(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټول افغان او بینوا د ویب پاڼو د بندولو په هکله -سر خلا صی لیک

[24.Sep.2010 - 22:22] ولی محمد، نورزی, په هالند کی افغان ژونالست د افغا نستان د اسلامی جمهوریت د اطلا عاتو او فر هنګ وزارت وزیر سید مخدوم رهین او همدارنګه د افغا نستان د اسلامی جمهوریت د لوی څارنوالی لوی څارنوال محترم محمد اسحق الکو ته د نورو ژونالستانو وړاندیزونه: .................... دټول افغان او بینوا د ویب پاڼو د بندولو په هکله کلک غبرګون او غندنه: په داسی حال کی چه نني نړی د نوی او پرمخ تللي تیخنالوژی په درشل کی دانسان او بشریت لپاره ورځ په ورځ مخ په وړاندی درومی او دکمپیوتر او انترنټ پراخه دستګاه هم پخپل وار سره خپلی بریاوی او ښګیڼی د انسا نانو محلی چوپړته د زیا تو معلو ماتو زیری ور کوی او د نړۍ په هر ځای او ګوټ کی چه وی په بیړه او آسا نه توګه د بشری ژوند په انګړ ګی د هری کورنی، دفترونود ښوونی او روزنی مرکزونو او دعلم اوساینس دلوړ تخنیک د ضرورت وړ چاری ور ډالی کوی او انسان ددی لوی اوپراخ نعمت څخه برخمن کیږی او د هو سا ینی احسا س ور بخښی. بینوا او ټول افغان ویب پا ڼی هغه نا پیلی ازادی او خپلواکی ویب پا ڼی دی. چه هدف او مقصد یې دافغا نانو د ملی فرهنګ او کلتور وده بیا رغونه او ژوندی پا ته کیدل دی. ولی په عمومی توګه سره ددی ویب پاڼو ارمان و افغا نانو ته د افغا نستان او ټولی نړۍ له تازه بکرو پیښود خبریدو د پر مختګو نواو بر یاوو روانه لړی په هیواد کی دننه او بهر د افغا نانو و چو پړته پخپل وخت رسولې دی او په دی لاره کی یې نه ستړیدونکی هلی ځلی کړی دی. د بینوا او ټول افغان بريښنا پاڼی دلته په بهر کی د نول نسل د روزنی، د افغا نستان د تیر تاریخ د وتلو نومیا لانوو، شاعرانو او لیکولانو په سیمنیارونو ، څیړه نیزو غونډو، کنفرا سونو او دادبی بهیر د غونډو په لمانځنه کی د هیواد نه بهر په خپله فعا له برخه اخیستی ده او ټینګ ملاتړهم یې کړی دی. چه دا یو روښانه حقیقت او واقیعیت دی. په داسی حال کی چه د افغانستان د وګړو د اکثر یت ژبه پښتو ده .نو ددی ویب پاڼو چلوونکې هم د افغا نستان دټولو ژبو په درناوی سره سره د پښتو ژبی د ودی او پر مخ تګ د پراختیا لپاره نه هیریدونکی خد متونه کړی دی. ددی ویب پا ڼود چلوونکو هوډ او اراده یواځی اويواځی د دوی د سپیڅلو احسا ساتو ښکا رندوی ده، اود افغانی ټولنی د فرهنګ مینو افغا نا نو ته په وړیا ډول سره بیله کومه مالی ونډی نه د خدمت د جوګی ډګر ته ور دانګلی دي. دا تنکی ځوانان چه عمریې د شلو کلنو په شا وخواه کی دی، ددی ویب پا ڼو د سمښت، ادیت ،د پښتود کمپیوتری ژبی دتورو الفبآ او کیبوردونو او ډګیتال انځورونه یې په ډیره ما هرانه ډول سره پخپل مټ او قوت سره د کمپیوتر په چو کاټ کی داسی سره را ټول کړی دی چه دهر یوه افغان د ګټی وړ ګرځیدلی دی. دوی خپله دنده داسی پر مخ بیايې چه د افغانستان د خلکود ملی هویت، اسلامی حقا نیت ، افغانی کلتوری رسالت ،عنعنوی ښیګڼی او دوطنی دودونو احسا سات او درنښت پکښی نغښتی دی او څارنه یې کیږی . په بینوا او ټول افغان بریښنا پا ڼه کی د قلم او نظر خاوندانو ته د همکاریو پوره حق او بلنه ورکول شویده، دا ویب پاڼی د لیکو نو د انتخاب اود خپرونی په چارو کی پوره خپلواک او ازاد لاس لری او دټولو افغا نانو وړونو د لیکنی بهیر یې پرته له کومی ډلی یا ټپلی نه د کوم ګوند او یا قوم په ګټه او تاوان نه دی خپوری کړی او نه یې خپروی. ولی د متقا بلو همکا ریو در وازه یې د هر چا پر مخ خلا صه پری ایښی ده.