(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په زابل كې د سولې مشاعره وشوه

[12.Aug.2010 - 17:22] د ځوانانو ملي اوټولنيز ارګان له خوا د جمعې په ورځ د۱۳۸۹ كال د زمري په پنځلسمه نېټه د ښاروالى په تالار كې جوړه شوه. د سولې مشاعرې ته په زابل كې قامي مشرانو، ديني علما،دولتي مامورين ،شاعران،ليكوالانو او له كندهار،غزني اوكوڼر څخه راغلي مېلمنو ګډون درلود دسولې مشاعره د جمعې په ورځ سهار په اته بجې د شاروالي په تالاركې د قاري محمدسليم له خوا د قران شريف په سپېڅلي اياتوسره پېل شوه او ورسته ملي سرود په اورولوسره پرانستل شوه،د وياند چارې د سيداحمدحيران او ابراهم مسيح په غاړه وې، د پېل وينا د زابل ولايت والي الحاج محمداشرف ( نا صري) واوروله او وې ويل چې زابل يو لرغونى تاريخ لري په غېږه كې ډېر اتلان زېږولي دي،لكه ميرويس نيكه.احمدشاه بابا چې نه هيروندونكي شخصيت دي موږ په دوى وياړو،او نن چې كوم ځوانان زه وينم زړه مي يخ شو، چې زابل له فرهنګي ځوانانو او له مشرانو خالي نه ده.داوطن سبا دې ځوانانوته پاته ده،بايد له فكره كارواخلي،دښمن لېڅي رانغښتې دي دعلم ډېوه وژني تياره جوړوي ،زه له داسي ادبي اوفرهنګي ځوانانوته هيله من يم.خداي دي تل تاسو ته ډير عمر دركړي چي زابل لپاره دعلم پوهي كارپرمخ بوزدى او دسولې پېغام ترخلكو ورسوي له دي ورسته قامي مشر سپين ږيرى الحاج محمدنبي خان توخي وويل چي زابل له هغو ولايتوڅخه دي چې ډېري ستونزي لري بايدموږ د غه ستونزي هواري كړو په خپل منځ كې سوله او ورورولي راولو،بيا له ورسته قاضي عبدالحميدقانت په خپلوعالمانه خبروكې وويل چې مسلمانان سره ورڼه دي د دوى په منځ كې سوله پكارده، كه چيري يو انسان څوك وووژني لكه ټول انسانيت چې وووژني،انسان اشرف المخلوقات ده.او له دې ورسته ډاكټرظاهرشاه رشيدي يوه تاريخي ويناوكړه چې د زابل اتلان يې په ګوته كړل چې څوك داسي تاريخي ميړني،نوميالي لري هغه بايد له هچا څخه ويره ونكړي،كه چيري د بنګال خلك په مجيب الراحمن وياړي او دښمن ته ووايې چي ته هڅكله راتلى نشې چې د بنګال په دروازه كې د مجيب الرحمن قبر دى.نوموږ هم داسي بې شمېره اتلان لرو او نن هم هغه ټاټوبى سپېره نه ده چې كوم دتوري او قلم له لاري خپل نوم درلود،لكه نوميالي اتل ميرويس نيكه، سيدال خان ناصر،سلطان ملخي، او داسي نور په فرهنګي نړۍ كې چې د پښتوژبي لومړى شاعراميركروړ دا هم دزابل وو نن عصركې عصمت قانع،غوندي وياړلي شخصيت لرو چې د قلم ډيوه تل ځلانده وي او خداي دي دې ځوانانوته برى وركړي چې دوطن خدمت ته ملاوتړي او دسولې څراغونه پكې بل كړي دځوانانو په استازيتوب محمدرسول عزيز وويل چي موږ ځوان نسل به دوطن په چوپړ كې ځانونه ستړي كوو او دمشرانو ملاتړ ته اړتيالرو ،او اخرنۍ مقاله احمدولي سرحدي په انګلسي واوروله چې د سولې پېغام پكي موجود وو د ځوانانوله ځينو مشرانوته ستاينليك وركړشو له دې ورسته مشاعره پېل شوه چې بشرمل ناصر ته د شعر لوستلو بلنه وركړل شوه او مشاعره د سولې تر عنوان لاندي تردوو بجوپوري وغزېده له مشاعري ورسته لومړي ،دوهم او دريم شاعرته دووه زره افغانۍ او يوه جوړه كالي او لونګۍ وركړې او نورو قامي مشرانواو شاعرانوته يې يوه جوړه كالي وركړو او په تالاركې ټولوګډونوالوته يې دولايت له خوا ډوډۍ هم وركړه داپه زابل كې يوه تاريخي مشاعره وه
[/center- بشرمل ناصر
بېرته شاته