(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی زرین انځور ته د مبارکئ پیغام

[15.Jul.2010 - 18:37] عزتمند دروند ورور ښاغلی انځور صیب ته سلامونه او درناوی هیله ده چی روغ جوړ او خوشاله اوسی. زه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب تاسی ته د افغانستان د ملی راډیو تلویزیون د رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکی وایم. اوپدی هیله چی تاسی محترم به د افغانستان د ملی راډیو تلویزیون د رئیس په توګه د RTA له لیاری د پښتون قامی وحدت د احساس د راژوندی کولو لپاره کوټلی ګامونه واخلئ. په درناوی نصیر ستوری د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند جنرال سیکرټری *****
زرين انځور د ملي راډيو تلويزيون د ريس په توگه وټاکل شو
تاند د جولاى ١٣ : د پښتو ژبې تکړه کيسه ليکوال ، کره کتونکى او څيړونکى زرين د ملي راډيو تلويزيون د ريس په توگه ټاکل شوى دى . د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي دا ټاکنه د وزير مخدوم رهين په سپارښتنه او د ولسمشر کرزي په تاييد ترسره شوې ده . ښاغلى انځور به د واحد نظری پر ځاى کار کوي . دا معلومه نه ده چې واحد نظري ته بله دنده سپارل شوې او که نه . دا دليل هم معلوم نه دى چې ولې واحد نظري ليرې شوى دى واحد نظري د پخواني وزير کريم خرم له خوا ټاکل شوى و او داسې گنگوسې دي چې ډاکټر مخدوم رهين هر هغه څوک له کاره گوښه کوي چې د ښاغلي خرم له خوا ټاکل شوي و . زرين انځور د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث په کلي کې زېږېدلی دی. زرين انځور له ١٩٩٥ ز.(١٩٧٤ ل.) کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسيدۀ خو په تيرو څو کلونو کې يې د ښوونې و روزنې په وزارت کې دنده ترسره کوله. زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د ګردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځوۍ او دويمې زده کړې يې په ۱۳۵۲ ل. کال د ننګرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي بيا يې په ١٣٥٣ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي چې په ١٣٥٦ ل. کال کې د ژورناليزم له څانګې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانګه کې خپل د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی. نږدې لس کاله يې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د چمتوکوونکي او ليکوال په توګه کار کړی دی. په ١٣٦٦ ل. کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانګې مشر ؤ. نوموړي په ١٣٦٨ ل. کال کې پېښور ته کډوال شو او د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنې د خپرنيز ارګان خپلواکۍ مجله يې څلور کاله وچلوله. هماغلته په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو سره په ګډه د افغانستان کلتوري ټولنه جوړه کړه چې د همدغې ټولنې د سپېدې ادبي او کلتوري مجلې په خپرولو کې يې فعاله ونډه درلوده همداراز د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره يې ادبي او پوهنيزې غونډې او سيمينارونه جوړ کړي. ښاغلي انځور په جرمني کې په ١٩٩٨ ز. کال کې د يو شمير فعالو فرهنګيانو او فرهنګپالو سره په ګډه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه بنسټ کېښوده چې تر اوسه يې په لسګونو مهم اثار په پښتو ژبه خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي او کلتوري غونډې او سيمينارونه يې رابللي دي. که څه هم چې د زرين انځور د ادبي کار او زيار لويه برخه پښتو کيسه ليکنې او د نوي پښتو ادب کره کتنې او څېړنې ته ځانګړې شوې، خو هغه په نورو ادبي او کلتوري برخو کې يې هم څېړنې او ليکنې کړي او تر اوسه يې اتلس کتابونه خپاره شوي دي. ***********
له ډنمارک څخه دیوسف هېواددوست د مبارکۍ پیغام او یو یاددښت
په ډېرې خوښۍ سره مو د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او افغانفلم د عمومي ریًس په توګه د افغانستان د نومیالي لیکوال ، کره کتونکي ،کیسه لیکوونکي ، شاعر او ژورنالیست ښاغلي زرین انځور د ټاکل کېدو خبر د تل افغان په انترنیتي پاڼه کې ولوست . بې له شکه موږ د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز همکاران ، په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې زیات شمېر افغاني فرهنګیان او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون بې شمېره لیدونکي او اورېدونکي ددغه نیکبخته تقرر له امله ډېر خوښ شوي او ټول هیله لري چې تر دې وروسته به د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ،او افغان فلم د افغانستان د منلي تاریخ ، ملي هویت ، تاریخي شتون ، ملي پیوستون او فرهنګي لوړتیا سمه ، روغه او منلې مرجع او څانګه و اوسي .موږ پوره باور لرو چې ښاغلی انځور به د یو ملي او بادرده افغان فرهنګي شخصیت په توګه د هېواد روان نازک سیاسیي او فرهنګي حالت په پوره درک سره د افغانستان د فرهنګ او ژورنالیزم ددغې برخې له ستر پړوا څخه په بریالیتوب راووځي او د ملي بریو پر لور په د رڼا ور پرانیزي .رسنۍ او له هغې ډلې ټلویزیون او راډیو په اوسني دور کې د افغانستان په شان جګړه ځپلي او دښمن ځپلي هېواد کې د ملت د ټولو زخمونو لپاره د مرحم پټۍ بلل کیږي او د افغانستان د تاریخ او هویت د دښمنانو پر افکارو د مرګوني ګذار مقام لري .زرین انځور به د همدغه شان ژورنالیزم استازی شي ، زرین انځور به د ټلویزیون او راډیو څپې د کرکې خپرولو له شر څخه وژغوري او ملي هویت به د هر افغان د کور ښکلا وګرځوي .موږ هر پخواني ریًس ته همدا راز هیلې لیکلي ، خو دا ځل باور لرو چې راډیو ، ټلویزیون او افغان فلم به د جنګسالارانو او افغان دوښمنه خواوو څخه وژغورل شي او د هر غیر مسلکي عمل او عامل سره به په زړورتیا مبارزه وشي . ګران انځور صیب ! د افغانستان په راډیو او ټلویزیون کې د ژبو توازن سم نه دی ، دغه راز په راډیو ټلویزیون کې زیاتره کارکوونکي یا سیاسي متعصبه کسان دي او یا له مخې غیر مسلکي کسان .د راډیویي او ټلویزیوني خپرونو لپاره تر هر څه مهمه دا ده چې چلوونکي مسلکي پرودیسران او ډایرکټران وي . د پښتو ډرام او داستان برخه د مرګ په حال کې ده ،پښتو تیاتر خو لا دمخه وژل شوی، پښتو تمثیلي ټوټې نشته او که شته ډېرې کمزورې دي ، دا په دې مانا نه ده چې د دغې ادارې مشران کار نه کوي ، کار شته خو امکانات نه شته ،د ټلویزیون د اطلاعاتو او خبرونو څانګه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري ، د نطاقانو اداره لا ډېر ملاتړ او مسلکي دقت ته اړتیا لري ، پښتو موسیقي په ډېر ټيټ کیفیت سره خپریږي ، پښتانه ماشومان له لازمو خپرونو څخه برخمن نه دي ، ځوانان هم له همدغه شان اړتیا سره مخامخ دي .، د ورونو قامونو ( ازبکي، ترکمني ، بلوچي ، نورستاني ، پشه یي ، هزاره ګي ) او داسې نورو خپرونې په ډېره کمزورې بڼه خپریږي .، ځوان انانسران او نطاقان لا ډېرې مسلکي وړتیا ته اړتیا لري . او په همدې ډول نورې په لسګونو ستونزې او نیمګړتیاوې . زموږ په اند دا نیمګړتیاوې هغه وخت لرې کېدای شي چې : د راډیو او ټلویزیون د ادارو چارواکي لکه ریسان او عمومي مدیران او مدیران او ډایرکټران باید ټول هغه ژورنالیستا ن وټاکل شي چې په راډیويي او ټلویزیوني خپرونو جوړولو پوه وي .ځکه د تلویزیون او د یو اخبار د ژورنالیست تر منځ ځمکه او آسمان فرق دی . یو شاعر یا لیکوال نشي کولای په ټلویزیون کې یو ښه ډارکټر شي ، دا یو بېل مسلک دی . له پې شمېره پښتنو سره دا پوښتنه ده چې ولې ایراني ، روسي ، امریکایي او دا نور رنګ رنګ فلمونه له ملي ټلویزیون څخه خپریږي ، او پښتو فلمونه ( هغه چې په ستندرد برابر د ي ) ولې نه خپریږي ؟ او یا لا اقل د بېلګې په توګه یو ځل هم د استاد خیال محمد یوه سندره له ملي ټلویزیون څخه خپره شي ؟ د ملي راډیو ټلویزیون خپرونې په ولایاتو کې کمزورې او یوشمېر جنګسالاران یې واک په لاس کې لري ؟ ملي راډیو ټلویزیون په بهر کې د افغاني کډوالو لپاره په عام ډول او د ځوانو افغاني مهاجرو لپاره په خاص ډول ، د هویت د ساتلو په موخه هېڅ ډول خپرونې او د بېلګې په توګه په اروپا کې او امریکې کې کوم استازی نه لري ؟ موږ ددغو مکلفیتونو په اجرا کې د پخوانیو ریسانو سره هم خبرې کړې وي ، خو دا ځل به انځور صیب ته د انترنیت پاڼو له لارې ددغو مکلفیتونو د اجرا یادونه کوو . او که چېرې انځور صیب په دې وپوهیږي چې ځانګړې مافیا او نور منفي عوامل د دوي د هېوادني کار مخنیوی کوي ، نو ښه به وي چې دا څېرې افشا او خپله هم ورسره جوخت استعفا وکړي . له ډېرو پېرزوینو سره یوسف هېواددوست مبارکلیک
Verein zur Förderung der Afghanische Kultur e.V. Köln Germany
ښاغلي زرين انځور ته د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مبارکي پيغام! د افغانستان کلتوري ودې ټولنه وياړي ، چې د دې ټولنې له بنسټ ایښودونکو او پخوانی مشر ښاغلی زرين انځور د ملي تلويزیون د رييس په توګه ټاکل کيږي. د افغانستان کلتوري ودې ټولنه د پياوړي ليکوال ، فرهنګپال ، کره کتونکي ، پوه او ملي شخصيت زرين انځور ټاکنه ډېره وړ او مناسبه ټاکنه بولي او ښاغلي انځور او ټولو افغانانو ته له دې امله مبارکي وايي . موږ په دې ډاډمن يوو ، چې په راډيو او تلويزيون کې د ښاغلي انځور پخوانۍ دنده او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د چارو د پرمخ بيولو تجربې ، نوموړی د دغې فرهنګي او کلتوري مسؤليت لپاره ښه چمتو کړی او انشاالله دادنده به په ډېره ښه شان تر سره کړي. د خواشیني وړ ده ، چې د افغانستان په اوسني حکومت کې شمالي ټلواله لويه ونډه لري او جنګسالاران ورځ تر بلې پياوړي کيږي . په داسې شرايطو کې په يوه حکومتي اداره کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کول به څه آسانه کار نه وي، له دې ټولو مشکلاتو سره، سره موږ د لوی خدای (ج ) له درباره ښاغلي زرين انځور ته د زياتو برياوو غوښتنه کوو او له ټولو ملي او هېوادپالو خلکو غواړو ، چې د نوموړي ملاتړ وکړي . په درنښت د ټولنې د مشر تابه جرګه ډاکتر رمضان 10.08.2010 - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته