(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو قاموسونو شمېر پنځوسو ته ورسید

[14.Jul.2010 - 12:08] د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځلس نوي پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي چي پدې توگه پدغه پاڼه کي د پښتو قاموسونو شمېر پنځوسو ته جگ شو. د آنلاين پښتو قاموسونو د ټولو لغتونو شمېر اوس تر نيم مليون اويا زره څخه لا هم جگ شوی دی. د دې تر څنگ قاموسونه ټکی کام لس زره پښتو لنډۍ هم آنلاين کړي دي چي دغه په انټرنټ کي د پښتو لنډيو تر ټولو ستره پانگه ده. د قاموسونو ټکی کام پر مخ بېوونکي احمدولي اڅکزي پر ټولو پښتنو ږغ کړی دی چي د قاموسونه ټکی کام په پروژه کي ورسره مرسته وکړي. د نوموړي په وينا د پښتو لپاره يو مهمه کار د پښتو ژبي پانگه راټولول دي چي پدې لړ کي نوموړي په لسگونو زره داسي پښتو لغتونه راټول کړي دي چي تر مخه په هيڅ قاموس کي نه وه. د دغې پروژې سره کومک کول ډېر آسانه دي او هر پښتون پکښي برخه اخيستلای سي. لومړی کومک دا دی چي هر څومره زيات چي وي ددغې پروژې د پاڼې څخه کار واخستلای سي او پکښي د لغتونو معناوي ولټول سي. هغه پدې وجه چي اوس پدغه پاڼه کي دا تخنيکي نوښت ورزيات کړل سوی دی چي هر هغه لغت چي لټول کيږي هغه په پاڼه کي ځېرمه کيږي. وروسته د پروژې پر مخ بېوونکي هغه لغتونه ترې رابېلوای سي چي په قاموسونو کي نشته خو د پاڼې کاروونکو لټولي وه. د دې تر څنگ اوس هر څوک کولای سي چي په ډېره آساني سره او بېله د ځان د ثبتولو د لغتونو او د لغتونو د معناؤ وړانديز وکړي. دغه وړانديزونه به بيا د کنټرول وروسته آنلاين راوستل کيږي. احمدولي اڅکزي پدې لړ کي د خپلې پاڼې د کاروونکو څخه هيله کړېده چي هر هغه لغت چي دوی يې په قاموسونه ټکی کام کي معنا ونه مومي هغه دي پخپله پکښي ور اضافه کړي. د دې ترڅنگ قاموسونه ټکی کام پر ټولو پښتو انټرنټ پاڼو چلوونکو ږغ کړی دی چي په خپلو پاڼو کي د قاموسونه ټکی کام لپاره دايمي اعلاني انځورونه او لينکونه ځای پر ځای کړي تر څو ددغې پاڼې د کارونکو شمېر زيات او پدې توگه د ټولو سوؤ پښتو لغتونو شمېر زيات سي. د www.qamosona.com په پاڼه کي د کاراخيستنې لپاره د چمتو قاموسونو ليک لړ پدې ډول دی: 1ـ انگرېزي ـ پښتو (د علومو اکاډمي کابل) 2ـ انگرېزي ـ پښتو د سياسي لغتونو قاموس 3ـ انگرېزي ـ پښتو د شمېرپوهنې قاموس 4ـ انگرېزي ـ پښتو کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري) 5ـ ايسپرانتو ـ پښتو 6ـ اېټالوي ـ پښتو 7ـ پورتگالي ـ پښتو 8ـ پښتو ـ اردو 9ـ پښتو ـ انگرېزي (احمدولي اڅکزی) 10ـ پښتو ـ انگرېزي کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري) 11ـ پښتو ـ ايسپرانتو 12ـ پښتو ـ اېټالوي 13ـ پښتو ـ پورتگالي 14ـ پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس (د علومو اکاډمۍ کابل) 15ـ پښتو ـ پښتو درياب (قلندر مومند) 16ـ پښتو ـ پښتو زاهد قاموس (عبدالقيوم زاهد مشواڼی، دانش خپرندويه ټولنه) 17ـ پښتو ـ ترکي 18ـ پښتو ـ جرمني (احمدولي اڅکزی) 19ـ پښتو ـ جرمني کمپيوټري قاموس (احمدولي اڅکزی) 20ـ پښتو ـ چينايي 21ـ پښتو ـ دري (د علومو اکاډمي کابل، سمون او زياتونې رحمت آريا) 22ـ پښتو ـ روسي 23ـ پښتو ـ سوېډني 24ـ پښتو ـ عربي 25ـ پښتو ـ فرانسوي (ډاکټر محمد اکبر وردک ستايلی او حبيب کبير) 26ـ پښتو ـ هسپانوي 27ـ پښتو ـ ډنمارکي 28ـ پښتو ) انگرېزي (د علومو اکاډمۍ کابل) 29ـ پښتو نيو لوجزمونه (استاد مجاور احمد زيار) 30ـ جاپاني ـ پښتو 31ـ جرمني ـ پښتو 32ـ جرمني ـ پښتو (احمدولي اڅکزی) 33ـ جرمني ـ پښتو (حکيم الله نورزی) 34ـ چينايي ـ پښتو 35ـ چېک ـ پښتو 36ـ روسي ـ پښتو 37ـ سانسکرت ـ پښتو 38ـ سوېډني ـ پښتو 39ـ عبراني ـ پښتو 40ـ عربي ـ پښتو 41ـ فارسي ـ پښتو 42ـ فرانسوي ـ پښتو 43ـ کوريايي ـ پښتو 44ـ لاتيني ـ پښتو 45ـ ناروېژي ـ پښتو 46ـ ناروېژي ـ پښتو (احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل) 47ـ هالنډي ـ پښتو 48ـ هسپانوي ـ پښتو 49ـ هنگري ـ پښتو 50ـ ډنمارکي ـ پښتو 51ـ پښتو لنډۍ (لس زره لنډۍ)- ولی اڅکزی
بېرته شاته