خپور کړ ، د رسنيو څخه د سر غړوني د قانون د (٧) مادي خلاف په افغانستان کې بنديز لګولي دي. په داسي حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزير صرف صلاحيت لري چې رسني د سرغړوني په مهال څارنوالي ته معرفي کړي. د رهين دغه تعصبي امر خپله د قانون سر غوړونه ګنل کيږي او ښاغلي رهين هغه کسان چې د هېواد پر اتلانو او نوميالي روحانيونو لکه ملي قاعد ميرويس خان نيکه، غازي احمد شاه بابا، د ميوند د ډګر اتله ملالي، غازي امان الله خان، لوي استاد علامه حبيبي، ستر شخصيت محمد ګل خان مومند، پير صاحب سيد احمد ګيلاني او نورو پسي هم سپکي او توهين کوي ولي دی هغوي ته څه نه وايي او بنديزونه پر هغو خپرونو نه لګوي؟ دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د اطلاعاتو او کلتور د وزير تعصبي او کرغيړن عمل په کلکه غندي او په افغانستان کې د بينوا پر انترنيتي ويب پاڼي باندي د بنديز ليري کولو غوښتنه کوي. په افغانستان کې د بيان د آزادي او ديموکراسي د مخالفينو د ورکيدو په هيله په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته