(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مينه مجله چاپ او پرليکه شوه

[09.Aug.2010 - 20:44] د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ (( مينه )) مجلې د دريم کال پنځمه او شپږمه ګڼه يعنې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د زمري او وږي د مياشتو پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه چې پکښې ګڼ شمېر مذهبي، کلتوري، سياسي او اجتماعي نثري او نظمي ليکنې ځاے کړې شوي دي هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره د مينې مجلې چلوونکې ډله پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا) پښتو برېښناليک: [email protected] پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 ، 03459419313 - د مینی مجلی اداره
بېرته شاته