(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ: وسله والو دسکول يوه ښوونکې ميرمن وژلې ده

[02.Sep.2010 - 20:58] ډیوه،دزيارت (پنجشنبی)ورځ, 02 ستمبر 2010: په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې چارواکي وایي د زيارت په ورځ کې مخ پټو وسله والو يوه د سکول ښوونکې ميرمنه وژلې او دهغې نورې دوه ملگرې يې سختې ژوبل کړي دي. په باجوړ کې يو انتظامي چارواکي عدالت خان په دغه هکله وئيلي دي دسکول په دغو ښوونکې ميرمنو هاغه مهال مخ پټو وسله والو طالبانو ډزې پيل کړې کله چې هغوي دباجوړ مرکز خار څخه پيدل خپلو کورونو ته روانې وې. عدالت خان وويل د5ؤ څخه نيولې تر 6ؤ پورې مخ پټو وسله والو طالبانو په دغو ميرمنو ډزې وکړې چې له امله يې يوې په موقع ساه ورکړه او دوه نورې ژوبل شوې ښوونکې نزدې هسپتال ته دعلاج لپاره وړل شوي دي. دپاکستان پوځ دکال 2008م داگست په مياشت کې په باجوړ کې دموجودو سلگونو جنگيالو په ضد په لويه پيمانه عمليات کړي وؤ او پوځ په دغو عملياتو کې دسيمې څخه دتندلارو دختمولو ادعا هم کړې وه، خوددغو ادعاوؤ باجود په سيمه کې وخت ناوخته دامنيتي ځواکونو ترڅنگ په اولسي وگړو دتندلارو لخوا دبريدونو خبرونه ترلاسه کيږي. په باجوړ ايجنسۍ کې موجود لسگونه تندلاري نۀ يواځې دا چې دجينکو تعليم سخت مخالفت کوي بلکې هغوي په دغه سيمه کې په لسگونو سکولونه په بمونو الوځولي او دسکول گڼ شمير ښوونکې ميرمنې يې هم وژلي دي. بلخوا امريکا پاکستاني طالبان خپل دغيرملکي ترهه گريزو تنظيمونو په بليک لسټ کې شامل کړي دي. دپاکستاني طالبانو اثاثې کنگل کړل شوي اوامريکا ته ددغه تنظيم دغړو په تگ پابندي لگول شوې ده. دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دپاکستاني طالبانو تحريک يوه غيرملکي ترهه گريزه ډله گرځولې ده. دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پخپل يو بيان کې وئيلي دي دغه ډله چې دتحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په نوم ياديږي په دغه فهرست کې ددرج کيدو ټول شرطونه پوره کوي. دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دپاکستاني طالبانو تحريک دستمبر په لمړۍ نيټه دغيرقانوني تنظيمونو په فهرست کې شامل کړى دى. بل لوري ته امريکا تير کال ددسمبر په 30مه نيټه دافغانستان په خوست ولايت کې په يو ځانمرگي بريد کې داستخباراتي شبکې سي ائي اى د7ؤ افسرانو په وژنه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله محسود باندې فردجرم لگولى دى. همدغه راز دامريکا خارجه محکمې دا اعلان هم کړى چې امريکا دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود او دهغه مرستيال ولي الرحمان دصحيح ځايې په اړه معلومات ورکوونکو ته 5 ملينه ډالره انعام ورکوي. اخوا پاکستان دامريکا لخوا دپاکستاني طالبانو په غورځنگ لگول شوې پابندۍ ښۀ راتلونکې بللې دي او ددې هرکلى يې کړى دى. داسې گمان کيدو چې حکيم الله محسود دجنورۍ په مياشت کې دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ خو وروستو هغه دمئ په مياشت کې په يو ويډيو کې راڅرگند شو او په امريکائي دبريد کولو دړکه کړې وه. دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط په اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال وويل دامريکا لخوا دپاکستاني طالبانو په تحريک پابندي لگول يو ښه گام دى او په پاکستان کې دوړاندې څخه په دغه تنظيم پابندۍ لگول شوي دي.- عابد حسین
بېرته شاته