(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بمبارۍ کې د وژل شوؤ کسانو شمير 60ؤ ته رسيدلى دى

[01.Sep.2010 - 13:01] ډیوه،01.09.2010 په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې چارواکی وایي دپوځ لخوا دتندلارو په ضدترسره شوي بمبارې کې دوژل شوؤ کسانو شميره شپیته کسانو ته رسیدلی ده دپاکستان امنيتي چارواکي وائي جيټ الوتکو دتندلارو گڼ شمير ځالې، يو روزنيز مرکز، دغيرقانوني ايف ايم ريډيو يو مرکز او په پيښور کې دځانمرگي بريدونو کولو لپاره تيار شوي اته گاډي تباه کړي دي. جنگي الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو دنهې په ورځ دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه، په نري بابا ، شين ډنډ، نيکائي ، تخته کائي او قلعه سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي. دمليشه ځواکونو يو وياند ميجر فضل الرحمان په دغه بريد کې له دې وړاندې د40ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى او هغه وئيلي ؤ کيدى شي په وژل شوؤ کې 10 اولسي وگړي هم شامل وي. امنيتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دغه فضائي بريدونه دهاغو استخباراتي راپورونو څخه وروستو ترسره شوي چې په تيراه کې موجود په لسگونو تندلاري په راتلونکې اوونۍ کې پيښور او دخيبرپښتونخوا نورو سيمو کې ځانمرگي بريدونه ترسره کوونکي دي. راپورونه وائي 6 تندلاري هاغه مهال وژل شوي کله چې امنيتي ځواکونو دجنگي هيلي کاپټرو څخه يو روان گاډى په نخښه کړو. خو امنيتي چارواکي وائي په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې دعلاج لپاره دپيښور روغتون ته رسول شوي دي. چارواکي وائي دجيټ الوتکو او جنگي هيلي کاپټرو لخوا څخه ځينې بمونه په نزدې کورونو هم پريوتي چې دهغې له امله دښځو او ماشومان په شمول اولسي وگړي هم وژل شوي دي. دامنيتي چارواکو وينا ده پوځ ته په سيمه کې دلسگونو جنگيالو دموجوديت خبرونه ترلاسه شوي وؤ. سرچينې وائي دوژل شوؤ تندلارو تعلق په خيبرايجنسۍ کې دفعالې تندروه ډلې لښکر اسلام سره وؤ چې پکې هاغه جنگيالي هم شامل دي چې تير کال دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دپوځي عملياتو څخه خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي دي خيبرايجنسي دافغانستان دپولې ترڅنگ پرته قبائيلي سيمه ده او دغلته يو شمير وسله والې ډلې ديو بل په ضد وسله وال فعاليتونه کوي. په تيرو وختونو کې امنيتي ځواکونو دغلته دموجودو سلگونو جنگيالو په ضد عمليات کړي خو پوځ دغلته دتندلارو په دله مينځه وړلو کې نۀ دى بريالى شوى. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته