(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د دریو ګوندونو د انسجام د کمیسون اعلامیه

[28.Jul.2010 - 10:21] دافغانستان د ملي وحدت دولسی تحریک ٬دافغانستان ملي یو والی گوند او دافغانستان دملـــی گــوند له خوا د یو ځای کیدو دپاره د انسجام د واکمن کمیسیون گډه اعلا میه دچنگا ښ (14) مه 1389 کال د کابل ښا ر دافغانستان په تیر تاریخ کې جوته شویده چې زمونږدخلکو – کورنیو او بهرنیو دښمنانو تل هڅه کړې تر څو دهیواد د وروسته پاتې والي ٬دخلکو دبې علمی او دیو شمیـر واکمنانو دبې کفایتـــی اوبې عدالتی څخه په گټې اخستلو سره دخپلو توطیو دپلې کیدو او دافغانانو د ایل کیدو لپـــاره له مختلفو لارو چارو نه کار واخلې او افغانان دومره کمزوري کړې چې بلاخره دخپلو ملي نوامیسو گټونه دفاع او ځواکمنی له لاسه ور کړي او ونکړاي شی چې دبهرنیانو دتیری او لاسو هنې مخه ونیسی. تر ټولو غټه تو طیه دافغانانو په خپل مینځ کې ویشل دي چې بهرنیان یې دکورنیو تـــړلو کسانو پواسطـه دقوم٬ژبې٬مذهب اوسیمی پر بنسټ سرته رســوي تر څو افغانانــو نه دا وړتیـا واخلې چې په خپل هیواد کې تل پاتې سوله او ثبات منځ ته راولې او په گډه دپرمختــگ او تــرقی کاروان پر مخ بوزي او ځان په سیمې اونړی کې دسیالو هیوادونو دخلکو سره سیال کړې. دښکیلا کگرو ځواکونو څوځلی هڅه وکړه چې افغانان په زور ځانته ایل کړې خو کله چې داســي ونه شول نو د وخت انگریزی زبر ځواک دافغانستان ویشلو ته ملاوتړله او په (1893) عسیــوی کا ل کې یې دډیورنډ دکرغیړنې کرښی په ایستلو سره افغانان غمجن او دپښتنو سینــه دوه ټوټـې کړه ٬ تر څو د افغان قهرمان ملت نه دا وړتیا واخلې چې دبهرنې تیري او لاسو هنو مخه ونیسي ویشل شوي افغانستــان له همدغه پیل نه تل دیو شمیر بهرنیـو هیوادونود دسیســو دسترې لوبـې میدان گرځیدلی و او په لوی لاس د وروسته پاتې او فقیر هیواد په څیر ساتل کیده. او هرکله چې دي پر هیواد میینو افغانانو ٬ دوروسته پاتېوالي او فقر نه دخپل هیواد او خلکو د خلاصون هڅـه کړېده٬همد غو – بهرنیو هیوادونو په یوې او بلې پلمې ددغو هڅو مخه نیولې او دخلکو په گټــه هرډول بدلون یې ځپلي او زمونږ هیواد یې بیرته دبې ثباتی او بد مرغیو سره مخامخ کړیدې٬ چې غوره بیلگې یې داعلیحضـــرت غازی امان الله شاه د واکمنــی پر خلاف توطیه او پرافغانستــــان باندی د پخوانی شـوروی اتحاد د (1358)کا ل دجدی دشپږمې نیټې تیـــری و چې دوخت سیاسی نظام یی ړنگ او زمونږ په هیواد کې دبهرنیانــو او په تیره بیا د گاونډیو هیــوادونو دلاســوهنیو زمینه لا برابره کړه٬ چې نن ورځ ددې لاسوهنو ابعاد لا پسې پراخه او ریښي یې ژوری شویــدی چې دوژنو ٬مها جرتونو او تاوتریخوالی لمبې یې ورځې نه بلې ته تودیږي. د تاریخ په دې حساس پړاو کې چې زمونږ دا مــوجوده دولت دومــره کمــــزوری اولـړزانده دی چې٬نړیوالو ځواکونو د مرستې پرته دخپلې خپلواکی٬ملي حاکمیت٬ځمکنـــی بشپړتیا٬ ملي گټــــو٬ دقانون د حاکمیت او هیوادوالو دامنیت دساتلو وس نلري٬نو دا د هر سالم او پر هیواد مین افغـان ملي وجیبه او مسولیت بلل کیږي چې تر خپــــلو شخصی او گروپي گټو او مخالفتونو تیـر شي او دلوړو ملي گټو نه ددفاع په خاطر دیووالی په روحیه ٬یو اوبل ته دوروری لاسونه سره ور کړې او دروان بحــران او تباهی څخه د هیــواد او هیـــوادوالو دنجات او خلاصــون په مبارزه کې خپل رعنده او مثبت نقش ولوبوي. پورتنیو اهدافو ته درسیدو په موخه زمونږ دریو گوندونو(دافغانستــــان د ملـــي وحدت دولســـی تحریک ٬دافغانستـــان ملـي یـو والی گوند او دافغانستــــان مـــــلی گــوند ) دمشرتابه هیات دایوه تاریخي اړتیا وبلله چې په خپلــوکې سازماني وحد ت و کــړې او دهیواد ټولوملی دمــوکــــراتــو گوندونو٬ سیاسی کـــړیو٬ټولنیـــزو سازمانونو او ملی شخصیتـــونو ته هم بلنه ورکوو چې ملــې خپلواکی٬ملې واکمنی ځمکنی بشپړتیا٬تلپاتې سولې٬اقتصادی پرمختیا٬ ددموکراسی دودې او ملي گټـــو په موخه په یو واحد سازمان کې ســره راټول او خپل هیــواد او افغان نجیب ملت ته دروان کړکیچ څخه نجات ورکړي. زمونږگوند داهم خپله ملي وجیبه بولی چې سر له همدانن څخه ټولو پر هیـــواد میینو افغانانو ته چې دخپل هیـــواد ځمکنی بشپــړتیا٬ او ملی حاکمیت سره مینه لري او دهغــو دخوندي ساتلــو او قانون ترســـوری لاندی ژوند کولوته ژمن دي٬ بلنه ور کړي چې په یــوه پراخـــه ملي جبهــه کې زمونږ سره برخه واخلي ٬ تر څو دا هیواد دســولي اوترقی خواته چټک گامــونه پـــورته کـــړې زمونږ گوند پورتینو ملی موخو ته درسیـــدو په غــرض دا لاندې تکې دخــپلې عمومی کــړنلارې دلنډیز په تـوگه تصویبــوي او دهغو دپلې کیدو دپاره دقانـون په چوکاټ کې نه ستــړي کیـدونکی سیاسی سوله ییزه مبارزه کوي: 1- زمونږ دیوالی په نتیجه کې مینځه راغلی گــــــوند به په هیواد کې دیو واحد ٬ خپلواک٬ سوله غوښتــو نکی ٬ له فساد نه پاک اوپه ریښتینی تــوگه دملـي اوسیا سی پلوه دیــوقو ي ٬باثباته او سرتاسري دولت دجوړیدو لپاره هلې – ځلې کوي. 2- زمونږ گوند به د ټولو سوله غوښتو نکو- ملی دموکراتکو شخصیتونو او ډلو سریــو ځای د عادلانه تلپاتې ســـولې په ټینگیدو کې فعاله برخه واخلــي او د تپل شــوې جگـــړې د سختید و او اوږدیدو سره چې د ډیرو بیگناه خلکـــو دمـرگ ژوبلې او کـړاوونو سبب کیــږي په کلکه مخالفت کوي اوغواړی پرتې ستونزی د ښکیلو خواو تر منځ دخبرو او اترو له لارې اوارې شي. 3-دمعا صر افغانستان دخپلواکی٬ ملی واکمنی او ځمکنی بشپـــړتیاد ساتنې لپاره٬په هیـــواد کې د ټـولو شته قــومونو ترمینځ ټینگ یو والـــی ته ضــرورت دی. زمونږ گــوند به هر هغه چا سره چې ددې یو والي دکمزورتیا په خاطر د قو مونو ترمینځ ددښمنی او بیلوالې ته لمن وهي٬په کلکه مخالفت کوي او د ټولو افغانانو ټینگ ملې یو والی دساتلو لپاره ٬دهلو ځلو ژمنه کوي. 4- ددولت اوسنی اداره دسمت ٬ژبی٬قوم٬مذهب٬ حزب او کورنی پالنی ناوړه دود٬د ملې اونړیوال اعتبار څخه اچولې ده او خپلې ورسپال شوې قانونی ذمه واری په ښه ډول سرته نه شي رسولای٬ نو ځکه په هیواد کې باید دداسې یوي سالمې او هر ډول فساد نه پاکې ادارې د جوړیدو لپاره هلې ځلې او مبارزه وشي٬ تر څو افغانان د داسې دولتې اداري خاوندان شي چې دخپلو ملې اونړیوالو ذمه واریو نه په بریالیتــوب سره را ووځې. زمونږ گــوند به په دي اړوند له هیچ ډول قانوني هلو- ځلو نه ډډه نه کوي. 5- زمونږ گوند پدی باور دی چې په هیواد کې سیاسی واکمنی٬ باید کله هم دپوځی زور له لاری تر لاسه نشي. 6- په اقتصادي برخه کې زمونږ گــوند دخصوصی مختلط او دولتی سکتور د متوازنی ودي ملاتړ کوي. 7- دمخدره موادو دکرکیلې او قاچاق دافغانستان نړیوال اعتبار ته زیات زیان رسولی اوتر اوسه یې له یو میلیون نه زیات افغان ځوانان داعتیاد او تدریجي مرگ سره مخا مخ کــړیدی٬ چې داکار دافغان ملت پر وړاندې دنړیوالې مافیا او کورنیو قاچاقبرانو ستره توطیه او لوی جرم گڼل کیږی. زمونږ گوند دخلکو دپوهاوي او پر اړوند افغان او نړیوالو چارواکو د فشار راوړلو له لیاري دمخدره موادو دکاروبار پرضد مبارزه ٬ خپله ملي دنده بولي. 8- زمونږ گوند ٬ دټولنیز عدالت او دسالمی اقتصادی ودی د تامین دپاره او همــدارنگه دهر ډول زور٬ظلم٬فشار او گواښ٬دتروریزم٬ویرې اچونی٬دبډو او هر ډول فساد پر خلاف مبارزه کـوی او په دولتي جوړښــت کې دکار وړتیا٬لیاقت او دروابطــو پــرځای ضـــوابطــو ته ترجیح ورکوي او ٬دښوونې او روزنې متوازنی ودي٬دښځو دحقونونه داســــلام د مقدس دین دارزښتــونو سره په مطابقت کې دفاع٬ دټولنیزو خدمتونو د تر لاسه کولو او دقانون د حاکمیت دتامینو لو دپاره خپلــې هڅې جارې ساتي. 9- زمونږ گوند دملي گټو او دملي او اسلامي هویت د خوندیتوب په پام کې نیو لو سره ٬ دنـړی د ټولو هیوادونو ٬ اســلامي هیوادونو او په تیره بیا د گاونډیو هیـــوادونو سره په ســـوله کــې دگډ ژوند٬یو دبل په کورنیو چاروکې دنه لاسوهنی او دیوبل گټواو ملي نوامیســو ته د متقابل درناوي پر اصولو د ولاړواړیکو دپراختیا او ودې غو ښتو نکی دی. 10- زمونږ گوند به دملگرو ملتونو دمنشور٬ دبشر دحقوقو اعلامیې٬نړیوالو کنوانسیـــــونونو او ټولو منل شو و اصولو ته درناوی کوي او د نړیوالې ټولنې دیوې برخې په توگه به په افغانستـان کې دپورتنیو نورمونو او داسلام دمقدس دین دارشاداتو سره سم دسمسورې٬ ابادې٬غوړیدلې او متمدنې ټولنې دجوړیدو په لارکې هلې ځلې خپله ملي ٬اسلامي او تاریخې دنده گڼی. 11- زمونږ گوند د ډیورند د تحمیلی کرښې دستونزې دعاذلانه او سوله ایزي اواری غوښتونکی دی. 12- زمونږ گوند په اوسنیو شرایطو کې چې د مرکزی دولت ستنی لړزانده دي٬دیو قوی مرکزی دولت دجوړیدو پلوي دی. ومن الله التوفیق Naseer Ahmad Sapand [email protected] یادنهدا اعلامیه ښاغلی نصیر احمد څپاند رالیږلی ده پدی اعلامیه کی د ګوندونو د مشرانو او یا د مشرانو د حرګی د غړو نومونه نه شته - نصیر احمد څپاند
بېرته شاته