(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري درنې كورنۍ ته!

[16.Apr.2006 - 16:36] موږ د ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر خواشيني او ويرژلي كړو. هغه خپله ټوله ځواني د لربر تس نس پښتون- افغان ولس د پيوستون له ستر ارمانه ځار كړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ترې لاس پر سر نه شو ګوندې ترې راپاتې ستوري يې هغه نيمګړى پاتې ملي-انساني ارمان له هماغسې ټينګ هوډ و ايمان سره پر مخ يوسي او له دې سره يي ارمانژلې پښتني اروا ښاده او هوسا وساتي! موږ يې په دې ترڅ كې چې د هغه جنګيالي او فرهنګيالي اروا ښاده غواړو، ويرژلې كورنۍ او پاتوړو هممورچلو ته د زړونو له تله خواخوږي وړاندې كوو! پوهاند دوكتور م.ا. زيار- سيد حسين هاشمي(پاچا) او كورنۍ کسفورډ، اپرېل 2006-
بېرته شاته