(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: سیلابونو کې ګڼ خلک مړه او بی کوره شوی شوې

[30.Jul.2010 - 11:39] Peshawar 30-07-2010 د پښتونخوا سوبه کې د سختو بارانونو په وجه په راوتلو سیلابونو کې په سوات کی ۱۴۰کسان سیلابونو وړي دی خو غیر سرکاري رپورټونه وائې د وژل شؤو خلکو شمیره لدی نه هم زیاته ده. همدارنګه د نوښار او دپيښور په ګډون ګڼو سيمو کې ددوه ورځني پرله پسې باران له کبله ۷۰کسان مړه ،ټپيان اویا ورک شوي او ډیر مالي زیانونه ئی رامنځته کړی دی. د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلې حکومت د خرابو حالاتو په وجه بیړنۍ وضعه یا ایمرجنسي لگولې ده. هرې ضلعې ته ١٠ لاکه روپۍ لیږلی شوې دي او وزیراعلی ١٠ کروړه روپۍ د بیړني حالاتو لپاره مختص کړې دي او کومو ضلعو (ولسږالیو) ته چې ضرورت زیات ؤ هغوې ته ٢٠ او ٣٠ لاکه روپۍ هم ورکړی شوې دي. هغه وویل د سوبې غرنۍ او میداني ضلعې سیلابونو متاثر کړې دي. هغه زیاته کړه د سوبې په تاریخ کې بدترین سیلاب په کال ١٩٢٩ کې راغلی ؤ خو موجوده سیلاب د هاغه سیلاب نه هم زیات دی. سیلاب کې د اوبو اخراج ١٧٥،٠٠٠ کیوسک ؤ او په موجوه سیلاب کې د اوبو بهیدل ٢٥٠،٠٠٠ کیوسک دی. چی د سیلاب کچه نوره هم زیاتیدی شی. هغه وویل د سوبې مرکزې ضلعې (ولسوالئ) نوښار او چاسده تر ټولو زیاتې د سیلاب د خطر سره مخ دي سوبائې وزیر زیاته کړه چې ۴٠٠،٠٠٠ لکه خلک په اوبو کې نښتې دي او امدادي ادارې د موسم د ښه کیدو انتظار کوي چې په هیلې کاپټرونو کې نښختې خلک راوستلی شي. هغه د خلکو نه غوښتنه وکړه چې سکولونو، تهاڼو او هسپتالونو کې دې ځانونه د سیلاب نه محفوظ ساتلو په غرض پناه واخلي. هغه وویل چې شانگله کې په یوه پروژه کارکونکې نهه چینایان بې درکه شوې دې او ٦۴ نور محفوظ ځائې ته منتقل کړی شوې دي دغه راز په بلوچستان کې ددې میاشت په شورو کې د بارانونو او سیلابونو له امله ٥٠ تنان وژل شوې دي او امدادي کارکونکې وائې سیمه کې ٥٠،٠٠٠ خلک د سیلابونو نه متاثره شوې دي. په بره پښتونخوا کونړ ولایت کی هم سیلاب ګن خلک بی کوره کړی مالی او ځانی تاوانونه ئی ور اړولی دی ، بلخوا د نیټو ځواکونو په ننگرهار ولایت کې په سیلاب کې گیر ٢٠٠ خلک محفوظو ځایونو ته منقتل کړی دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته