(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکتر کبير ستوری يوسیاسي مبارز و

[13.Apr.2006 - 17:29] د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP )مشر ډاکتر کبیر ستوری ناڅاپه غمجنه مړ ینه چې دزيات شمير افغانانوخفګان باعث شوه،دافغانانولپاره یوه لویه ضایع ګڼم. روح دې ښاد وي خدای بخښلی ډاکـتر کـبیر ستوری چې د او سایکالوژۍ (ساپوهنې )متخصص و، په پښتو ژبه یې يو شمير ارزښتمن اثارټولنې ته پرېښي دې. ارواښاد ډاکتر کبير ستوری سربيره پردې چې لیکوال اوشاعرو، دسیاست په ډګرکې يې خاصه ځانګړتيا لرله. زموږ دهيواد داوسني نسل دسیاسي مبارزینو په نخبه ګانو په ليکه کې يې ځانته وړ ځای تر لاسه کړی دی. ارواښاد ډاکتر ستوری دپښتنو د یووالي رښتنی خدمتګارپه توګه ديوه معقول او ثابت نظر اوعمل څښتن و. هغه د یوڅو بُعدی روڼ اند سیاستوال په توگه دقوم په ننه کې دندو په اجر ا کې قوي ارادۀ تمثیل کړې ده. : غواړم په دغه د قوم دننه دنده باندې رڼا واچوم هراجتماعي قوم ځانته ځانګړی روشنفکره قشرلري، چې په ټاکلي تاریخي پړاوکې دخپل قوم دسازماندهی (يوځای کولواو لورې ورکولو) دنده په غاړه لري، ځکه د یوخوا نخبه ګان دخپل رسالت په اساس دقوم لپاره اجتماعي تګلاره تنظیموي ، او دبلي خوا په پرګنو(قومونو)کې دملي اندېښنو دخپرولواودهغوی د هڅولو دنده هم په غاړه لري ،سربیره پردې دتیورۍ اوعمل ترمنځ دارګانیک تړاواو اړيکودسمبالولو دنده هم په غاړه اخلي . دغه خاصه ډله ( ارګانیکه ډله) دیوقوم پرسازماندهی او لور ې ورکولوسربيره په نوروقومونوکې هم دوړځای په تر لاسه کولوسره دملي فرهنګ د خپرولو، پراخولوملي دنده په غاړه لري ، اوپدې ترتیب په ټولنه کې دخپل فعالیت سيمه نوره پسې پراخوې. دغه ډله ،له یوې خوا دقوم دننه رسالت په غاړه لري او دبل خوا دقوم بهر لوی نقش لوبوي. روشنفکره ډله، له یوې خوا ددغه یا هغه قوم سره تړاولري دبلې خوا دیوې پایدارې او دایمي ډلې په توګه څرګندیږي ،لدې نظره هغوی دتولڼې دټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونکي دي. دغه عمودي موقف ( دقوم دننه دنده ) او افقي موقف (دقوم بهر دنده) په پښتنو کې له یوه خواکمزورې اودبل خوامشبع ده ، دا مسأله خورا غوره او مهم ګڼل کیږي ځکه نو بايد تل منطقي تناسب او تعادل ولري. دغه رسالت په پښتنوکې دتاریخي دندې په توګه تر اوسه پر نیمه لار پاتې دی. دیادونې وړ يې بولم په ګران افغانستان کې په لویه پیمانه ددې دندې دپلي کولود تګلاري دبنسټ تيږه څلوښت کاله پخوا دوطن لوی خدمتګار اوهیوادپال اروا ښاد دیپلیوم انجینیر غلام محمد فرهاد له خوا کیښودل شوه چې ترننه پورې په خپله بڼه سازماني فعالیت کوي. په حقه سره ويلای شم چې خدابخښلی ډاکتر کبیر ستوری دغه دوطن پالنې دګډ احساس هغه لوړ ارزښت دی چې یاد به یې تل پاتې وې. د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګونددرنو مشرانو ! ددغې ملي مبارزې لمن پراخه کړئ. انجينیر شېر محمد ساپی ټول افغان -
بېرته شاته