(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچا خان « اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه» کتاب چاپ شو

[10.Aug.2010 - 13:12]
دباچا خان « اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه» چې یو څیړنیز کتاب دی، ښاغلی محمد اقبال وزیري لیکلی ،ددانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی، او د «پښتونخوا د پوهنې دیرې »له خوا خپور شوی دی. کتاب په ۱۳۶ مخونو کی په سپین او ښه کاغذ په زر ټوکونو کی چاپ شوی، سریزه پری تاریخ پوه پو هاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د «لوی مصلح باچا خان» تر سرلیک لاندی کښلی ده. د سریزی سربیره یوه یادونه او ۲۶ سرلیکونه لری چی د حضرت باچا خان بابا په فکرونو، او مبارزه پکی رڼا اچول شوی ده. ددی کتاب په ۳۵ مخ کی باچا خان او د پښتنو یووالی تر سرلیک لاندی داسی لولو: غفار خان د پښتنود یووالی مسئلې ته دځانګړی پام رااړولی ؤ. ده تل پښتنو ته ویل «یابه یو کیږو ګني ورکیږو» دی د پښتنو د پاتې والي لامل بې اتفاقي بولي « زما دا یقین دی چی کوم قوم کی نفاق او ډلي وي ، هغه خپل منزل ته رسیدای نه شي . او نن چې موږ غلامان یوددی وجه نفاق دی او پرې جنبې». مینه وال کولاي شي دغه کتاب په پښتونخوا کی له کتاب پلورنځایونو څخه تر لاسه کړي
- وزیری
بېرته شاته