(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال په مړینه د خواشینئ پیغامونه

[16.Aug.2010 - 12:31]

هغه سپین سپیڅلی سړی

لیکوال: ډاکټر رحمت ربي زيرکيار امریکه، ۱۸-اګست ۲۰۱۰
لومړی مړینه وه، بیا ژوند راغی، ورپسې به مړینه وی،اوبیا به تلپا تی ژوند راځی. په شلمه پیړۍ کی د پښتو نازک خیال شاعر او «فلسفي لیوني» عبدالغني خان مشهور په غني خان له مړینې نه ډار نه لاره ، بلکې دهسک څښتن نیکي یې ګڼله. غني خان هسک څښتن ته داسې وایي مرګ خو یوه نیکي ده چې تا وکړه د انسان سره مرګ ستا کور له یووړ،کنه و به تل د ځان سره مر ګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره څه د پاسه دوه زره کلونه وړاندې رومني فیلسوف او واکمن سیسرو ویلي وو چې: « د پوه سړي ژوند ټول د مړینې تابیا ده». زه چې ورته کسم ، دروند او خوا خوږي مشر غلام محی الدین زرمل وال د خپلو ملي-سیاسي کړاندو او لیکنو له لارې د خپلې مړینې تابیا کړې وه او په افغانستان او افغان ملت یې احسان اړولی دی. هغسې سپین سپیڅلي سړي چې رحمان بابا پسې لارې څارلې، یو یې هم اروا ښاد محی الدین زرمل وال و. پخپله له عبدالرحمان بابا نه واورئ: خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

دپرمختګ او نړيوالې سيالۍ يو بل ارمانژلي ويرژلي کړو

پوهاند ډوکتور مجاوراحمد زیار
د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال جنازه په اوښکو او يا دونو بدرګه کوو هسې خو مې د منځنيو زده کړو راهيسې د زرملوال مستوفي صاحب په نامه پېژاند، ځکه په هماغو ګوتشمېرو سياسي روښاندانو کې شمېرل کېده چې تر اماني پېره دوې لسيزې راوروسته يې لومړی ملي- سياسي ګوند (( ويښ ځلميان)) رامنځته کړی وو. خو د ړومبي ځل لپاره ورسره د ناستې پاستې وياړ مټې د ١٣٥١په پسرلي ول کې را په برخه شو. زه د اروپاله شپږکلنې زده کړيزې جلاوطنۍ څخه له((سوسيال دېموکراتيکو)) تلوسو سره هېواد ته تازه ستون شوي وم. د((دېموکراسۍ لسيزې)) تر سيورې لاندې سياسي منډې ترنډې تر بل هرځايه زياتې پر دوه ګونو لوړښوونيزو منځيو کابل پوهنتون او پولي تخنيک راغونډې وې. شاګردانو او استاد انو د لوستخونو پرځای له سرو سپينو او زرغونو جنډو او نارو سره چمنونه او ورزشي ميدانونه راخپل کړي ول. په دې لړ کې موږ د ژبو او ادبياتو پوهنځي څو بې ډلې ټپلې استادان خپل وزګار وخت چار ناچار د هغو په نندارو ګوډاوه او چې رسخت به شو، يو د بل کورته به سره تلو او د بېلابېلو ډلو ټپلو شننې او ارزونې به مو کولې. د استاد تږي کور راته بيا په دې ډېر وړنده وو چې پر استادانو سربېره يې د نورو روښاندانو پر مخ هم تل ور پرانېستی وو. روهي صاحب خو ورسره دېوال پر دېوال ګاونډی وو او زه او پوهاندضميرساپی به له مېکرويانو ور برابر شو. دغه درې سره ښاغلي د ويښو ځلميانو د دويم پښت، هغه هم د پوهنتوني ټولنې (اتحاديې) د چپي((کمونېستي)) غورځنګ د مخينه والو په توګه، کيڼ افرا طي((شعله يي)) او ښي افراطي ((اخواني)) ډلې ټپلې يو مخيزه ردولې، ان لا تر هغې له مخه چې په پوهنتون کې د دواړو ډلو ترمنځ خونړی ټکر راشي او ړومبی او وروستی ماوېست پښتون(سيدال سخندان) پر رڼا ورځ په خپلو وينو کې ولمبول شي! هغو درو واړو ښاغلو،منځلارې ناسيونالېستي ډلې ټپلې او بيا((افغان ملت)) هم په دې ايډيال نه باله چې د قبايلي او فيوډالي نظام او په سر سرکې يې د پاچا د تلپاتوالي پلوي کوله، او دا هغه څه دي چې زموږ افغاني او په تېره پښتني ټولنه يې له پېړيو پېړيو همداسې پښه پرځای ساتلې ده. پوهاندضمير د خپلې خوښې ګوندد ((خلکو دېموکراتيک)) هغه يوازېنی بلونج(بديل)، يا لږ تر لږه غنيمت باله او ويل به يې چې هر وخت يې دواړې ډلې سره بيرته يوځای شوې، پکې به ورګډېږي. همداسې يو مازيګر سره د استاد تږي په ناستخونه کې پر سياسي شننو او د ګوندونو پر ارزونو اخته وو چې ناببره د کور زنګ را وترنګېده او شېبه پس مې پر زرملوال صاحب سترګې روڼې شوې او په دې توګه يې ما لومړۍ پلا د سيده پېژندنې او هم بنډارۍ وياړ ترلاسه کړ. هغه دسياسي انددود له پلوه نه ښی وو، نه کيڼ، ، سره له دې چې د يوه يوموټي سياسي ګوندپر شتوالي يې ټينګار کاوه، خو بيا يې هم پر شتو ګوندونو زړه اوبه نه څښلې. هغه په ټوله مانايو رښتينی((ملي- مترقي)) انسان وو او د زړه له کومي د ولس و هېواد د پرمختګ او پرمختيالېوال. له دې کبله يې خبرې پر هرچا ښې لګېدې او ساتونه ساتونه به ورته ټول غوږ غوږ ول. لکه څنګه يې چې ګران دوست غمخور د ژوند ليک په ترځ کې يادونه کړې، د وينااو غږېدا خوږلنی او راکښون يې په دې کې نغښتی وو چې دډېرو وچو او ترينګلو سياسي سکالوو او ښکالوو (بحثونو) په ترځ ترځ کې يې خورا په زړه پورې ټوکې ټکالې او نکلونه کول او چې به يې وليدل، د ناستو پاستو کسانو زغم ورسره غځونې کړې، نو هله به يې آرې خبرې بيرته راواخېستې او تر بل پړاوه ياپای به يې ورسولې. ليکنې شننې يې په زړه پورې او دده له ډېرو پخو ازمېښتو او لاسوندو سرچينه اخېسته او ګڼ مينه وال يې درلودل. دغه قلمي هڅې يې له هغه راهيسې چې د ګران هېواد پرېښوولو ته اړ وتلی او تر کاناډارسېدلی وو، د خپل يېبرور ژوندترپايه پر مخ بوتلې او په دې ډول يې دنا رژېدلو سپېڅلو ملي او انساني ارمانونو په غېږ کې يو څه ارامه ساه ورکړه. څلور کاله له مخه چې پر يوه رسمي ښوونيز يون اوتاوا ته ورغلی وم، له بده مرغه دوه ورځني کارغالي (ورکشاپ ) دومره کابو رانه کړه چې د يو نژدې خپلوان په مرسته يې، تر کلونو کلو نو وروسته د بيا ليدن، او وروستي ليدن په ترځ کې ورسره تېر خواږه يادونه راتاند کړم! د زرملوال صاحب يادونه دې تلپاتې او اروادې ښاده وي! پوهاند ډوکتور مجاوراحمد زیار ----------------------------------------------