چه دا عمل او کړنی یې د ستا یلو او قدر وړ دی. داچه نن د افغانستان د جمهوری ريا ست مرستیال مارشال فهیم په باره کی ددی ویب پا ڼو خبری سرویس نا سم بللی دی. ولی د ښا غلی فهیم د مرګ اوازی نه یواځی بینوا او ټول افغان خپری کړی، بلکه په هیوا د کی دننه د افغانی رسنیو په ډیرو انتر نټی نورو بر یښنا پاڼو کی هم ورته خبر خپور شوی دی . مګر نن دا ویب پاڼی ملا متی ګڼل کیږی، او دنشراتو په اړینه یې بندیزونه لګول ګیږی. نن په هیواد کی څه فساتونه نا خوالی او د مدنی قانون نه سر غړونی کیږی ولی هیڅوک ورته توجه نه اړوی او ځان بی خبره ګڼی. د تعجب ځای خو دادی چه نن په ټوله نړی کی د بیان ازادی دومره پر مخ تللی ده چه د نړی د جمهور ریس نه نیولی بیا تر هغو ټولو لوړ پوړو چارواکو پسی رقم رقم خبرونه و نشر ته سپارل کیږی. ولی د هیڅ چارواکی د توجه وړ نه ګرځی.مګر دټول افغان او بینوا چلوونکو په وار وار کو ښښ وکړی چه ددی نا وړی خبر پوره او مکمل معلو مات تر سره کړی، ولی د افغا نستان دولتی چارواکو او دفهیم ددفتر مسؤولینود نظر بیلګه هم یو شانته نه وه . نو ځکه ددی خبر د ثابتولو تصدیق دهیچا سره نه وو. که چیری تا سو ددی ویب پاڼو ارشیپ وګوری نو هلته به هرو مروهر چا ته له ورایه ښکاره شی چه ددی خبر اصلی بڼه هر ګړی بدلیدله اود رد او تایید شکل یې نه څرګندی دی. چه ددی دوو ویب پاڼو قصور او اشتباه ددی خبر په خپرولو کی هیڅکله نه وه . او نه دا بریښنا پاڼی د کوم چا ددښمنی او بد بینی د سوچ او فکر خیال لری. زه د یو افغان پخوانی ژور نا لست په توګه د بیان د آزادی ددرناوی پر بنسټ اړینه بولم چه د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت د بیان د آزادی له مخی د نوموړو ویب پا ڼو د بندیزو نه لاس په سر شی. ځکه هره خپرونه او رسنی باید د لیکنی ،تبصری اود ویلو مشروعیت حق ولری نه داچه دکوم لوړ چارواګی په لومه کی را کښیوزی، اوددی آزادی دا پاک احسا سات په ستونی کی ور خفه کړی. په ویب پاڼه کی باید دخلکو د تبصرو، شننو او څییړنو روحیه د افغا نستان د ملی ګټو او ملی یووالی د وروری د لوړو اسا ساتو پر بنسټ ولاړی وی. نه په سیمه ییزو قومی، ژبني، مذهبی او تعصبی اړیکو چه پا ی لوبه یې د شخصی غرضونو، قومی توکمونو او دکوم ګوند یا ډلی ټپلي د تبلیغاتو اوپرو پاګند سبب او عامل شی. چه په دی صورت کی به دا ډیره خطرناکه او نا وړه اغیزه د افغانی ټولنی د بیان آزادی پر بهیر باندی چه دا اوس د ودی او تکا ملی پړاوو نه ته پل اخلی زیان و رسوی ، او تر غټی پوښتنی لاندی به یې راولی. ددی ویب پاڼو مینه وال په هیواد کی دننه او دباندی د بیلا بیلو اړیکو او کړیو په وجه په پراخه پیمانه دومره زیات دی چه ددوی دا اړیکی به هیڅ کله سره ونه ښکیږی ، ولی ددوی ګډ عام غورځنګ به په ټولنیزه توګه د ګران افغا نسستان د ګوټ ګوټ څخه انعکاس و اخلی او سره یوځای به شی . دیووالی اوسولی د اصولو په چو کاټ کی خپل تاریخی رسالت د هر افغان او ژور نا لست ملی دنده ده او مخ په وړاندی به درومی. نو زما په نظر ددی بریښنايې ویب پاڼو بندول هسی یوه سیاسی او اوشخصی لو به ده نه دبیان د ازادی د قانون دنه مرا عا تولو جوګه. په اخیر یو ځل بیا د افغا نستان د اطلا عاتو او کلتور وزارت او د افغا نستان د لوی څارنوالی څخه هیله کوم چه زمونږ دا لګیدلی ډیوی را مړه نکړی او دافغا نی چوپړ د منوورینواو ړون اندو دا ځلانده ستوری تل روښانه او ځلا نده وسا تل شی. دقلم او بیان د ازادی و قانون ته دی احترام وشی. - نورزی
بېرته شاته