(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPSDP له خوا په سیلاب ځپلو کورنیو بیړنئ مرستی وویشل شوی.

[18.Aug.2010 - 13:00] دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP له خواد روان ۲۰۱۰ ع کال د اګست د میاشتی په ۱۶ مه نیټه د پښتونخوا د سیلاب ځپلو بی وزله کورنیو لپاره را ټولی شوی بیړنئ مرستی په لومړی پړاو کی د سوات د مدین او شاوخوا سیمو په سیلابځپلو کورنیو وویشل شوی. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPله اړخه ښاغلی میا امداد حسین ددغه علاقې د تحصیلدار ښاغلی عابد رضا په ملتیا دا بیړنئ مرستي په مدین او شاوخوا کلیو کې په ۲۵۰ سیلابځپلو، غمڅپلو اړینو او حقدارو کورنیو وویشلی. دغه راز مونږ په ټولو درنو هیواد والو غږ کوو چې خپل سیلابځپلي ورونه، خویندي هیرې نه کړی او د خپلو مرستو (امداد) لړئ جاری وساتي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته