(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا. بمي چاؤدنو د ٣۵ ؤ نه زیات خلک وژلې شوی دی

[23.Aug.2010 - 21:46] د پښتونخوا په بیلا بېلو برخو کې د ګل (دوشنبی)په ورځ درې بمې چاؤدنې شوې دې چې له امله يي د رپورټونو ترمخه لږتر لږه ٣٣ کسان وژل شوې دي بمې چاؤدنې په جنوبي وزیرستان او کرمه ایجنسۍ کې او د پښتونخوا صوبې سرښار پیښور سره نزدې شوې دي. ترټولو خونړۍ پیښه په جنوبې وزیرستان کې وه چرته چې جومات کې ترسره شوې ځانمرګي حمله کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژلی شوی دی. په وژل شوؤ کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانې غړی او ځائې عالم مولانا نور محمد هم شامل دی. په حمله کې ۴٠ نور کسان ټپیان شوې دي په کرمه ایجنسۍ کې بمې برید د ځائې مشرانو په یوه غونډه باندې شوی دی چې په یو سکول کې کیده. په دغه چاؤدنه کې اوه کسان وژلی شوې دي د تشدد دریمه پیښه د پیښور سره نزدې متنو سیمه کې رامنځته شوې ده چرته چې د جنګیالو خلاف د ځائې لښکر مشر اسرار خان په بمې برید کې وژلی شو. د هغه درې نور ملگرې په حمله کې زخمیان شول. په دریواړو پیښو کې په مجموعې توگه ٣۸ تنان وژل شوې دي خو ځنې رپورټونه د وژل شوؤ خلکو شمیره ۴۲ ښائې. رپورټونه وائې په سملاسې توگه د یوې حملې ذمه وارې هم چا په غاړه نه ده اخستې خو پاکستاني چارواکې اکثر وائې په داسې قسمه حملو کې طالبان ککړ وي. طالبان هم د ځنې حملو پړه په غاړه اخلي. د تشدد پیښې په داسې مهال رامنځته شوې دي چې پښتونخوا سوبې ځنې برخې د سختو سیلابونو د لاسه شوې تباهۍ سره مخ دي. د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلې که د سوبې په مناسب کچه امداد ؤ نه کړی شو نو سیمه کې د ترهگرو خلاف روان جنگ ته نقصان رسیدی شي. ـ ډیوه ـ- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته