(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا کې په ښونځیو کی پښتو ژبه لازمي شوه

[05.Sep.2010 - 20:43] 05.09.2010د خيبر پښتونخوا حکومت يوه ډيره تاريخي پريکړه کړی ده او د پښتونخوا په ټولو ښونځيو کې يې د لومړي ټولګي نه تر لسم ټولګي پوری پښتو ژبه لازمي ګرځولی ده. مونږه ټولو پښتنو افغانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايو. د دی کار چې هر څومره ستايينه وشي کمه ده . دا يو ډير تاريخی کدم دی او بايد هر پښتون او پښتنه د دی کار ستايينه وکړي او کلک ملاتړ يې وکړي. که دا کار بريالی شي نو هغه ورځ به ډيره ژر راشي چې پښتانه به ټول علمونه او هنرونه په خپله مورنۍ ژبه کې زده کوي او پښتو به د درس و تدريس ، ادالت او حکومت ژبه وي. سربيره پر دی به هغه پښتنو ته د کار موکه په لاس ورشي چې په پښتو ژبه کې ماسټري لري. مونږه په پښتونخوا سوبه کې ځينې لږکي يا اقليتونه هم لرو. پښتانه غاصبان نه دي او خپلو اقليتونو ته او د هغوي ژبو ته هم د قدر په نظر ګوري. نو که په دغه حکمنامه کې په هزاره کې پښتو او هندکو،په کوهستان کې پښتو او ګوجرو، په چترال کې پښتو او کهوار او په ډيره اسماعيل خان کې پښتو او سراييکي وليکي نو زمونږه دغه وروڼه به هم خوشاله شي.نړﺉ ته به هم زمونږه د لوﺉ زړه پته ولګي او خداﺉ مه کړه دغه د پنجاب چودريان او د هغوي تالي څټو ته به هم د کرکې او نفرت خپرولو موکه په لاس ورنه شي. هسی نه بيا مونږه د چودري شوجات او وسيم سجاد په خله هندکو ژبی ته د هغې مقام ورکوو. کيدی شي زما دا خبره نيمګړی وي. نو ملګري دی رايه ورکړي او نيمګړتيا دی راوباسي. سربيره پر دی به مونږه په دی کدم سره خپل دوستان ډير کړو او دښمنان به مو لږ شي.- فايق خان يوسفزی
بېرته شاته