د حق له اسمان څخه هغه هسک اوځلاند ستوری راپرېوت

په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو مبارز، دحق لارې هسک او ځلانـــد ستوری خدای بخښلی او ویاړلی غلام محی الدين زرموال له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد. انالله و انا الیــــــــــــــــــــــــــــــــه راجعون . په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اوپه ګردېزښارکې دلویې پکتیافرهنګي ټولنود ګډې جرګې په استازیتوب زه محمدامین بسمل دژورې خواشیني ترڅنګ د نومیـــالي زرملوال صاحب په دې دردونکي غم کې د هغه له قدرمنې اودرنې کورنۍ سره خپل ځان شریک ګڼم، زرملوال صاحب ته د فردوس جنت او عزتمنې کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم . محمد امین بسمل ----------------------------------------------

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام - کابل افغانستان

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد نوميالي او پياوړي سياسي او ټولنيز شخصيت، د ويښ ځلميانو د غورځنګ د مؤســسينو او فعالينو څخه را پاته نوميالي ښاغلي غلام محی الدين زرملوال د دي فاني نړي څخه وکوچيد. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد زرملوال نه يوازي د هېواد دننه په سياسي ډګر کې فعال بلکه د مهاجرت په ډګر کې هم د روس ښکيلاکګرو پر خلاف په مبارزه بوخت شخصيت وو او د هېواد په فرهنګي جهاد کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او د نوي نسل د ذهن په روښانولو او ملي روزنه کې هر اړخيزه ونډه تر سره کړي وه. ارواښاد د ژوند تر وروستي سلګي پوري د ويښ ځلميانو د غورځنګ د فعاليتونو او هيلو په خپرولو کې خپله ملي فريضه تر سره کړي وه. دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ښاغلي غلام محی الدين زرملوال صاحب مړينه هېواد ته يوه ستره سياسي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي. ارواښاد ته د لوي څښتن تعالي د دربار څخه جنت الفردوس او درني کورني او ويښو فرهنګپالانو او سياستوالو ته جميل صبر غواړي. روح دي ښاد وي په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر - د آښتونخوا خبریال
بېرته شاته